نظــر

امریکا له افغانستانه وځي که دخپلې جګړې شکل بدلوي؟

پدې کې نور شک ندی پاتې چې امريکا په افغانستان کې په پوځي ډکر کې ماتې خوړلې او لدې خاورې به خپل پوځونه باسي،خو يو بل حقيقت هم دهېرولو ندی او هغه داچې په تېره يوه پيړۍ کې چې دغربيانو لخوا څومره اسلامي هېوادونه اشغال شوي او بيا په ظاهره ترې آزادشوي دي دهغو په يوه کې هم بيا اسلامي نظام ندی قائم شوی، او داځکه چې غربيانو هلته دومره بچوړي وېستلي وي چې هغوئ تر اصلي غربيانو ډېر (غربيان) او داسلامي شريعت دپلي کېدلوسر سخته مخالفين وي، او په هيڅ ډول نه پرېږدي چې اسلام دې بياپه دغو هيوادونو کې حاکم شي.

ددغو هيوادونو اوسنی سياسي، اجتماعي او نظامي وضعيت دا ښئي چې غربيانو دغه هيوادونه پرې ايښي ندي بلکه يواځې يې هلته دخپل حضور شکل بدل کړی او لنډمهالې پوځي جګړې يې په دائمي سياسي،فکري او بالواسطه نظامي تسخير اړولې دي.

غرب په افغانستان کې هم دهمدې تجربې تکرارول غواړي،او دهمدې کار لپاره یې پراخه آماده ګي نيولې ده،خو دافغاني مجاهدينو مشکل داوي چې له دښمن سره يې په مقابله کې توجه يوازې دپوځي جګړې لوري ته وي،او له پوځي جګړې نه د وروسته مرحلې او ددښمن دناپوځي جګړې دمقابلې لپاره یې آماده ګي او تدابير نه وي،نو ځکه خو تقريبا هر ځل تر آزادۍ وروسته داسې یو دولت او نظام منځته راشي دجهاد اهداف او دملت ارمانونه ورکې نه وي تمثيل شوي.    

داسې ښکاري چې اوس امریکا هم دلاندې عواملو له امله  له افغانستانه خپل پوځیان وباسي،خو خپله جګړه دلته په پوځي او نا پوځي دواړو شکلونو کې دوامداره پریښودل غواړي چې د امريکا ملګري به پرمخ بيايي او قومانده او تمويل به غرب پر غاړه اخلي،او دا کار به ځکه کوي چې امريکا پدې سيمه کې داوږدې مودې اهداف لري هغه چې دمستقيم اشغال په شکل کې حاصل نه شول.

امريکا ولې خپل پوځونه باسي؟

امریکا دلاندې دلائلو له امله خپل پوځونه دجګړې له ميدانه وباسي:

۱-امریکایي پوځ دلته خپله جګړه بایللې ده،او دجګړې په ډګر کې یې نور پاتې کیدل ددې سبب ګرځي چې امریکايي پوځ او امریکایي جنګي تکنالوژي په نړۍ کې خپل ګټلی هیبت او برلاسی له لاسه ورکړي، چې پدې کار سره به امریکا په نړۍ کې دخپل پوځي تفوق له امیتاز څخه دتل لپاره محرومیږي.

۲-امریکا غوښتل دجنګ له لارې افغانستان او عراق تسخیر کړي،او بیا دمنځنۍ آسیا او منځني ختیځ دنفتو پر دولت داسې صنعتي او تجارتي کنترول حاصل کړی چې دټولې نړۍ خلک دتیلو په اخیستلو کې امریکاته محتاج  او دهغې دشرطونو منونکي وي،او دتيلو پر منابعو دتسلط له لارې روسیه، چین،اروپا او نوره نړۍ تر خپل فشار لاندې ونیسي.

امریکا د افغانستان او عراق او بیا ورپسې دایران نیول ځکه شوني ګڼلي ول چې دامریکا په مقابل کې هیڅوک له دغو دولتونو سره نه دریدل،او نه یې ددوئ لپاره دیوازیني زبرځواک ( امریکا ) دښمنې پرغاړه اخیسته.

خو اوس چې په افغانستان او عراق دواړو کې دامریکا دغه ستر پلان دیوې نامتوقع جګړې او دمجاهدینو د نه ستومانه کیدونکي جهاد په نتیجه کې له ماتې سره مخ شو،نو امریکا نور پدې پلان اضافي مصرف نه کوي،او همدا علت ؤ چې عراق یې پریښود،دافغانستان دحکومت پوځ ته یې درنې وسلې، ټانګونه، هوایي او هوایې مدافع وسلې او وسائل ورنه کړل.بلکه ددې نظام د بقا لپاره یې هیڅ مالي تضمین ته هم زړه ښه نه کړ. دا چې  نور امريکا خپلو اقتصادي اهدافو ته د اوس لپاره دجګړې له لارې نه رسیږي ځکه خو نور په افغانستان کې نه پوځي او نه هم ملکي ادارې تقویه کوي.

۳ –د امریکا دواړو ګوندونو جمهوریت پلوو (دبوش ډلې) او دیموکراتانو( د اوباما ډلې) دواړو په افغانستان کې دامریکا جګړه روانه وساتله،او دامریکایي ولس له مالیاتو څخه یې ښه ډیر ډالر پدې جګړه ولګول،خو اوس دغه داوړه ګوندونه له دې جګړې څخه داسې څه په لاس کې نه لري چې امریکایی ولس ته یې دخپلو دیارلس کلونو دجګړي او درنو مصارفو دلاسته راوړنې په حیث وړاندې کړي.

هغه مقاصد او مبررات چې دې دواړو ګوندونو ددې جګړې لپاره لرل یو یی هم تر سره نه شول،دمثال په ډول :

نه په افغانستان کی غربي ډیموکراسي حاکمه شوه.

نه په دې وطن کې یو مستحکم غرب پلوی حکومت جوړ شو.

نه د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا څخه دهند سمندر ته هغه دتیلو پایپ لاین تیر شو چې ټول غرب ورته په بې صبرۍ انتظار باسي.

نه طالبان له منځه لاړل،نه یې نظریه ختمه شوه،او نه یې پوځي او بشري ځواک کمزوری شو.

