نظــر

د ایران او سعودي ترمنځه سوړ جنګ د بدتر کېدو په حال کې

د دوه ؤ پخوانیو رقیبانو، ایران او سعودي تر منځه په منځني ختیځ کې کړکېچ مخ په زیاتېدو دی چې اکثره تحلیل ګر یې د جیو ستراتیژیک خطر د ډېروالي له امله سوړ جنګ بولي.

پداسې حال کې چې دغو دواړو قوتونو په سیمه کې د نفوذ په خاطر له یو بل سره ډېرې پټې جګړې وکړې، خو دغو اوسنیو انکشافاتو دا پټ جنګ په یوه ښکاره جنګ بدل کړی دی.  

syrian demolish
Figure 1 د نظام پوځیان د ګزمې په حال کې

موږ د یوه داسې څه د لیدلو په حال کې یو چې ساړه جنګ ته ورته دی. زه فکر کوم په راتلونکو کلونو کې به دا شخړې او جنګونه نور هم ډېر شي. توربجورن سولډوټ په میپل کروفټ کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو تحلیلګر CNBCته په یوې تلیفوني مرکې کې دا څرګندونې وکړي.
هغه د دلیل په توګه د ایران او د نړۍ د شپږو قوتونو ترمنځه د ایران په هستوي پروګرام باندې د توافق یادونه وکړه چې د پالیسۍ په تغیر او تبدیل کې د بې ثباتۍ یو بالقوه فکتور باله شي.

امریکا په سنتي ډول په سیمه کې د سعودي امنیت تضمین کړی دی. دغه کار د نورو قوتونو، په ځانګړې توګه د ایران پر ضد یو عمل بلل کېږي. خو اوس چې کله د ایران او امریکا تر منځه د خبرو دروازې خلاصې شوي دي دغه وېره نه محسوسیږي.

او که چیرې ایران د امریکا له څارنې څخه خلاصون ومونده نو ایران به په سیمه کې د خپلې خارجي پالیسۍ په اړه ډېر فعال شي.

سولډوټ وایي، ددې وېره شته چې ایران به په سیمه کې د خپلو نیابتي جګړو په اړه چې په ځانګړې توګه په سوریه او لبنان کې روانې دي لاډېر متوجه شي.  

نیابتي جګړې

الفیصل وایي: د خلیج هېوادونه باید له ایران سره په خبرو اترو کې دخیل شي. ترکي الفیصل چې له سي این بي سي تلویزیون سره مرکه کوله له یوه اتومي ایران څخه یې وېره څرګنده کړه او په عین حال کې په سیمه کې یې د سولې او ثبات لپاره هیله وښوودله.

د ایران او سعودي ترمنځه دغه روان کشمکش په منځني ختیځ کې د ډېرو جنګونو او جګړو د رامنځته کېدو لامل شوی دی او لا کېږي. اسلام الطیب د منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو کارپوه وایي، که چیرې د ایران او سعودي ترمنځه دغه نیابتي جګړې، خصوصاً په سوریه کې حل نشي، نو وضعیت به په یاد شوي هېواد او ټول منځني ختیځ کې بدتره شي.

پداسې حال کې چې په سوریه کې د جګړې اوربل دی ایران او سعودي د سوریې دواړه مخالفې ډلې د یو بل پر ضد مسلح کوي. ایران خپل ملګری بشار الاسد حمایه کوي او سعودي د بشار پر ضد اسلامي جنګیالي.

سولډوټ وایي؛ په سوریه کې ددغو هېوادونو ګټې ډېرې او لوړې دي. د بشار چپه کېدل به په لبنان کې له حزب الله څخه د ایران ملاتړ کمزوری کړي.

