نظــر

نن مو پر دغې بې وزلي شاعري او بې وسي خور (مینه انتظار) غیرت کوئ؟

تېره شپه د کندهار ښار ميرزا محمد خان قلعچه سيمه کې پوليس د يوې شاعرې او ليکوالې “مينه انتظار” پر کور وراوښتي او هغه يې سرتوره کړې او غوښتل يې چې، د دوی ښځې په زور له خپل کوره وباسي او پوستې ته يې ځان سره بوځي.

ددې خبر بشپړ تفصیل په لاندي ادرس لوستلای شی:

http://nunn.asia/news/afghanistan/10812

——-

دلته مونږ د مینه انتظار هغه لیکني را اخلو، چی د تیرې شپې د پيښي وروسته یې په مسلسله توګه لیکي، او چیغي نارې وهي، او ورسره یې د فیس بوک ډیر فعالان په زړا او چیغو کړي، او ټول د هغه جنایت کاره قومندان محاکمه او ایسته کول غواړي، خو زمونږ همکار ته مینه انتظار (شاعره او لیکواله) وویل چي تر اوسه د تیري شپې هغه جاني قومندان ته سزا نه ده ورکړل شوې، بلکي د پولیسو او دولت له خوا ټولي هڅې پر دې رواني دي چي څرنګه دا مامله ختمه کړي، او څرنګه د جنایت کار قومندان جاجو براءت تر لاسه کړي.

د جاجو په اړه امنیتي چارواکو ته یوې نیژدې سرچیني نن ټکي آسیا ته وویل: چي جاجو د کندهار د امنیه قومندان عبد الرازق خاص سړی دی، او ډیر ورته نیژدې دی، د نوموړي په وینا ځکه رازق خپل ټول وس او کوشش کوي چي ددغه بیغیرته قومندان ځان خلاص کړي.

باید وویل شي چي خپله مینه انتظار خور (شاعره او لیکواله) چي تیره شپه یې کور ته پولیس د جاجو په نامه قومندان په ګډون ور اوښتې وه، د نیژدې پوستې قومندان عبد الودود جاجو پيژندلی، او ټول مسؤولیت یې هغه ته راجع کړی.

لاندي د مینه انتظار خور د چیغو او ژړاګانو یوه برخه ده، چي ستاسو سره یې د هغې د فیس بوک څخه کټ مټ شریکوو:

——

 

اې کندهاريانو اې افغانانو اې پښتنو!

نن مو پر دغي بې وزلي شاعري او بې وسي خور (مينه انتظار) غيرت کوئ؟!
نن شپه په خپل ټاټوبي (کندهار) او خپل کور کي څو بې ناموسه پوليسو سرتور سر کړم.
د خدای روی دی هيڅ پښتونولۍ، زموږ کمزورۍ، د ښځمنو چيغو- نارو او ژړاګانو ته يې و نه کتل؛ د شپې په نيمه شپه پر ۱۲:۳۰ کورته پر دېوالو راواوښتل.
د کندهار ښار په ميرزا محمد خان قلعچه سيمه کي، د شپې پر ۱۲:۳۰ بجې د کندهار ښار د اتمي حوزې د امر عبدالودود سرحدي (جاجو) پوليس مي کورته پر دېوالو را واووښتل.
موږ له بهرنيانو ګيله کوله خو خپل څو بې ناموسه پوليس مو تر هغو بدتر سول.
۷ تنه نارينه پوليس په يونيفورم کي او يو په شخصي کالو کي وو.
د کور ښځمني يې تر لاسو کشولې او غوښتل يې چي په دې نيمه شپه مو پوستې ته بوځي.
چي د کور ښځو مو نارې، چيغاري او ژړاوي پيل کړې نو پوليس د بيري له کوره ووتل او له ځانو سره يې يو د زرو امېل، ۲۲ زره افغانۍ (چي زما د ورور د يوې مياشتي تنخوا وه) او يوه ډي وي ډي يې له ځانو سره يووړل.
موږ چيغي وهلې خو دوی يوازي په سوکانو او لغتو وهلو.
اې کندهاريانو اې افغانانو اې پښتنو ږغ مي اورئ؟!

يادونه: دغه څو ټکي مي په سرو اوښکو او تپېدلو لاسونو په دې نيمه شپه په ډېر ډک زړه کښلي دي.

==========

د چا چي کور له نارينه وو خالي وي د هغه کور عزت به کوڅې ته راوځي. دا نن معلومه سوه او په خپل کور کي مي وليده.
زه به په خپلو شعرونو کي نور څنګه د هغو سرتيرو ستاينه کومه او په کومو الفاظو، چي د جاجو او د هغه د څو بې ناموسه او لنډغرو پوليسو له خوا يې دومره بې عزتي کيږي؟

==========

لعنت پر دې پوليس سه چي يو يې په شخصي جامو کي د غلا او دووسي لپاره کورته اوړي او نور يې د دې پر ځای چي غل له ځان سره بوزي، ښځمني پوستې ته کشوي.
د ښځمنو د بې عزته کولو لپاره د پوليسو داسي چم او چلند؟ لعنت سه درباندي! په تا مو هم ناز کاوه، چي نارينه مو پر کور نسته خو کور ته پر پنځوس متره واټن مو د پوليسو پوسته سته، هغه به مو ساتنه کوي؛ څومره ښه ساتنه؟ لعنت سه درباندي!

======
د خدای روی دی پر داسي سوو چيغو او ژړاګانو خو والله چي د کافر زړه سوځلی وای، ته څومره په زړه کلک پوليس وې چي پښتو دي هم ويله او په پښتنو مېرمنو هم غورځېدې او وروسته غلا هم ورڅخه کوې!
=======
چي د ښځمنو په مشاعرو کي مي حجاب کاوه او مخ مي پټاوه، نن مي همدغو بې ناموسو پر مخ څراغ ګرځاوه او سر تور سر يې کوڅې ته و ايستم.
=======
زړه مي ډېر ډک دی، چا ته چيغي ووهم؟! يا الله!!!
=======

 

يوه چيغه يو فرياد
(چي مهاجره وم لا ښه وم)

غريبي وه که نيستي وه
بې له پلاره زندګي وه
که مو چايي بې بورې وې
کله وچه يا شلومبې وې
د يو ليري دښتي کور وو
نيم دېوال نيم يې نسکور وو
که څاهان مو بې اوبو وه
چينه ليري له دښتو وه
په ساعت ساعت مزل وو
انتظار وهلی جل وو
په ناني ناني لاسونو
ما اوبه راوړي له غرونو
چي سهار به ور رهي سوو
مازيګر به را رهي سوو
پاکستان وو کډوالي وه
څومره سخته زندګي وه
وړکتوب مي هسي تېر سو
ياد مي نه دی ټوله هېر سو
کډوالۍ کي سومه لويه
ناهيلۍ کي سومه لويه
بيا يو وخت وو کوربانه سوو
خپلي مېنې ته ستانه سوو
نه مو ژوند څه ډېر بدل سو
نه نغري کي مو اور بل سو
نه چا مينه راته را کړه
نه صله چا را عطا کړه
هغه آش هغه کاسه وه
بې وزلي، توره تياره وه
په يوه شي به پوړه وو
وطن خپل وو پيغور نه وو
دا يوه نيکي يې وکړه
د پيغور يې راته خوله کړه
چي مهاجره وم لا ښه وم
بې عزته داسي نه وم
په وچ نس که بيدېدمه
په بګړۍ پوري شمله وم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x