القاعده هم ختمه نه شوه،بلکه درهبر له شهادته وروسته یې دنړۍ په نورو سیمو لکه عراق،یمن،مصر،تونس، لیبیا،الجزائر، صومال،مالي،سوریه، پاکستان او نورو هیوادونو کې نوره  هم  زوروره شوه،او د مجاهدینو  شمیر یې له سلګونو  څخه  سلګونو زرو ته ورسید،پراخې سیمې او ښه  ډیر  پوځي  وسائل او مادي  امکانات  په  لاس ورغلل.

همدارنګه د چین،روسيې اوایران دمهارولو ارمان یې هم ترسره نشو،نو ځکه خو اوس امریکایي رهبران خپل ولس ته د دې جګړې د دوام لپاره هیڅ دلیل نه لري.

۴ – امریکا که په تیرې پیړۍ کې پر خپلو او دخپلو ملګرو  پر جګړو مصارف کول نو په هغه وخت کې یې یوستر هدف درلود او هغه دشوروي اتحاد دپراختیاغوښتنې مخنیوی وو چې باید په هر قیمت تر سره شوی وای.خو نن امریکا د داسې چا په مقابل کې پر جګړه درانه مصارف کوي چې اصلاً نه د پراختیا غوښتنې اجنډا لري،او نه هم د دې کار لپاره د شوروي اتحاد په څیر پوځي او مالي توانایي،نو ځکه خو امریکا نور نه غواړي خپل پوځ او ولس د داسې چا په خلاف په اوږدې جګړې کې مصروف وساتي چې داروپا او امریکا لپاره کوم خطر نشي پيښولی.

۵ – دافغانستان هغه اداره چې امریکا ورباندې مصرف کوي په فساد کې دومره غرقه ده چې په هيڅ صورت نشي کولی داوږدې مودې لپاره خپله بقا تضمين کړي.هغه حکومت چې هره ورځ دویجاړیدلو او داخلي اختلافاتو پر لور روان وي او خپل ځان نشي ساتلی نو امریکا ته به څه اقتصادي،سیاسي او پوځي خدمت ترسره کړي؟

دهمدغو او نورو عواملو له امله امریکا غواړي خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي،او نور پر یوې لاحاصله او بایللې جګړې دخپل هغه ولس مال ونه لګوي چې لا له وړاندې له اقتصادی رکود او مالي بحران سره مخ دی.د دې جګړې دوام به امریکا دشوروي اتحاد له سرنوشت سره مخ کړي.

امریکا نور ددې جګړې اقتصادي توان نه لري،که طالبان جګړه وکړي اوکه یې ونه کړي امریکا به خپل پوځونه لدې خاورې وباسي.

خوديوې لنډې مودې لپاره ښايي امريکا دکابل د ادارې پر اردو يوڅه نور مصرف هم وکړي،خو داچې امریکایان دې نتیجې ته رسیدلي چې دغه اردو يوه بيسواده،بې تخصصه،بې انګیزې او تر ډیره حده پر قومي ګرایشاتو ولاړه اردو ده،او دملیاردونو ډالرو په مصرف هم دمسلکي توب پر لاره روانه نشوه،نو ځکه خو هغوئ اوس پر دې اردو د ډېرو مصارفو کول دخپل مال ضائع کیدل بولي،او هڅه کوي د اردو په نسبت هغو مليشو او اربکیو ته خپل پام ورواړوي چې په آني ډول د دوئ دمقاصدو د تحقق لپاره دهر ډول جنایاتو ترسره کولو ته زړه ښه کوي.دغه مليشې نه باسواده کولو ته ضرورت لري،نه ټکنالوژي کاروي، نه د پوځي دسپلین په مراعات کولو مکلف دي،او نه هم د اردو په څیر درنو مصارفو او پوځي تسهیلاتو ته ضرورت لري.

له بل لوري همدغه اربکیان په بیلا بیلو ځایونو کې د سیاسي،تنظیمي او قومي جهتونو له لوري د امریکایانو په اختیار کې ورکول کیږي چې هم ورباندې سمدستي د امریکایانو توجه ځانته راواړوي،او هم به له دغو ملیشو څخه دسبا ورځې لپاره دخپل محلي مسلح ځواک په حیث استفاده وکړي،او خپل مصالح به ورباندې حمایه کړي.

امریکایان ښایې دکابل په اداره کې دمطرحو جهتونو په ملاتړ  د اربکیو پروژه په راتلونکي کې نور هم د یوې مودې لپاره په تیزی وغځوي،ترڅو دهغوئ د وحشیانه فعالیتونو او له هغوئ څخه دمقابل لوري دانتقام اخیستونکو دعکس العملونو له لارې جنګ په افغاني ټولنه کې ښه خپور کړي،او پدې ډول له خپلو وتلو وروسته افغاني ټولنه له استقرار څخه نوره هم محرومه او په داخلي جګړو کې ښکیل کړي.

امریکا ولې په افغانستان کې په محلي ډول جګړه دوامداره ساتي؟

امریکا دلاندې دلائلو له مخې په افغانستان کې دطالبانو په مقابل کې دافغانانو په لاس جګړه دوامداره ساتل غواړي:

۱ – ددې لپاره چې په افغانستان کې بیا یو اسلامي حکومت جوړ او شریعت تطبیق نشي.

داسلامي امارت په وخت کې افغانستان دزمکې پرمخ یوازینی دولت وو چې شریعت ورکې تطبیق شوی وو او په سیاسي او تقنیني لحاظ دغرب پر معیارونو روان نه وو.

همدا اوس هم په ټوله دنیا کې یو دولت او نظام داسې نشته چې په سیاسي،نظامي،اقتصادي او تقنیني لحاظ دې دغرب پر معیارونو نه چلیږي.

طالبان چې خپل سیاست،نظام،اقتصاد،قوانین او دټولنې دتنظيمولو لپاره هرڅه داسلام مطابق غواړي،او پدې لاره کې له چا سره جوړجاړی نه کوي، نو طبیعي ده چې غرب به یې په خلاف جګړه روانه ساتي، تر څو ونه کولی شی استقرار پیدا کړي، او داسې یو نظام جوړ کړ ي چې دنړیوالو پرکفري معیارونو نه بلکه داسلام پر معیارونو ولاړ وي.

که چیري دغه ډول یو نظام رامنځته کیږي نو هغه به په اسلامي نړۍ کې دنورو مسلمانانو لپاره چې همدا اوس  هم  له  خپلو سیکولرو حکومتونو په تنګ دي دیوې نمونې او ماډل حیثیت ولري،او دا به  هم  خلکو ته  ورتلقین کړي چې د ریښتني بدلون یوازینۍ لار رښتیا هم یوازې جهاد دی.غرب په هیڅ ډول نه پریږدي چې دغه  ډول یو مثال او ماډل دې په نړۍ کې قائم شي .

