نړۍ

کوټه: د پوځیانو ستره چاپه روانه ده

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): نن له سهار وختي راهیسي د کوټې ښار په مغل اباد او پښتون اباد ځینو سیمو کې د پوځ له خوا چاپه اچول شوې، ټولې کوڅې او لاري تړل شوي دي.

د سیمې څخه د نن ټکی اسیا همکار وايي چې د هر کوڅې او لاري په سر کې خپله پوځیان ولاړ وي، هر تلونکی او را تلونکی کس تالاښی کوي او د کارډونو پوښتنه ځیني کوي.

نوموړي وویل چې د ښار پورته سیمه چې اکثره پښتانه او افغانان په کښي اوسیږي، د چاپې تر پوښښ لاندي ده، د خوشحال روډ څخه بیا تر مغل اباد پوري، بیا پورته د میټا چوک په شمول په ځینو سیمو کې پوځیان خپاره شوي دي.

نوموړی وویل چې په همدې برابرۍ کې د شمال څخه تر جنوبه قریب ټول سیمه یې نیولی ده.

یو بل عیني شاهد هم نن ټکی اسیا ته دغه خبر تایید کړ او وې ویل چې ډېر زیات پوځیان نن سهار وختي د چارو باوړۍ سره پر مانده د میټا چوک خواته ور وختل، او زیاته یې کړه چې غالبا به چاپه یوازي د مغل اباد په سیمه کې وي خو دی شخصا د نورو سیمو په اړه معلومات نه لري.

باید وویل شي چې څو میاشتي تر مخه هم پاکستاني پوځیانو د کوټې په پښتون میشتو سیمو کې ورته لويی چاپې اچولې وې، ټول کچلاک، عالمو چوک، نوی کلی، چالو باوړی، کاکړ کالوني، اسحاق اباد، مشرقي بای پاس او نوري ډیرې سیمې يې تر پوښښ لاندي نیولي وي.

هغه وخت ویل کیدل چې په چاپه کې د افغانستان استخبارات هم ورسره مل وه او د موټر تر تورو شیشو شاته به یې د خلګو پيژند ګلوي کوله.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر دغو سیمو باندي پوځ ولي چاپه اچولې خو په دغه سمیه کې اکثره هغه پښتانه او افغانان اوسیږي چې د پاکستان تابعیت «شناختي کارډ» لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
salam

دا اخری جملی شه نه معلومیژی تاسو ولی داسی نشرات کوی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x