افغانستان

هلمند: ګډو ځواکونو د طالبانو زندان مات کړی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶):د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندان باندي خارجي او داخلي عسکرو تېره شپه چاپه اچولې.

د چاپې په مهال ګډو ځواکونو د طالبانو له زندان نه شاوخوا ۴۱ تنه بنديان آزاد کړي.

طالبانو د پېښي پخلی کړی او مني چې د نوازد په مرکز کې د دوی هغه زندان مات شوی چې جنايي بنديان يې په کې ساتل.

طالب ویندوی قاري يوسف احمدي وايي : د خوشي شويو ټولو جنايي بنديانو دوسيې د محاکمو تر څېړني لاندي وې.

ښاغلی احمدي زياتوي چې د نوازد د مرکزي زندان امنيت ته دوی خاص پاملرنه نه وه کړې او لامل يې همدا وو چې دلته يې یوازي او يوازي جنايي بنديان ساتل.

دولتي چارواکي مني چې د نوزاد په مرکز کې يې د طالبانو له زندان نه لسګونه بنديان ازاد کړي خو دا يې نه دي ويلي چې ازاد شوي بنديان څوک دي او ولي طالبانو نیولي وو؟

د نوزاد يو تن اوسېدونکي رحيم الله نن ټکي اسیا ته ويلي چې طالبانو د نوازد په محبس کې زموږ د کلي ۶ تنه هغه ځوانان بنديان کړي وو چې اوسېدونکي يې له غلا او نورو ناوړه کارونو کړېدل.

وړاندي هم څو ځله داخلي او خارجي عسکرو په هلمند کې د طالبانو زندانونه مات کړي چې ډېر ځله يې جنايي بنديانو ته د خلاصون ور پرانیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x