۲ – ددې لپاره چې دامریکا لخوارامنځته شوی وضعیت او دهغې لاسته راوړنې دلته دوام وکړي.امریکا په تیرو درېو لسیزیو کې او په خاص ډول دافغانستان تر اشغالولو وروسته پر افغانانو ډیر مصارف کړي چې په نتیجه کې اوسنی سیاسي،نظامي او فکري وضعیت رامنځته شوی دی.امریکا او ملګرو یې دلته په لسګونو سیاسي احزاب جوړ کړي،داسي یو اساسي قانون یې جوړ کړی چې دغرب لپاره ترهر څه مهم دی،او د هر ډول مذاکراتو لپاره دهغه منل او په هغه کې تغیير نه راوستل اساسي شرط ګڼي،ځکه چې په هغه کې دغرب ټولې غوښتنې او ارمانونه نغښتل شوي دي.

امریکا دلته سیاسي او پوځي جوړښتونه جوړ کړي دي او په زرګونو خپل پلویان یې په هغو کې ځای پرځای کړي دي.همدارنګه یې په سلګونو سیاسي او مدني ټولنې،مؤسسې او تشکیلات رامنځته کړي دي.په لسګونو راډیويي او تلویزوني سټیشنونه یې جوړ کړي،اوپه سلګونو چاپي مطبوعات یې رامنځته کړي دي چې دغرب او دهغه دملګرو په ګټه دخلکو ذهن سازۍ او دغرب دلنډمهالو او اوږدمهالو پلانو دتطبیق لپاره زمینه سازۍ کوي.
همدارنګه امریکا دلته داسې تعلیمي نصاب او نظام جوړ کړی چې راتلونکی نسل په هغه ډول تربیه کړي چې غرب یې غواړي.

امریکا او نورو غربي هیوادونو دلته دپوځي،مسلکی او عمومي زده کړو لپاره په لسګونو دلوړو زده کړومکاتب،پوهنتونونه،اکاډمۍ او نورې اداري جوړی کړې دي چې دوئ یې فارغان په افغانستان کې خپل ملګري ګڼي.

امریکاپه تیرو دیارلسو کلونو کې دزرګونو مؤسسو له لارې  هڅه  وکړه دافغانې ټولنې دیني،فکري،اخلاقي  او  اجتماعي  جوړښتونه  تبدیل کړي،او افغاني ټولنه د غربي اجتماعي او اخلاقي معیارونو مطابق تنظیم کړي.

امریکا دافغانستان داقتصادي چارو یوه زیاته برخه دخصوصي سکتور په نامه داسې اشخاصو اوکمپنیو ته ورسپارلې چې هغوئ دغرب خپل خلک دي اوغواړي  چې افغانستان  په داسې  یو اقتصادي حالت کی  وساتي چې په هرڅه کې غرب ته محتاج او دهغه  په بانکی او تجارتي لومو کې راګیر وي.

۳ – ددې لپاره چې افغانستان له غرب سره په امنیتي،استراتیژیکو، سیاسي،تعلیمي او فرهنګي تړونونو پورې تړلی وي،او په راتلونکی کی یې له هر چا سره هر ډول تعامل ددوئ ترکنټرول لاندې پاتې شي.

۴ـــ ددې لپاره چې طالبان له نامنظمو چريکي مجاهدينو څخه په يو منظم ايډيالوژيک عسکري ځواک بدل نشي چې بيا به دغرب مصالحو ته په سيمه کې لوی تهديد وي.

امریکا په افغانستان کې دخپلې جګړې شکل ته تغییر ورکوي

که له يوې خواامريکايان په خپله له افغانستانه وځي او جګړه افغاني کوي نو له بلې خوا افغانستان څخه ددوئ د پوځونو وتل قطعاً پدې معنی ندي چې امریکا به دافغانانو او مجاهدینو په خلاف خپله جګړه دروي.بلکه امریکا په افغانستان کې دخپلې عسکري جګړې د نامؤثریت له امله له هغې تیریږي او دافغانستان او افغانانو دتسخیرولو لپاره له سیاسي،استخباراتي،اقتصادي فکري،فرهنګي او تعلیمي وسائلو څخه دکار په اخيستلو بلې اوږدمهالې جګړې ته دوام ورکوي،ترڅو خپل پوځي شکست له ناپوځي لارو جبیره کړي،او خپلو هغو اهدافو ته په  لږو مصارفو ورسیږي چې  په  پوځي جګړه کې دسلګونو ملیاردو  ډالرو په مصرف ور ونه  شول رسيدلی.

ددې لپاره چې امریکا په راتلونکي کې افغانستان هم دنورو اسلامي هیوادو په څیر په ځان پسې روان کړي،او پدې سیمه کې خپلو سیاسي،عسکري اواقتصادي اهدافو ته د بي مقاومته رسیدلو لپاره زمینه سازي وکړي امریکا دپوځي جنګ پرځای سیاسي فکري، رواني او اقتصادي جنګ ته دوام ورکوي،چې پدې لاره له لاندې وسائلو او اسالیبو کار اخلي:

دناپوځي جګړې شکل او وسائل

۱ – دغرب ملګري په واک کې ساتل:

امریکا داسې خلک،سیاسي جهتونه،احزاب،او ټولنې واک ته رسوي چې امریکا ته به دحاکم وضعیت دنه بدلولو ضمانت ورکوي،سیکولرزم به دفکر او تصور ( عقیدې) او ډیموکراسي به دنظام په حیث مني،او واک ته درسیدلو یوازینۍ لار به انتخابات او سیاسي جوړ جاړی ګڼي.
د(ډیموکرات اسلام) یا( امریکایي اسلام) پلویان دي،دجهاد،ولاء او براء،او دامت دعملي وحدت پر مفاهیمو او نظریاتو باور نه لري،په سیاسي پلورالیزم،وطنیت او دنړۍ له کفارو سره دیومشترک نړیوال نظام په چوکاټ کې ګوزاره کوي،د اسلام  د اقتصادي نظام پرځای دکاپیټالیزم  پر اقتصادی نظام چلیږي،او دګلوبلایزیشن په نامه دامریکا د نړیوالې برلاسۍ په مقابل کې د اسلام په فکر او عقیده ولاړ موقف نه لري.دغه خلک به غرب ته دا ضمانت ورکوي چې اسلامي شریعت به نه تطبیقوي، بلکه یوازې په یوڅو ظاهري شکلیاتو به دخلکو دتیر ایستلو هڅې کوي. له امریکا،ملګرو ملتو، ناټو، نړیوال بانک او په مجموع کې ددوئ په اصطلاح له نړیوالې ټولنې سره به خپلو التزاماتو ته وافدار وي،ترڅو یې هغوي په رسميت وپېژني او ملاتړ اومرسته یې وکړي.  

