افغانستان

هرات: د چاپې پر مهال ۴ امريکايي او ۳ سپيشل فورس عسکر وژل شوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷لړم، ۱۳۹۶): د هرات ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کې د چاپې پرمهال امريکايي او افغان سپيشل فورس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، ګډو ځواکونو غوښتل د يادې ولسوالۍ د قلعه کمال سيمه کې د طالبانو پر هغه اطاق چاپه وکړي، په کومه کې چې دوی اوسېدل، خو په وينا يې چې طالبانو مخکې له چاپې ياد اطاق کې ماينونه او نور منفجره توکي ځای پرځای کړي و.

نوموړی زياتوي، کله چې دغې اطاق ته امريکايي او سپيشل فورس عسکر داخل شوي، د دوی د پلويانو له لوري ورباندې چاودنې شوي، چې پر مهال يې څلور امریکايي او درې سپيشل فورس عسکر وژل شوي دي.

عيني شاهدان وايي، د چاودنې په ځای کې يې د وژل شويو عسکرو د جسدونو غوښې او وينې ليدلي دي.

د دغه ولايت سيمه ييزو چارواکو پېښه تاييد کړې، خو ګډو ځواکونو ته د تلفاتو اوښتو په اړه يې بې خبري ښودلې ده.

تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

په داسې حال کې طالبان ګډو ځواکونو ته د تلفاتو اوښتو خبر ورکوي، چې څو ورځې مخکې يې هم ادعا وکړه چې د يادې ولسوالۍ د زيرکوه په سيمه کې يې د چاپې پر مهال څلور امريکايي عسکر وژلي او ګڼو نورو ګډو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د ټرمپ د نوې ستراتيژې له اعلان وروسته د بهرنيو ځواکونو پوځي شپني عمليات زيات شوي، چې په ترڅ کې هغوی ته د زياتې مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه هم ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x