د سوریې جګړه به په ګاونډي لبنان کې تر لسیزو پورې کورنی جنګ تود وساتي. حزب الله چې یو شیعه تنظیم دی او د ایران له لوري یې حمایت کېږي، بې له شکه او تردیده په سوریه کې د خپل حلیف بشارالاسد حمایت کوي. ددوی دا کار ددې سبب شوی دی چې په لبنان کې د سني او شیعه ترمنځه ډېر لوی درزونه پیدا شوي دي او یو له بله لرې شوي دي.

پداسې حال کې چې ایران په لبنان کې د خپل حلیف حزب الله له لارې فعال دی سعودي هلته ډېر لږ او محدود فعالیت لري. مګر راپورته کېدونکی جنګ او شخړې دواړه لوري کشمکش او جنجال ته ورټېل وهي.

 تېر دسمبر چې کله د لبنان یو سیاسي شخصیت محمد شاتة چې د سعودي طرفدار ګڼل کېده د نامعلومو وسلوالو له لوري په قتل ورسېد، نو سعودي د لبنان پوځ ته د 3 بلیونه ډالرو مرستې وعده ورکړه. د دواړو هېوادونو ترمنځه دغې سیالې د عراق وضعیت هم بدتر کړی دی. له جنګ وروسته عراق چې له ایران سره همغږی دی له سعودي عرب سره په پوله نږدې پروت دی.

پداسې حال کې چې سعودي په عراق کې سني قبایل د شیعه دولت پر ضد باندې پاڅون ته هڅوي تر څو په عراق کې د ایران نفوذ محدود کړي – دغه کار عراق طبقاتي او فرقه اي جنګونو په لور په مخه کړی.

د ایران راپورته کېدل؟

پداسې حال کې چې د ایران سیاسي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی، بندیز وهلی اقتصاد یې لا هم ثابت ندی. د ایران اقتصاد د هغو بندیزونو له امله چې په نوموړي هېواد په 2012 کال کې د اروپایي اتحادیې او امریکا له لوري ولګېدل، د فشار لاندې دی.  پداسې حال کې چې  دغو هېوادونو ته د ایران د تېلو صادرات بند شول او په همدې اساس عایدات یې هم را کم شول، د ایران په بانکونو باندې بندیزونو نوموړی دولت له نورو هېوادونو د قرضې او پور له اخیستلو هم راوګرځاوه او نشي کولای چې پور واخلي.

د نړیوال بانک په حواله، له کله نه چې په ایران باندې په 2012 کال کې بندیزونه ولګېدل په دغه هېواد کې انفلاسیون خپل اوج ته رسېدلی. دا پدې معنی چې په ایران کې په ځانګړې توګه د منځنۍ طبقې لپاره ورځنی ژوند ډېر سخته شوی دی او په دراماتیک ډول یې تغیر کړی دی.

وړم کال د جون په میاشت کې حسن روحاني په همدې موخه اولسمشر وټاکل شو چې د ایران اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي. اوس، د نړیوال بانک له لوري چې کوم اقتصادي معلومات ورکول کېږي، ښیي چې نوموړی هېواد اوس بېرته د ترمیم او ښه کېدو په لوري روان دی.

پداسې حال کې چې تېر دوه کاله ایران له رکود سره مخ وه، داسې باور کېږي چې په 2014 کال کې د ایران ناخالص داخلي تولید به 1 فیصد لوړ شي. همدا رقم به په 2015 کې 1.8 فیصده لوړ شي او په 2016 کې به 2.0 فیصده لوړ شي.

پداسې حال کې چې دا د ایران لپاره یو ښه زیری دی خو د سعودي لپاره سرخوږی دی، دا ځکه چې سعودي دا دومره کلونه د خپل سیالانو له ضعیف اقتصادي وضعیت څخه پوره ګټه اخستله.

الطیب په آخر کې سي ان بي سي ته وویل؛ د خلیجي هېوادونو شخړې او جنګونه باید د ایران او امریکا ترمنځه د نېکو روابطو د رامنځته کېدو په خاطر له پامه ونه غورځول شي.

لیکوال: عبد البصیر عتیقزی، کالم: امت، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x