امریکا به هڅه وکړی دغو خلکو ته د چارو واګي ددې لپاره وروسپاري چې دلته د امریکا دخوښې مطابق حکمرانې وکړي،له امریکا سره امنیتي تړون امضاء کړي،دمجاهدینو په خلاف جګړې ته ژمن پاتې شي،دامریکا داشغال د تیرو دیارلسو کلونو سیاسي،او فکري لاسته راوړنې لکه ډیموکراسي، سیکولریزم، دښځو لپاره غربي ډوله آزادي،غربي بشري حقوق،دشریعت پر ځای دوضعي قوانینو تنفيذ او دغرب لپاره د افغانستان تابعیت وساتي.

دغه خلک باید دیته هم ذهني او عملي تیاری ولري چې که دافغانستان غرب،جنوب،او شرق په اوله مرحله کې دطالبانو په لاس سقوط وکړي نو دوئ باید دافغانستان په شمال کې دغرب تر حمایې لاندې بله داسې یوه اداره جوړه کړي چې تر ډیره حده دنشنلزم او سیکولریزم پر بنسټ ولاړه وي،او په منځنۍ اسیا کې به حکومتونه پدې وېروي چې که ددوئ حمايت ونه کړي نو دافغانستان لخوا به هغوئ ته داسلامي فعاليت دورغځیدلو خطر ورپېښ شي.

۲- له ناپوځي لارو دطالبانو دکمزوري کولو هڅې:

امریکا له سیاسي او استخباراتي لارو نوره هم هڅه کوي چې هغه خلک او کړۍ دمنځلارو طالبانو په حیث رامنځته کړي چې یو وخت یې دخپلو شخصي اویا تنظیمي مصالحو دخوندي کولو لپاره دطالبانو په تحریک کې ځان ځای کړی وو،خو وروسته چې د طالبانوقیادت په ټینګه دجهاد او  د اسلامي شریعت پر سر له چا سره د نه جوړجاړي لاره ونیوه نو دغو په طالبانو کې ورننوتلو سياسي لوبغاړو خپلې لارې بیلې کړې او په یوه او بل نامه یې دیرغلګرو تر وزرو لاندې ځانته ځالې جوړې کړې،او یوه په بل پسې یې له پردیو ګریوانونو سرونه راووتل.
امریکا متحدین یې،دسیمې هیوادونه او ګاونډیان هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې یو واقعي اسلامي حکومت قائم او په رښتنې معنی شریعت ورکې پلی شي،ځکه چې دابه بيادسيمې دنورو مسلمانانو لپاره چې دغربي ډوله فاسدو سيکولرو نظامونو له فساد او استبداد څخه کړېدلي دي يو ماډل جوړ شي چې هغوئ به یې هم په خپلو هيوادونو کې دپلي کولو مطالبې او هڅې شروع کړي.نودوئ ټول به هڅي کوي چې یا ریښتني طالبان د اسلامي حکومت او د شریعت دنافذولو له دعوی څخه تیر او په داسې یوه نظام یې قانع کړي چې یوازې نوم یې اسلامي وي او نور هر څه ورکې دغرب په خوښه ترسره کیږي.

او که ریښتني طالبان په خپله تګلاره او(جهادي حل) ټینګار کوي نو په مقابل کې به یې له ښویدلو او خرڅو شويواشخاصو دمعتدلو طالبانو په نامه بله سیاسي جبهه تشکيلوي چې پخواني (جهادي) او نني (دیموکرات) تنظیمونه،دروحانیت درواغجن مدّعيان،يو څه معتدل سيکولران او دنړۍ او سيمې استخباراتي کړۍ به يې تر څنګ دريږي،او د اوږدې مودې لپاره به هڅه کوي چې ریښتني طالبان او د(جهادي حل) پلویان کمزوري،بدنامه اودجهادي مقاومت په افادیت باندې شکمن کړي،ترڅو لدې لارې په افغانستان کې دغرب پالنې،سیکولریزم او نیمه مسلمانۍ په مقابل کې مقاوم ځواک (ریښتني طالبان) کمزوري او له غرب سره جوړجاړي ته اړ کړي.

۳ – دجهادي فکر او عقيدې په خلاف منفي تبلیغات:

امریکا اوملګرو یې په افغانستان کې خپلو پلویانو ته وظیفه ورکړې چې دجهاد او مقاوم فکر په خلاف دومره ډیرې لیکنې او تبلیغات وکړي چې د اسلام ستره فریضه (جهاد) خلکوته دوحشت، جنایت،وراني،اقتصادي بیرته پاتې والي،او دتمدن د نه خپلولو په معنی ور معرفی کړي.دهمدې مقصد دحاصلولو لپاره امریکا او ملګري یې په افغانستان کې هغه فکري او فرهنګي اشخاص او جهتونه تمویلوي او وسائل په لاس ورکوي چې په فکري اوعملي لحاظ دفساد دمخنیوي په منظور دمسلح جهاد مخالفت کوي.

امریکا له دغو خلکو څخه پراخ مالي او تخنیکي ملاتړ کوي،هغوئ ته مطبوعاتي ادارې، مؤسسات،پوهنتونونه او نورې تعلیمي ادارې جوړوي ترڅو په پراخه پیمانه په ټولنه کې دغربي افکارو او مفاهیمو د خپرولو لپاره کار وکړي.

