نړۍ

امریکايي پوځيانو ته ویل شوي و، چې جنسي ځورونه په افغانستان کې «فرهنګي رواج دی»

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): په افغانستان کې امریکايي پوځيانو ته د روزنې پر مهال ويل شوي و، چې د کوچنيانو جنسي ځورونه «په افغانستان کې فرهنګي دود دی».

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي، چې په جنسي ځورونو تورنو پوځيانو د ځواب پر مهال ورته ويلي، چې دوی ته دا ښوونه ورکړل شوې وه، چې په افغانستان کې جنسي ځورونه فرهنګي دود دی او کومه ستونزه نه لري.

په افغانستان جنګېدونکو امریکايي پوځيانو په خپلو تازه مرکو کې  ويلي، چې د دوی لوړپوړو پوځي چارواکو دوی ته ویلي و، چې د کوچنيانو او عامو خلکو جنسي ځورونه کومه ستونزه نه لري او نه به په دې اړه له دوی پوښتنه کولای شي.

پنټاګون دا ځواب په داسې حال کې ویلي، چې څو ورځې وړاندې د کليفورنيا د جنسي ځورونو ضد يوه فعال په ۱۰۶ مخونو کې د افغان او امریکايي پوځيانو د جنسي ځورونو په اړه راپور خپور کړی و او په دغه راپور کې د امریکايي پوځيانو سربېره پر دولتي  عسکرو او امنيتي ځواکونو تور پورې شوی و، چې په خپلو ليکو کې پر کوچنیانو او ځوانانو هلکانو جنسي تېري کوي.

پنټاګون وايي: «موږ داسې فکر وکړ، چې د افغانستان دفاع وزارت د جنسي ځورونو په اړه څوک نه مجازات کوي او نه يې هم تر اوسه د جنسي ځورونو تورن کسان ښکاره او يا هم محاکمه کړي دي.»

په دې اړه لومړنۍ څېړنې په ۲۰۱۵ م کال کې د نيويارک ټايمز د راپور له خپرېدو وروسته پيل شوې، چې د پوځ په ليکو کې د يو شمېر ځوانانو ذهني وړتيا له ستونزو سره مخ شوه، هغه مهال پوځيانو ته ويل شوي وو، چې د هلکانو له جنسي ځورونو لاس واخلي.

ټايمز مجلې هم په خپل راپور کې د لانس کارپل په نوم د يوه امریکايي پوځي د پلار له خولې ليکلي: مخکې تر دې، چې زوی مې په ۲۰۱۲ م کال کې ووژل شي، ما ته يې ويلي و، چې «موږ د هلکانو چيغې اورو، خو موږ هېڅ نه شو کولای او نه موږ ته د څه کولو اجازه شته.»

په ۲۰۱۱ کې د سپشل فورس يوه امریکايي پوځي ته له دې امله سزا ورکړل شوې وه، چې هغه يو افغان عسکر د جنسي ځورونې په تور وهلی و، خو وروسته دغه امریکايي پوځي د لوړپوړو چارواکو له لوري له قانوني ستونزو سره مخ شو او د هغه دا کار ناقانونه بلل شوی و، چې وروسته يې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د امریکا په پوځ کې  دننه او د پوځي ماموريت پر مهال د جنسي ځورونو کيسې د امریکايي یرغل له پيله په افغانستان کې د خبرونو سرټکی وو، چې د ځوانو دولتي عسکرو سربېره يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم د جنسي ځورونو ښکار شوي وو.

 د جنسي ځورونو تر ټولو زياتې پېښې هغه مهال رسنيزې شوې، چې د امریکايي او ناټو عسکرو يو شمېر ترجمانان د جنسي ځورونو له امله روغتونو کې بستر شول او د اردو د ځوانو سرتېرو سربېره د کورنيو چارو وزارت يو ډګروال هم د جنسي ځورونو پېښه په رسنيو کې بيان کړه.

د امریکايي یرغل په لومړيو کلونو کې امریکايي رسنيو ويلي و، چې مسيحي پاپانو خپلو پوځيانو پر افغانانو د بريا تر ټولو غوره لاره د جنسي ځورونو ښودلې وه او سپارښتنه يې ورته کړې وه، چې په افغانستان کې يوازينی بد کار، چې خلک پرې بده مني، د جنسي ځورونو هڅې دي، خو د پنټاګون له راپور څخه ښکاري، چې لا هم د جنسي ځورونو د پېښو په اصلي لاملونو څېړنه نه ده شوې او يا په هم په لوی لاس له اصلي لامله د خلکو سترګې پټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x