
زابل: ترافيکي پيښه کې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسيا: زابل ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې، دغه ولايت کې د يو ۳۰۳ ډوله سرويس او کاسټر موټر تر منځ د ټکر له امله اته کسان مړه او ۲۷ ټپيان دي.
د زابل ولايت د امنيه قومندان مل پاسوال جنرال غلام سخي روغ ليونی د پېښې پخلی کوي او زياتوي چې، داپيښه نن سهار شاوخوا اته بجې د دې ولايت په شهر صفا ولسوالۍ فولادګي سيمه کې رامنځته شوې ده.
بل پلو د شهر صفا ولسوال عبدالخالق ايوبي وايي چې، په دې پيښه کې ۱۶ کسان وژل شوي او تر شلو زيات ټپيان دي. چارواکي وايي چې، مړي او تپيان يې د زابل مرکز قلات روغتون ته وړي دي