نړۍ

داعش ډله په عراق کې له خپل وروستي مرکزه هم وويستل شوه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): په عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف له تېرو درېو کلونو راهيسې د داعش ډلې پر ضد عمليات کوي او په ننني راپور کې راغلي، چې داعش ډله په عراق کې له  خپل وروستي مرکز څخه هم وویستل شوه.

د عراق دفاع وزارت وياند تورنجنرال یحی رسول رسنيو ته ويلي، چې د عراق پوځ د ځايي اربکيانو په ملتيا د عراق په لويديځ انبار ولايت راوه سیمه کې له پنځو ساعتونو خونړۍ جګړې وروسته داعش ډلې ته ماتې ورکړل شوې او دغه سيمه اوس د حکومتي عسکرو په ولکه کې ده.

د عراق صدر اعظم حيدر العبادي عراقي پوځ ته د راوه نيولو په اړه مبارکي ورکړې ده.

د عراق صدارت ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې عراقي پوځيانو په لنډ وخت کې د سوريې پولې ته څېرمه راوه سيمه له داعش وسله والو ونيوله.

راوه د عراق له پلازمېنې بغداد څخه لويديځ طرفته ۲۷۵ کيلومټره لرې پرته سيمه ده.

د امريکا په مشرۍ  د ائتلافي عسکرو وياند ریان ډيلن ويلي، چې راوه او ور څېرمه سيمه القائم د ائتلافي پوځيانو د هوايي بريدونو، استخباراتي همکارۍ او ځمکنيو عملياتو په مرسته نيول شوي دي.

داعش په ۲۰۱۴م کال کې د عراق په دوهم ستر ښار موصل کې د خلافت جوړولو ادعا وکړه او د بغداد پر لور يې يون پيل کړ، خو د امریکا په مشرۍ ائتلافي الوتکو د داعش پر ضد له تېرو دريو کلونو راهيسې هوايي بريدونه پيل کړي، چې عراقي پوځيان او سيمه ییز اربکيان ورسره ځمکنۍ جګړې کوي او بالاخره يې د روان کال په جولایي کې موصل له داعش ډلې په داسې حال کې ونيو، چې موصل کې يې د ژوند ټولې اسانتياوې له منځه وړي او دغه ښار اوس د اوسېدو نه دی.

داعش د عراق او سوريې په لرې پرتو سرحدي سيمو کې ځينې ځایونه تر خپل واک لاندې لري او د خپل وروستي مرکز الرقه کې له ماتې خوړولو ورو ورو سيمې له لاسه ورکوي.

 د يادونې وړ ده، چې د امریکا په مشرۍ د سوريې ديموکراټيک ځواک تېره مياشت اکټوبر الرقه ښار ونيو.

امریکا او روسيه په سوريې کې له خپلو پلويانو سره ځانګړې مرستې کوي او دواړه پر يو بل تورونه هم لګوي.

روسيې پر امریکا تور لګولی، چې داعش ډلې ته يې د خوندي وتلو لاره برابره کړې او د امریکايي عسکرو له مرکز سره يې د داعش ډلې د کاروان تېرېدل يې د اندېښنې وړ بللي دي.

روسيه په ښکاره د حکومتي مشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

روسي او ایراني عسکرو د حکومتي ملېشو په ملاتړ بوکمال سيمه کې داعش ته ماتې ورکړه، خو دغه ډله اوس هم د حماة سربېره په ځينو سيمو کې واک لري.

يو شمېر کارپوهان وايي، چې امریکا غواړي داعش ډله افغانستان ته راولېږدوي او په دې اړه يې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلميار سربېره د ملي امنيت لوړپوړو چارواکو ته دندې سپارلي دي.

دغه ډله که څه هم په عراق او سوريې کې کمزورې شوي، خو امریکايي رسنۍ په لوی لاس دغې ډلې ته داسې تبلیغات کوي، چې په افغانستان کې يې غښتلي وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x