fbpx

لاندې خوړو سره د یخنۍ او زکام مقابله وکړئ

نن ټکی اسیا (شنبه ۲۷م لړم ۱۳۹۶ل) د ژمي موسم شروع شوی، یخنۍ زور نیولی، ځینې ولایتونه په واوره پوښ شول، او طبیعي ده چې په یخنۍ سره د زکام ناروغي هم عام کیږي.
ټول دا راښایي چې مونږ به د زکام- انفلوینزا سره مخامخ کیږو چې د ژمي په موسم کې پر مونږ سخته حمله کولای شي، او کله زمونږ بدن ددې توان نلري چې ددې مقاومت وکړي، مونږ ته په کار ده چې د ژمي موسم کې له زکام سره مبارزه په جدي توګه ونیسو او له دغه ستونزې ځان خلاص کړو.

زکام یوه دا رنګه ناروغي ده چې درملنه یې یواځې په دوا سره ممکن نه ده، نو ددې لپاره مونږ ستاسې مخې ته داسې ګټور خواړه ږدو چې هم مو ورسره د زکام مخه ونیول شي او هم خوند ترې واخلئ، تجربه یې کړئ ان شاء الله ګټور به ثابت شي!

د چرګ ښوروا/ سوپ

د چرګ ښوروا د زکام د مخنیوي لپاره یو له مخکښو درملنو څخه دی، د تجربو پر اساس د چرګ ښوروا د انفلاسیون مخه نیسي کوم چې انسان په ساه تنګۍ اخته کوي. که په سوپ کې د لیمو شربت او یا لیمو واچول شي نور هم ګټور کیږي ځکه دا ویټامن C لري، او ویټامن C د زکام د مخنیوي لپاره غوره خواړه دي.

ادرک چای

د ادرک چای په یخنۍ کې د زکام د مخنیوي لپاره ډیر ګټور ثابتیږي، ځکه چې دا د انفلاسیون په وړاندې مبارزه کوي او د بدن دفاعي سیستم قوي کوي.

کورکمن

کورکمن د مصالحو له قسمونو څخه یو دی، چې په بدن کې د انفلاسیون ضد کار کوي، کورکمن د بدن دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره د حجرو په فعالولو کې مرسته کوي، له دې کبله کورکمن یو له هاغه خوړو څخه شاملیږي چې د زکام په مخنیوي کې ستر مقاومت کوي.

مالټه

مالټه ټول ویټامن C مواد لري، چې په یخنۍ کې د زکام د مخنیوي لپاره غوره خوراک دی.

اوبه

که تاسې د زکام څخه کړیږئ کوښښ وکړئ څومره ډیرې اوبه څکلی شئ وڅکئ، ځکه چې ډیرې اوبه څکل مو د زکام پر وخت د ناوړه او مضر بلغم څخه ساتي.

مستې

مستې مونږ تاسې ته ظاهرا د زکام لپاره تاواني ښکاري خو په حقیقت کې دا د زکام د ختمولو لپاره ډیر مهم رول لوبوي، بلکې له سره زکام ختموي.

همدا رنګه رومیان او غټ سور مرچک له ویټامن C نه ډک مواد لري، د زکام د مخنیوي لپاره یې استعمال کړئ، له رومیانو څخه شربت وباسئ او بیا یې وڅکئ.

سربیره پر دې شیانو تور ککوي چاکلیټ cocoa هم د زکام مخنیوي کې ښه ثابتیږي، طبیعي ده چې د زکام پر وخت انسان له ټوخي سره هم مخ کیږي، ددې مخنیوی ککوي چاکلیټو سره ممکن دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکټر خان محمد
میلمه
ډاکټر خان محمد

د زکام مخنیوی د پاره بهترین درمل بادام او خورما ده دا تجربه شوی دی او ازمیښت یی شرط دی باید په لاندی ډول وخوړل شی د سهار په وخت کی 10-15 دانی بادام او 3-5 دانی خورما د چای سره.