نظــر

دا ځمکني داړه ماران!!

د امریکا او ناټو په پيسو پړسیدلی اردو او بې ضمیره پولیس پرته له دې چې انساني او افغاني ارزښتونه په نظر کې ونیسي په هر ډول اخلاقي جرمونو وردانګي او چې وس ئې وشي نو د خلکو په عزتونو لوبي کوي، په کندهار کې د یوې مسلمانې افغانې خور مینې انتظار په کور د شپې دولس بجې د کابل اداری داړه ماري اردو هجوم وروړي او د نوموړی خورکۍ د بې عزته کولو هڅه ئې کړی ده.

مينه وايي : تېره شپه ۱۲:۳۰ په خپل کور کې ويده وه، د کندهار ښار د اتمې حوزې د پوليسو د امنيتي حوزې آمر عبدالودود سرحدي “جوجو” سره له ۷ پوليسو يې کور ته ور واوښتل؛ دا او د کور نورې ښځې يې له لاسه کشولې او غوښتل يې چې، له ځان سره يې پوستې ته په زور بوځي!! اوس نو تاسو فکر وکړۍ چې داسې یو څوک چې ځانته د ملت ساتونکي او د خلکو د ناموس مدافعین وايي په کومو سترګو او په کوم دلیل داسي یوه غیر اخلاقي او غیر انساني کار ته لاس اچوي؟!! هو موږ پوهیږو چې د اردو او پولیسو تر نامه لاندې روزل شوي ایمان پلورونکي زموږ د د دین، ناموس او خاوری دښمنان دي، دا لومړی ځل نه دي چې د کابل د ګوډاګۍ اداري امنیت خیل د یوې مسلمانې خور د عزت د لوټلو هڅه کوي بلکي دوی په وار وار مخکې هم داسي جرایم ترسره کړي دي او چا يي پوښتنه هم نه ده کړی، افغان مسلمان اولس اوس د داسي داړه مارو په پنجو کې راګیر دی چې په تیرو هغو پسی ارمان کوي!!

کله چې د یوه هیواد عسکر او پولیس د هغه هیواد د خلکو د سر او مال داسي دښمنان جوړ شي نو تر دی به بله لویه بدبختي څه وي؟! د امریکايي ډیموکراسۍ په راتګ سره دلته د زرګونو خویندو عزتونه په داسي ډول لوټ شول چې درستې نړۍ يي په خاموشۍ سره ننداره کوله او کوي يي، غربي رسنۍ چې کله يي د  هلمند سپوږمۍ  نه د نړۍ ډراماتیکه اتله جوړه کړي وي او کله بیا د کندوز په اشرف المدارس کې د اسلامي علومو په زده کړو بوختو مسلمانو باعفته او غیرتي خویندو میندو پسي ډول ډول الزامونه لګوی ولی بیا په داسي مواردو کې ویروونکي او مجرمانه خاموشي غوره کوي؟!
 دا دریالس کاله وشول چې هره شپه د اردو، اربکیانو او پولیسو له کومې پوستې نه یا د یوې افغانې خورکۍ او یا هم د یوه کوچني افغان ورور زړه بوږنونکي سوی کړيکي پورته کیږي، خو بیرته بیا د ډیموکراسۍ د پلویانو په کړسنده خنداګانو کې ورکی شي!! له بامیانو، کندوز، هملند، کندهار، فراه، فاریاب، هرات، کابل، سرپل او نورو ولایاتو نه په کراتو کراتو داسي راپورونه خپاره شوي دي چې د کابل عسکرو او پولیسو د کومې بې ګناه افغانې خور عزتونه لوټلي وي او وروسته پرې خاموشی غوره شوی ده، هو دا ځمکني داړه ماران دي چې د خپلو صلیبي بادارانو په مرسته او همکارۍ دا ډول بشر ضد جنایات ترسره کوي، مرګ پر هغه ایمان پلورونکو رسنیو چې د ګوډاګۍ ادارۍ د امنیت خیلو په وحشي جرایمو پرده اچوي او نه غواړي چې افغان ولس او نړیوال ترې خبر شي.

خو په پښتو کې یو متل دي چې د ظلم کاسه نسکوره ده، ان شاءالله د افغانانو د عزت او ناموس دښمنان به یوه ورځ ضرور د افغان مجاهد ولس د انتقام په لمبو کې سوځي، بیشکه الله ج هر انسان ته د هغه  د ظلم او ستم لپاره یو څه وخت صبر کوي او په پای کې يي د ذلت یوې داسي کندی ته ورټيل وهي چې په دنیا او اخرت د هلاکت سره مخ شي.

فاتح کاروان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x