۴ – په افغانانو کې دمقاومت روحيه له منځه وړل:

امریکا او محلي ملګري یې هڅه کوي په افغانانو کې دمقاومت روحیه له منځه یوسي،ځکه چې ترڅو دمقاومت روحیه په افغانانو کې موجوده وي نو د پردیو په مقابل کې به مقاومت هم موجود وي. دمقاومت دروحي دله منځه وړلولپاره امریکایان اروپایان او دهغوئ محلي ملګري له هرې لارې کوښښ کوي چې ځوان نسل په لوبو،فیشن،موسیقۍ، اخلاقي فساد او دغربي افکارو په خپلولو مصروف کړي،همدا اوس یې لوبو ته دومره زورور کړی چې د(کرکټ) او (فوټبال) دمسابقو په ورځو کې یې تقریباً ټول افغانستان د میډیا له لارې دهغو په کتلو مشغول کړی وي،او که په کومه لوبه کې یو څو بيسواده لنډغر،له زده کړو تښتيتدلي کوڅه ډبي چې دوئ ورته دملي اتلانو نوم  ورکړی له کومې بلې ډلې لوبه وګټي نو په هغه ورځ یې بیا نیم افغانستان په ګډاوو،ډول اوسورنیو،بې بندوباریو اومسرفانه لمانځنو مصروف کړی وي،او ولس ته داسې روحیه ورکوي لکه چې افغانانو کومه له دین او وطن څخه ددفاع ستره معرکه ګټلې وي.

دا هر څه ددې لپاره کیږی چې ځوانان او نوی نسل له تعلیم،جهاد،کار او د اولویاتو له پیژندلو او مراعاتولو څخه په داسې څه مصروف وساتي چې ګټه یې یوازې دښمن ته رسیږي.

دلوبو،موسیقۍاو د ځوانانو او پیغلو ترمنځ دفساد دخپرولو ترڅنګ امریکایان او په افغانستان کې دهغوئ ملګرو ملیونونو ځوانانو ته په مخدراتو( شرابو، چرسو، پوډرو) د اخته کیدلو زمینه هم برابره کړې ده،او دا هرڅه داسې په سیستماتیک ډول تر سره کیږي چې په نتیجه کې یې په ملیونونو ځوانان د کار او جهاد لپاره دفکري استعداد ترڅنګ بدني توانایي هم له لاسه ورکوي،دافغانانو د تاریخ په هیڅ دورکې دومره ځوانان او نجونې په مخدراتو او له اخلاقي فساد اوفحشاوو څخه په راپیدا شویو،جسمي او رواني مرضونو نه ؤ اخته شوي لکه څومره چې دامریکایانو  د اشغال په تیرو
دیارلسو کلونو کې اخته شول.

دکابل ښار په خپل ټول تاریخ کې دومره پوډریان نه وو لیدلي لکه اوس چې یوازې دکابل د سيند پر غاړو هر چیري پراته وي.

دغرب پلوې میډیا له لارې دموډ او فیشن خپلولو ته دخلکو او نوي نسل تشویقول دجهاد او مقاومت دروحيي د له منځه وړلو بله وسیله ده چې درواني لالهاندۍ ترڅنګ يې افغاني ټولنې ته خورا دروند اقتصادي تاوان هم وراړولی دی،اوپه لکونو خلک یی پدې کار کې یو له بل سره په سیالۍ اچولي دي.

دموډ او فیشن دغه مصرف که په تعلیم او دتخنیک په زده کړه کیدای نو اوس به نوي نسل ډیر څه زده کړي وای.

۵- د تعليم نظام اونصاب د ټولنې دغربي کولو لپاره د وسيلې په ډول استعمالول:

دهغو ناپوځي وسائلو له جملې څخه چې امریکا یې دجګړې د راتلونکی مرحلې لپاره کاروي یو هم تعلیم دی.امریکا د افغانانو او افغانستان دتسخیر لپاره په لاندې شکلونو کې له تعلیم څخه کار اخلي:

( الف ) امریکا په تیرو دیارلسو کلونو کې درې ځلې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې بدلون راووست، له نصاب څخه یې دجهاد، دفاع، شهادت، غیرت، ازادۍ، اسلامي نظام،له کفارو څخه دکرکې،د اسلامي امت د یووالي او د دیني تعلیماتو او ساینسي اکتشافاتو ترمنځ دارتباط مفاهیم حذف کړل،او پر ځای یې د سولې،دیموکراسۍ،دغربیانو له نظره دبشر دحقوقو،دښځو د آزادۍ،دښځو او نارینه وو ترمنځ اختلاط،موسیقۍ،ګډا،د زړو افغاني خرافاتي انګیرنو او رواجونو دراژوندي کولو،دغربي ډوله مدني ټولنو دمعرفي کولو او رائجولو،ټولو انسانانو ته په یوه سترګه د کتلو،له کفارو سره دیو ډول سیاسي، فرهنګي، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو دخپلولو او دغربي او یا غرب پلوو شخصیتونو دمعرفي کولو مفاهیم او مضامین ورځای کړل. او د تاسف ځای دادی چې دا هرڅه يې دداسې خلکو په لاس وکړل چې ځانونه یې داسلامي فکر مدافعين بلل،او دجهاد او هجرت په محيط کې یې دمهاجرینو او مجاهدینو په خيراتي پيسو ماسټرۍ او دکتوراوې واخيستې خو په آخر کې له خپل ټول علم او تجربې سره داشغال دحکومت په ادارو کې د یرغلګرو تر څنګ ودرېدل.  

امریکایانو د خپلې خوښې مفاهیم اکثره په ادبي،اجتماعي،تاریخي، فرهنګي او دمدني زده کړو په مضامینو کې ځای پرځای کړي دي ترڅو په پراخه پیمانه دنوي نسل په ذهن کې ځای ونیسي.

(ب) دامریکایانو له راتللو سره دافغانستان د تعلیمي حریم دروازه دهر چا پر مخ خلاصه شوه،او هر چا دلته دخپلې خوښې تعلیمي ادارې، شخصي مکتبونه، پوهنتونونه، لنډمهالي او اوږدمهالي کورسونه جوړ کړل،او په هغه کې یې خپل خپل نصابونه عملي کړل.غربي هیوادونو او مؤسساتو چې ددغو تعلیمي ادارو تر شا ولاړ ول له یوې خوا د افغانستان تعلیمي نصاب له اسلامي ارزښتونو محروم کړ،او لکه چې داشغال دادارې د پوهنې وزیر (فاروق وردګ) وایي په نصاب کې يې دشاملو دیني کتابونو دچاپ لپاره پیسې  هم ورنه کړې،ترڅو نوی نسل دمکتب په نصاب کي د دیني کتابونو له شتون څخه محروم شي، او له بلې خوا یې د ټولنې دشتمنې طبقې اولادونه  دخپلو افغاني ملګرو  په توسط په شخصي تعلمیي ادارو کې احتوا کړل،او هلته یې په  واردو شو پردیو نصابونو روزي.دغه په پرديو نصابونو روزل شوی نسل به هماغه ډول افغانستان هم په راتلونکي کې  دپرديو پر لار  روانوي لکه څنګه يې چې داسلامي نړۍ نور هېوادونه روان کړي دي.

