د نن سرلیکنه

خوستوال به د خپلو انتخاباتي رایو د ضایع کیدلو پوښتنه له چا کوي؟-سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې په خوست کې د غیر مسؤل وسله والو لخوا د رایې شمیرنې په یو ستر مرکز کې د رایې اچونې صندقونه مات او انتخاباتې پاڼې یې تلف شوې دي.

کوم کسان چې د انتخاباتو کمیسیون یې غیر مسؤل معرفي کوي هغه د مشرانو جرګې د غړي سناتور عارف الله پښتون او د ده شخصي ساتونکو ول ، چې په پلان شوي ډول په خوست کې د انتخاباتو دکمیسیون مرکزي دفتر ته د وسلو په زور ورننوتل، هلته یې د رایوله بکسونو څخه د اشرف غني احمدزي رایې غورځولې اوپرځای یې د خپل کاندید زلمي رسول په ګټه نورې پاڼې ور اچولې.

ورته پیښې د نورو ولایتونو په مرکزونوکې هم تر سره شوې چې مزارشریف ، قندوز، غزني ،کندهار او کابل یې دبیلګې په ډول یادولی شو. له بلې خوا د جمهوري ریاست د ټولو کاندیدانو مرستیالانو د شنبې د ورځې په ترسره شویو ټاکنوکې د ښکاره د درغلیو او مشخصو مواردو په اړه د انتخاباتو کمیسیون ته خپل شکایتونه وړاندې کړي.
هغوی په خپلو شکایتونکې ویلي، چې دشنبې په ورځ په ځینو ځایونو کې صندقونه مخکې له مخکې ډک شوي؛ خلک له رایې ورکولو نه راګرځول شوي؛ په یوشمېر مرکزونو کې د رایې پاڼې مخکې له وخته خلاصې شوي اوپه ډیرو ځایونوکې د انتخاباتو څاروونکو دورتګ مخنیوی شوی دی.
د دغو درغلیو دمشخص مورد په اړه د عبدالله عبدالله لومړي مرستیال انجنیر محمد خان داسې وايي:
“د میدان وردګو په جلریز په ساحه کې دوه سایټه چې یو د اسماعیل خېلو په کلي کې دي او بل زیولاک ورته وايي مخکې له دې چې د حمل په شپاړسمه د انتخاباتو مواد ورته ورسیږي د شپې له خوا دغه صندوقونه له رأیوڅخه ډک شوي ول”
همداراز د ګل اغا شیرزي مرستیال سید عالمي بلخي په کندهار کې دترسره شیودرغلیو په اړه داسې شکایت کوي:
” په کندهار ولایت کې د یوځانګړي کاندید په ګټه صندوقونه ډک شوي دي؛ زموږ صندوقونه مات شوي دي او زموږ رایې له صندوقونو ویستل شوي.
په ډېرو نورو ځایونو کې هم په همدې ډول د یوه ځانګړي کاندید په ګټه درغلۍ شوي دي؛ هغه ډول چې دټاکنو کمیسیون یې ژمنې کړې وې بیا هم دولتي چارواکي په خپل ځای پاتې نه شول او په انتخاباتو کې لاس وهنه وکړه.”
دغه درغلي او لاسوهنې خپله د انتخاباتو کمیسیون هم مني او په دې اعتراف کوي چې تراوسه ورته د درغلیو، لاسوهنو، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو ناوړه چلند، اود یو شمېر څارونکو له خوا یوه ځانګړي نوماند ته د خلکو هڅولو په اړه ورته ۲۱۴۷ شکایتونه رسیدلي دي.

د چارواکو لخوا په ټاکنوکې د ولس له اچول شویو رایوسره دغه بي پروايي په داسې حال کې ترسره کیږي چې په اکثره سیموکې رایه اچوونکو دخپل سرپه بیه دغه رایې اچولې او ټول خطرونه یې په ځان منلي ول.

دولتي چارواکي او غربي ملاتړي یې پردې ډیره خوښي څرګندوي چې افغانانو په تر سره شیو ټاکنوکې پراخ حضور درلود خو د دې په اړه بیا چوپه خوله دې چې دهغو له اچول شویو رایوسره غیر مسؤل افراد (دولتي وسله وال) څه ډول چلند کوي؟

د نن ټکی آسیا-سرمقاله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x