
ناټو د چین او روسیې د زیاتېدونکي قوت څخه ویره لري
نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د ناټو یوه جګپوړي چارواکي د چین او روسیې د زیاتېدونکي اقتصادي او عسکري قوت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د ګټو پر سر د اختلاف په وجه د غرب او ناټو هیوادونو تر منځ په راتلونکي کې لوی اختلافات را منځته شي چې باید له اوسه یې لا مخه ونیول شي.
د ناټو سترجنرال «ډینس مرسیر» په امریکا کې یوه فکري مرکز ته په وینا کې وویل: چین خپل د اقتصادي قوت څخه په استفادې پر دفاعي چارو مصرف زیاتوي او غواړي چې له دغه لاري ځان د نړۍ په کچه قوي ترین هیواد وګرځوي.
څنګ لوري هیواد یې هند هم پر دغه لاره روان دی او کیدای شي چې په منځمهاله موده کې ځان یو داسي ځای ته ورسوي چې د نړۍ په قوتونو کې معتبر وبلل شي.
او زیاته یې کړه په ورته وخت کې روسیه یو ځل بیا د نړیوال قوت په توګه سر را پورته کوي او د هغو هیوادونو حکومتونه د چلینج سره مخ کوي چې مخکې د شوري اتحاد په نامه ددوی تر ولکې لاندي وه.
ناټو په تېره اکتوبر میاشت کې د ستراتیژیک تحلیل په نامه یو راپور نشر کړ چې په نړۍ کې د عسکري او اقتصادي قوت تمرکز یې څېړلی.
د ناټو جنرال پر همدې راپور وینا کوله او هغه مختصر معلومات یې خلکو ته ورکول چې دده په نظر پاملرنه ورته مهمه ده.
نوموړی وویل چې اوس په نړیواله کچه د قوت مرکز د تبدیلۍ په حال کې دي، تجارتي او عسکري قوت د متحده ایالاتو او شرقي اروپا څخه د چین او روسیې لوري ته ور تلونکی دی، ځکه چې روسیه او چین اوس مهال د نړۍ په کچه پر خپلو دفاعي چارو زیات مصرف کوي، چین په کال ۲۰۱۵ کې د چین دفاعي بجټ ۲۱۵ ملیارده ډالر وو.
ناټو په کال ۲۰۱۳ هم ورته راپور نشر کړی وو خو د جنرال «ډینس مرسیر» په وینا د سږ کال ۲۰۱۷ راپور تر هغه مخکیني ډیر مایوسه کوونکی دی.
په اوسني راپور کې ناټو ته توصیه شوې چې د قوت دغه بدلاو پر مهال دوی هم باید خپل په اړیکو کې بدلون راولي او د هغو هیوادونو سره اړیکي سمي او تفاهماتو ته ورسره ورسیږي چې قوت یې مخ پر زیاتېدو دی.