(ج)امریکایانو د یوې سنجول شوې توطیې په ترڅ کې د افغانستان په خلکو داسې یو تعلیمي نصاب ور تحمیل کړ چې داسلوب،تعلیمي میتود او دمعلوماتو دسویې په لحاظ دافغانستان د اوسني جنګ ځپلي معارف دمعلیمنو او متعلمینو له سويې او وضعیت سره مطابقت نه لري،ددې کار نتیجه دا شوه چې نه موجوده معلمین دغه د پرد یو له لوري فرمایشي نصاب په سم ډول تدریسولی شي،او نه هم زده کوونکي له هغه څخه سمه استفاده کولی شي،چې پدې ډول يې معارف،معلم، شاګرد،اودهغوئ د امور اولياء ټول له یوه ذهني اضطراب سره مخ کړل.او د دې پر ځای چې معارف ترقي وکړي ټول دتنزل په لوري روان دي.

لدې ټولو سره چې د معارف او لوړو زده کړو په وزارتونو او نظام کې اداري او اخلاقي فساد هم ورسره ملګري شي نو نتیجه یې د( تعلیم) پر ځای (تجهیل) راوځي،چې همدغه دغرب اوږد مهاله هدف هم دی.ځکه چې غرب او داسلام نور دښمنان نه غواړي چې افغانان دې پرمختګ وکړي،بلکه هڅه کوي چې دتل لپاره افغانان ځانته محتاج اولاس لاندې وساتي.

۶ – دمعتدل اسلام او منحرف روحانیت له پيروانو کار اخيستل:

معتدل اسلام او غرب پلوي روحانیت دوه نورې هغه خطرناکې وسیلې دي چې امریکا او دهغې متحدین يې په افغانستان کې د رښتنیو مسلمانانو او دغرب په خلاف دجنګیدونکو مجاهدینو په خلاف په سیستماتیک ډول په لاندې شکلونو کاروي:

(الف)  غرب دخپلو تحقیقاتي مراکز د څیړنو او دخپلې زورورې میډیا له لارې هڅه کوي مسلمانان هغه اسلام ته ور وبولي چې غربیانو په خپله ډیزاین کړی او (معتدل اسلام) یې بولي.

غرب دخپل معتدل اسلام لپاره دځیني سیکولرو هیوادونو لکه ( ترکيې)،(اردن)،(مصر)،(تونس) او  ځینې نورو غرب پلوه او له حقیقي اسلام څخه د پردیو شو هیوادونو او تعلیمي مراکزو مثالونه وړاندې کوي چې د(الازهر) پوهنتون یې په سرکې دی.

امریکا همدا اوس په افغانستان کې د بیلا بیلو سیاسي او دیني مؤسسو له لارې دیوه ( بې جهاده) ( بې وسلې) ( بې ځانګړي هویته) او (بې شریعته) اسلام دخپرولو لپاره کار کوي،او د همدې مقصد لپاره یې پدې وروستیو کې د اوقافو د وزارت د ۲۰۰۰ ملایانو روزنه او په کابل کې د(اعتدال) په نامه د دیني مرکز افتتاح  تر سره کړل. امریکا ددغه ډول لنډمهالو او اوږد مهالو پروژو له لارې غواړي په افغانستان کې داسلام هغه فهم له منځه یوسي چې دهغه پر اساس افغانان په افغانستان کې داسلامي نظام قائمول او دغرب په خلاف مقاومت کول غواړي.

(ب) امریکا او نور غربي هیوادونه او مشهور اشخاص په افغانستان کې له هغو تنظیمونو،دیني مراکزو،اصلاحي ټولنو ، اسلامي ډوله راډیوګانو او ملایانو سره مرستې کوي چې دجهادي فکر مخالف دي،د( ولاء او  براء) پر عقیده باور نه لري، او په افغاني ټولنه کې د(ارجائي فکر) دخپرولو لپاره کار کوي.غرب دغه جهتونه دیته هڅوي چې  دغرب په خلاف جنګیدونکو مجاهدينو ته (خوارج)او(تکفیریان) ووایي،او په ډول ډول نورو هغو نومونو یې یاد کړي چې دافغاني ټولنې خلک ورڅخه کرکه کوي.

همدغه خلک چې مجاهدینو ته (تکفیریان) او (خوارج) وایي دوئ بيا له غرب څخه د راواردو شویو فکري  فتنو لکه ډیموکراسۍ، سیکولریزم، لبرالیزم، هیومنیزم، نشنلزم، وضعي قوانیونو او فکري ارتداد په هکله نه څه لیکي او نه یې وایي،او دا ځکه چې دوئ په بیلا بیلو مجالاتو کې له غرب سره فکري او عملي مشترکات او متبادل مصالح لري.امریکا غواړي دهمدوئ په واسطه دافغانانو له زړونو او ذهنونو د(جهاد) او (ولاء او براء) دعقیدې مفاهیم وباسي،او کرار کرار یې دسیاسي پلوراليزم ترڅنګ ددیني پلورالیزم په لار هم روان کړي.

روحانیت، معنویت ته توجه، زهد، حسن خلق او ديني ارشاد ټول په اسلام کې مطلوب او مرغوب کارونه دي چې د اسلام علماؤ او مصلحینو تل ترسره کړي دي او بايد ترسره يې کړي،خو يو څه خلکو بیا دغه صفات او حیثیتونه داسلامي تاریخ په اوږدو کې په دروغو او په ټولنه کی د وجاهت د ترلاسه کولو پخاطر کارولي دي،او پدې ډول  يې پر (بې علمه) او (ساده لوحه) سپين زړوخلکو خپل تسلط ساتلی  اومست شاهانه ژوند تیروي.

دا چې دغه ډول خلکو دخوندونو ژوند تیرکړی نو دخوندونو د نور تداوم لپاره یې له مشبوهو جهتونو،ګمراه حکومتونو،غربی استعمارګرو او په اسلامي هیواد ونو کې له سیکولرو احزابو سره هم روابط او ایتلافونه جوړ کړي دي،او استعماري قوتونو هم د بیلابیلو سیاسي او مالي هدایاوو او رشوتونو په ورکولو د دوئ خدمات حاصل کړي اود دوئ له نفوذ څخه يې د مسلمانانو په تسخیرولواو له جهاده منصرف کولو کې کار اخیستی چې مثالونه يې په عربي هیوادونو،شمالي افریقا،سوډان،د هند نیمې وچې او افغانستان کی ډیر ډیر ولیدل شول.

