نړۍ

د سعودي څخه قطر ته پوځي ګواښ وشو / ویډیو

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): په قطر کې د واکمني کورنۍ څخه خفه شوي شیخ سلطان بن سحیم آل ثاني په سعودي کې یوې لويي غونډې ته د وینا پر مهال د قطر حکومت ته ګواښ وکړ چې ډېر ژر به له منځه یووړل شي.

سلطان بن سحیم د قطر د پخواني بهرنیو چارو وزیر شیخ سحیم زوی دی، د قطر د واکمني کورنۍ مهم غړی او د یوه لوی تاجر په حیث پيژندل کیږي. هغه په قطر کې یوه خیریه موسسه هم په خپل نوم لري.

نوموړي په سعودي کې په یوه پروژه کې ۳۳ ملیارده ډالر بند کړي دي.

سلطان بن سحیم اوس په سعودي کې د قطر تر ټولو مهم مخالف بلل کیږي.

نوموړي تېره ورځ په یوه لویه غونډه کې چې د سعودي چارواکو په مرسته جوړه شوې وه، ادعا وکړه چې د قطر اصل اساس ددوی کورنۍ ایښی دی، ډېر ژر به دغه هیواد د «مرداریو» څخه پاک کړي.

نوموړي دغه خبري د قحطان قبیلې په یوه غونډه کې وکړي څوک چې د بني هاجر قبیلې د یوه شیخ د ملاتړ لپاره را ټول شوي وه او ویل کیږي چې د شافي بن ناصر په نامه دغه شیخ د قطر هیواد څخه شړل شوی او تابعیت یې سلب شوی دی.

سلطان بن سحیم چې ویډیو یې پر ټولنیزو پاڼو خپره شوې، وویل چې دی هیڅ منصب نه غواړي، بلکې په قطر کې اوسنی وضعیت بدلول غواړي.

او زیاته یې کړه: مونږ د سعودي باچا سلمان، د هغه زوی ولیعهد او د وروڼو هیوادونو ولسمشرانو مخته مسؤولیت لرو چې د قطر څخه تروریستان او فساد ورک کړو.

نوموړي په ګواښمنه لهجه وویل: خبر به هغه وي چې تاسو یې په سترګو ووینئ، نه داچي په غوږونو یې واورئ.

سلطان بن سحیم وویل: همدا اوس زه قطر په داسي حالت کې وینم چې یو طوفان (عاصفه) باندې راغلی او ټول قطر یې د مرداریو څخه پاک کړی او دغه هیوا دیې اصل حالت ته ګرځولی دی.

باید وویل شي چې سعودي پر یمن باندي جګړې ته هم د طوفان (عاصفة الحزم) نوم ورکړی وو.

د یادونې وړ ده چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي د روان کال ۲۰۱۷ په جون میاشت کې هر اړخیز بندیزونه ولګول او د هغه هیواد یې د ځمکې له لارې محاصره کړ.

په لومړیو کې وېره څرګندېده چې سعودي به پر قطر عسکري برید وکړي خو وروسته خپله سعودي هم دغه امکان رد کړ او ویل کیږي چې قطر ته د ترکي پوځونو د ورتګ وروسته سعودي بیرته پر شا شو.

همداراز څه موده تر مخه د کویټ امیر شیخ صباح په امریکا کې ویلي وه چې ددوی منځګړیتوب ددې سبب شو چې پر قطر عسکري برید ونه شي.

تېره ورځ په امریکا کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا وېره څرګنده کړه چې سعودي کیدای شي پر قطر عسکري برید وکړي ځکه چې په وینا یې هغوی په دې وروستیو کې داسي اقدامات تر سره کړي چې له مخې يې د هر څه بېځایه تېروتنې توقع ځیني کیدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

طو طو هلي تكړه شی خو زه وایم شرم ده درته مورده ګوانو، بی ناموسانو دا نن چی اسلامی نړی په کوم دردونکی حالت کښې روانه ده ددي ټول ذمه وار تاسی یاست لږ په ګریوانه کښې سر ټیټ کړي چی دا څه د ماشومانو لوبي دي چی تاسو شروع کړی. صلیبیان او یهودان به هیڅکله هم درنه خوشحاله نه شي. چی ترڅو خداي مکړه یا یې کعبه نه وي ورانه کړی، یا يې محمد صلی الله علیه وسلم له قبر نه وي راويستلې او یا يې هم ستاسي ښځي دهغسي د کنیزو په شان له تاسو نه وي وړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x