ورزش

کرکټ: له عربي اماراتو سره د سیالۍ لپاره ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۸مه ۱۳۹۶ل): له متحده عربي اماراتو سره د انټر کانټینټل یوې څلور ورځنۍ سیالۍ لپاره د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري ۱۴ کسیزه لوبډله د یوې خبري ناستې پر مهال اعلان کړه.

دغه سیالۍ به د روانې (نومبر) میاشتې له ۲۹مې نیټې څخه شروع کیږي، او د دیسمبر تر دویمې نیټې پورې به په عربي متحده اماراتو کې تر سره شي.

د لوبډلې مشري اصغر ستانکزی کوي، په لوبډله کې نور علي ځدران، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، ناصر جمال، افسر خان ځاځی، محمد نبي عیسی خېل، راشد خان ارمان، ظاهر خان پکتین، شرف الدین اشرف، دولت ځدران او محمد یمین احمدزی ګډون لري، همدا رنګه فرید احمد ملک، منیر احمد او امیر حمزه هوتک د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

افغانستان په یاد جام کې تر دې دمه په ۱۰۱ نمبرو درلودلو سره لومړی مقام لري، که چیرې افغانستان له ګټلو پرته دغه لوبه مساوي هم کړي نو بیا به هم د انټر کانټینیټل جام پخپل نوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x