همدا اوس چې امریکا داسلام او مسلمانانو په خلاف یوه لویه جګړه روانه کړې ده او د مسلمانو هیوادونو رښتیني روحانيين،مجاهدین،علماء،طالبان او با احساسه مسلمان ځوانان د غربي یرغلګرو په خلاف په ټوله اسلامي نړۍ کې په جهاد بوخت دي،په همدغه ډول حالت کې دغه (سیکولر ډوله پیران) دغرب له صلیبي ایتلاف سره ملګري دي او دغربي لښکرو دصلیبي جګړې په تبلیغاتي او معنوي ډګر کې دمجاهدینو په خلاف دديني مليشو په رول کې لوبیږي.

امریکا په تیرو دیرشو کلونو کې ډیر دغه ډول درواغجن او سیکولر روحانیین په افغانستان او سیمه کې د خپلو توطیو دعملي کولو لپاره وکارول،او لا نوريې هم درښتینیو علماؤ،طالبانو او مسلحو مجاهدینو په خلاف کاروي.

په راتلونکی کې د طالبانو تحریک او د دوئ جهادي فکر ته ریښتنی خطر هم دهمدغو دوه مخو خلکو له لوري متوجه دی،همدوئ به خلک دطالب پر جهادي مصداقیت شکمن کوي،همدوئ به امریکا او غرب ته د طالب د نرمولو او سولې ته دآماده کولو تمې ورکوي،همدوئ به د نوئ نسل ځوانان د جهاد او جدّیت له افکارو او ژوند څخه خرافاتي عقائدو او له غرب سره پیوند اخیستلو ته تشویقوي،او همدوئ به دجهاد نظریه تحریفوي او ځوانان به د جهاد له جبهاتو او دعلم له مدارسو څخه خپلو خرافاتي مراکزو ته وربولي.

که دغربي تحقیقاتي مراکزو لکه د(رنډکارپوریشن) او نور توصیو ته چې امریکا او غرب یې کړي وکتل شي نو وبه لیدل شي چې غربي یرغلګر دغو خلکو ته دخپلو دوستانو او ستراتیژیکو ملګرو په حیث ګوري،او کوښښ کوي ددوئ په وسیله دریښتیني روحانیت او جهاد د لاري لارویان له خپلې برحقې لارې منصرف او منحرف کړي.

دغه خلک په هیڅ وخت کې د طالبانو د تحریک ریښتیني ملګري او خیرخواهان ندي،دوئ پرون هم د خوندونو او منصبونو پخاطر له طالبانو سره ولاړ ول،خو کله چې خوندونه او منصبونه له لاسه ووتل نو سمدستي یې په بیلا بیلو نومونو او حیثیتونو د دښمن صف ته ورټوپ کړل،امريکا غواړي یو ځل بيا له همدغې دورازې د طالب په جهادي صف کي رخنه وکړي،او له خپلې تګلارې یې واړوي.

۷ – دمیډیا له لارې د فکرونو تسخیرول:

امریکا پدې پوهیږي چې دخپلو پوځي وسائلو او جنګي لښکرو له لارې  د هر افغان کورته نشي ورسیدلی چې هلته د هغوئ په فکرونو،عقائدو او د ژوند په بڼه کي تبدیلي راولي،او هغه فطري کرکه او کینه یې له زړونو وباسي چې دغرب په خلاف یې لري.خو دغه کار بیا په ډیرې اسانۍ د میډیا له لارې کولی شي،ځګه چې تقریبا ټول خلک راډیو اوري،تلویزونونه ګوري،د موبایل ټلفونوپه واسطه فلمونه او نور تصویري معلومات ويني،او یوه زیاته برخه خلک کمپیوټر او انټرنټ هم استعمالوي،او په راتلونکي کې به د دغو وسائلو استعمال نور هم ډیر شي.

همدې اهمیت ته په پام سره امریکا او ټول غرب کوښښ کوي چې خپل افکار او نظریات افغانانو ته د برقي  وسائلو له لارې ورسوي. که د (نوري فایبر) پروژه رښتیا هم په ټول افغانستان کې تطبیق شي نو امریکا به له يوې خوا ټول افغانستان په ډیرې آسانۍ ترخپل فکري او فرهنګي تهاجم لاندې ونیسي،او نوی نسل به له دیني ارزښتونو څخه پردی کړي،او له بلې خوا به د ټول افغانستان معلومات د همدي نوري فایبر( کیبل) له لارې د دوئ لاس ته ورلویږي چې دا بیا د لوی خطر خبره ده، ځکه چې افغانستنان دا ظرفیت او ټکنالوژي نه لري چې خپله سایبر سیکورټي ( انټرنټي امنیت) تامین کړي.

امريکا همدا اوس د۸۱ تلوېزوني او۱۷۰ راډيويي سټیشنونو په ذریعه د افغاني ټولنې په اجتماعي او اخلاقي ژوند کې دومره منفي بدلون راوستلی چې په تیره یوه پیړۍ کې یې ساری نه لیدل کیږي.

۸ –  د اقلیتونو پالل او نشنلستي افکار تقویه کول:

امریکا دخپل دیارلس کلن اشغال په دور کې په افغانستان  کې اقلیتونو ته ډیره توجه وکړه، هغوئ یې منظم کړل،مؤسسات او د ښه ژوند وسائل یې ورته مهیا کړل،د افغانستان په اقتصادي او دولتي ادارو یې مسلط کړل، په سیاست کې یې دهغوئ تر اصلي حجم زیاته برخه او ځای ورته ورکړ، او په فکري لحاظ یې د سیکولریزم او غربپالنې پر فکر او په لوړو تحصیلاتو وروزل،او امريکا دا هرڅه ددې په بدل کې ورته وکړل چې هغوئ په مطلق ډول دیرغلګرو ترڅنګ ودریدل او په قطعي ډول یې داشغالګرو په خلاف مقاومت ونه کړ .

همدارنګه امریکایانو په افغاني ټولنه کې نشنلستي افکارو ته وده ورکړه،او په تیوریک لحاظ یې دافغانستان د بیلا بیلو  قومونو باسواده ځوانان او دفکر او قلم خاوندان پدې مصروف کړل چې تر هرڅه زیات باید نشنلزم ته ارزښت ورکړي که څه هم چې د اسلامي عقیدې او احکامو سره په تصادم کې  واقع شي .

