افغانستان

جنرال دوستم او حامد کرزي د عطانور پر پلویانو برید د پوښتنې وړ وباله

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ویلي چې په کابل کې د عطا نور پر پلویانو برید د «راه نجات افغانستان» سیاسي ایتلاف پر ټولو غړو برید دی، چې په اړه یې باید ګډحکوت واضح ځوابونه ووایي.

راه نجات افغانستان په نامه سیاسي ایتلاف څه موده تر مخه په ترکیه کې د عطا نور او استاد محقق په مشري د ګډحکومت پر ضد را منځته شو.

نوموړي پوښتنه وکړه، چې څرنګه حکومت توانیږي د ټولو سیاسي احزابو د جلسو امنیت ټینګ کړي خو د عطا نور پر جلسه باندي چاودنه کیږي.

دوستم وویل چې د امنیتي ځواکونو دغه غفلت یو شمېر پوښتنې مطرح کړي دي چې حکومت یې باید ځواب ووايي.

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عطا نور د ملاتړو پر غونډې برید غندلی او ویلي يې دي چې د دغه غونډي مسؤولیت د داعش له لوري اخیستل پوښتنې زیږولې.

هغه وویل چې ددغه سي بریدونو تر شا چې د هر چا لاس دی، هغه غواړي د افغانستان ولس پر قوم او مذهب سره وویشي، چې پر ضد یې مبارزه یوازي به اتحاد او اتفاق کیدای شي.

بلخوا خپله عطا نور د پيښي سمدستي وروسته په خپل لومړني غبرګون کې ویلي وه چې دغه برید هغه چا کړی چا چې ددې تر مخه د ایزدیار د زوی پر جنازې برید کړی وو او زیاته کړې وه هیڅ توقع نه لري چې حکومت به په دې اړه شفاف تحقیقات وکړي.

په هغه جنازه کې هم د شمالي ټلوالي مهم مشرانو ګډون کړی وو خو د ۳ چاودنو سربېره مهم چارواکي خوندي ووتل او په لسګونو د ټیټي رتبې چارواکي او عام خلک ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x