د حکومت مشران؛ د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر له لوري تر توافق وروسته

ډاکټر عبدالله: د ګډحکومت تجربه به بیا تکراره نشي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله چې امریکا ته په رسمي سفر تللی دی، هلته یې د افغانانو سره په یوې غونډې کې ویلي چې په کال ۲۰۱۴ کې د ملي وحدت په نامه «ګډحکومت» جوړول یوه مجبوري وه چې په راتلونکي کې به تکرار نه شي.

نوموړي وویل پارلماني او ولسمشریزي ټاکنې به پر وخت تر سره شي او په هغو کې به بیا دداسی ګډ حکومت جوړېدو ستونزه نه را منځته کیږي، ځکه چې هغه انتخابات به پاک او شفاف تر سره کیږي.

نوموړي د خپل اوسني حکومت د جوړښت څخه په دفاع کې وویل دغه حکومت په داسي وخت کې جوړ شو چې هیواد د سترو چلینجونو سره مخ وو او بله چاره نه وه.

عبدالله وویل چې په کال ۲۰۱۴ کې افغان ځواکونو ته د امنیت مسؤولیت سپارل، اقتصادي مسؤولیتونه او همداسي د پخواني حکومت څخه نوي حکومت ته واک سپارل دا ټول هغه ستر چلینجونه وه چې د ګډحکومت چارواکي د یوه جنجالي انتخاباتو وروسته ورسره مخ شول.

اجرائیه رئیس ومنل چې په اوس وخت کې تر ټولو ستر ګواښ د امنیت دی خو د افغانستان ولس سولې او امنیت ته هیله من دی.

د نوموړي په وینا پارلماني ټاکنې به په راتلونکي کال ۲۰۱۸ کې تر سره شي او ولسمشریزي ټاکني به په کال ۲۰۱۹ کې تر سره شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اوسنی حکومت چې د ملي وحدت په نامه یادیږي، د جان کیري په وساطت د ډاکټر عبدالله او اشرف غني د ډلو تر منځ په توافق را منځته شو. دواړو ډلو دعوه لرله چې په تکراري ټاکنو کې درغلي شوې ده او ټاکنې یې ګټلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د