ورزش

راتلونکی کال شپږیزه د کابل پر ځای متحده عربي اماراتو کې کیږي

 نن ټکی اسیا (یکشنبه ۲۸م لړم ۱۳۹۶) د افغانستان کورني لیګ سیالۍ راتلونکی پړاو به د کابل پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

 د افغانستان کرکټ بورډ ادارې خبر ورکړ د شپږیزې راتلونکې کال پړاو به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، چې په کې به د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ له افغانستان څخه ۹۰ لوبغاړو ته د لوبیدو چانس وي.

 له دې وړاندې د کرکټ ځینو لوبغاړو خبر ورکړی و چې د نوي لوبغاړو راتلونکي ته په کتلو سره کرکټ بورډ ته پکار دي چې داخلي لوبو ته توجه وکړي څو د کرکټ راتلونکی په افغانستان کې روښانه شي او نوي کدرونه به رابرسیره شي، که داسې ونشي ډیر زر به د افغانستان کرکټ له زوال سره مخ شي.

 د کرکټ بورډ اجرائیوې رئیس شفیق الله ستانکزي په یوه خبري کانفرنس کې ویلي دي، د شپږیزې غوره لیګ سیالۍ به د نورو کالونو په څیر بدل وي، او د هیڅ بهرني کرکټ لیګ پرتله کمی به په کې نه وي.

 د شپږیزې تیر پنځه پړاونه په کابل کې د کورني او بهرني لوبغاړو په ګډون تر سره شوي، چې په کې د پاکستان، زمبابوی، جنوبي افریقا، سري لنکا، بنګلدیش، متحده عربي اماراتو، عمان او ځینو نورو هیوادونو لوبغاړو ګډون کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x