ورزش

بي پي ایل: د نبي او راشد خان لوبډلې پرلپسې څلورمه بریا

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۶ل): د بنګلادیش غوره لیګ سیالیو کې د راشدخان او نبي لوبډلې کومیلاویکټورینز د رانګپور رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

که څه هم په ننۍ لوبه کې نبي ونه لوبید او پر ځای یې تمیم اقبال لوبډلمشري وکړه، خو بیا هم د راشد خان خورا ښه توپ اچونه وکړه او پر مټ یې کومیلا ویکټورینز لوبه وګټله.

نننۍ لوبه کې پچه رانګپور رایډرز وګټله او لومړی یې کومیلاویکټورینز د توپوهنې بلنه ورکړه. د کومیلا لخوا په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۳ منډې جوړې شوې، ددوی لخوا ښه توپ وهنه امرئ القیس وکړه چې د ۲ شپږیزو او ۴ څلوریزو په وهلو سره په ۳۲ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې.

د رانګپور رایډرز لخوا دوه سترو لوبغاړو کرس ګیل او بریډن میکلم پیل وکړ، خو د راشد خان د پیاوړې توپ اچونې پر مټ دوی ونه توانیدل چې زیاتې منډې جوړې کړي.
راشد خان په خپل لومړي اور کې کریس ګیل او پریرا وسوځول او د رانګپور رایډرز ملا یې ماته کړه.
رانګپور رایډرز په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ټولې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او کومیلا ویکټورینز ته یې لوبه وبایلله.

راشد خان د نورو لوبو په څېر نن هم وځلېد، په ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او ۲ مهم لوبغاړي یې وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x