دا چې نشنلزم یوه غربي مفکوره او نشنلستان په شعوري ډول غرب پلوي خلک دي نو امریکا همدوئ دمجاهدینو په خلاف استعمالوي او د همدوئ په توسط د اسلامي نظام د قایمیدلو مخنیوی کوي ، او همدا اوس هم ټول نشنلستان چې هر قوم پورې اړه لري دیرغلګرو په صف کې ولاړ دي.

۹- حکومتي نقش ناحکومتي مؤسساتو ته سپارل:

دامریکا او غرب حکومتونه دافغانستان په اشغالولو کې دمستقیمې ښکیلتیا له امله دمجاهدینو لپاره مشروع اهداف ګرځیدلي دي. دهغوئ پوځیان ،جاسوسان، دهغوئ محلي ملګري، دهغوئ دفاتر او هر ډول پرسونل یې په افغانستان کې په خلاص مټ فعالیت نشي کولی، ځینې هیوادونو يې خپل پوځیان ویستلي خو نا پوځي سیاسي،استخباراتي،روزنیز او دفکرونو دبدلولو ادارې یې لا تر اوسه پټ او ښکاره فعالیت کوي چې هره ورځ یې د تأثیر او فعالیت ساحه نوره هم تنګیږی، په ولسوالیو، ولایاتو او لویوښارونوکې دمجاهدینو پراخ اومؤثر حضور د غربي اوغرب پلوو ادارو لاسونه ورتړلي او
کارکوونکي یې دسر دساتلو په هڅه کې دي. دې وضعیت غرب دیته اړکړی چې دافغانستان دلاندې کولو او دلته دخپل  تأثیر دساتلو لپاره دښکاره حضور خپله استراتیژي د پټ او بالواسطه حضور په استراتیژۍ بدله کړي .

امریکا اوملګرویې په تیرو دیارلسو کلونوکې په افغانستان کې تر ۴۰۰۰ زیاتی نادولتي مؤسسې ایجاد کړی وې.دغه مؤسسې دومره ډیرې او خپلسرې وې چې دکرزي د پخوانۍ کابینې د پلان وزیر رمضان بشردوست ورڅخه تقریباً دوه زره مؤسسې په یوه ورځ لغوه کړې، خو دا چې افغانستان دغرب لخوا اشغال شوی او دغرب لخوا افغانستان ته تخصیص شوې  ۸۰٪ فیصده پیسې دهمدې مؤسساتو له لارې دهغو اهدافو دحاصلولو لپاره مصرفیدلې چې غرب یې غواړي، نو ځکه خو ددې پر ځای چې د وزیر په امر مؤسسې له فعالیته منع شي، بالعکس وزیر دمؤسساتو په امر له وزارته برطرف کړای شو.

غربي نادولتي مؤسسې په حقیقت کې دغرب هغه لښکر دی چې پرته له جګړې دغرب لپاره د اسلامي نړۍ حکومتونه او ولسونه تسخیروي،او په سړه سینه او دوامدار فعالیت ټول هغه مقاصد حاصلوي چې پوځونه یې له حاصلولو عاجز پاتې کیږي،او دا ځکه چې پوځي فعالیت او اشغال خاوره نيسي خو دمؤسساتو فعالیت ولسونه، عقلونه، فکرونه او اقتصادونه اشغالوي .نوځکه خو همدغه اهمیت ته په پام سره غرب په افغانستان کې دخپل پوځي عقب نشینۍ تشه په نادولتي مؤسساتو ډکول غواړي.

دمؤسساتو د پټ اوخطرناک رول دوضاحت لپاره یوازې دا مثال هم کافي دی چې کله طالبانو دخپل حکومت په وخت کې په کابل کې له میشتو مؤسساتو وغوښتل چې دښار له ګڼې ګوڼې او دخلکو له منځه دې دکابل دښار په غرب کې دقرغې پر سړک ښکلې سیاحتي او د تازه هوا لرونکې ساحې ته دې ټول په یو ځای کې راجمع شي اوددې کار هدف داوو چې له یوې خوا ښار ددوئ له فشار څخه خلاص شي او له بل لوري یې طالبانو ته نظارت آسانه شي،خو مؤسساتو د خپلو دفاترو بندولو ته پر هغه ځای ته ورمنتقل کیدلو ترجیح ورکړه،ځکه چې هلته یې بیا پټ رازونه اوپټ یاران اوملګري رسوا کیدل.

په افغاني ټولنه کې دغربې نادولتي مؤسساتو دخطرناک تأثیر تر ټولو لویه نمونه همدا د اوسني نظام منځته راتلل دي، ځکه چې داوسني حکومت ډیری وزیرانو،رئیسانو،سفیرانو،لوړپوړو چارواکو،والیانو،ویاندانو،دمطبوعاتو او میډیا چلوونکو،دسنا او ولسي جرګې استازو،د تعلیمي ادارو مشرانو او د سیاسي احزابو رهبرانو او مشهورو څیرو دغرب په پرونیو نادولتي مؤسساتو کې کارونه کول،او همدغو غربي نادولتي مؤسساتو په تیرو څلورو لسیزو کې په افغاني ټولنه کې دومره کار او تأثیر کذاري کړې وه چې کله امریکا پر افغانستان دیرغل ارده وکړه نوپه سلګونه زره افغانانو ورته
په یوه او بل شکل دراتلو لاره هواره کړه،چا ورته د پلي عسکرو وظیفه اجراء کړه،چا ورته جاسوسي وکړه،چا ورته د میډیا له لارې دهغوئ په ګټه ذهن سازي وکړه،چا ورته دولتي او نا دولتي ادارې وچلولې،او چا ورته دهغوئ لپاره جنګیدونکی پوځ،پولیس،استخبارات،ملیشې او اربکیان جوړ کړل او ښه په خوند یې دغربي یرغلګرو خدمت وکړ.

غربي نادولتي مؤسساتو دکمونستانو اوروسانو په خلاف د افغانانو له جهاد سره هم یوه خطرناکه لوبه وکړه،او هغه لوبه دا وه چې غربي مؤسساتو په ډیر مهارت دمجاهدینو او مهاجرینو له منځه پوه،باتجربه،دلوړوتحصیلاتو لرونکي،دقومونو مخور او با نفوذه خلک،مشهور قومندانان،لیکوالان،فرهنګي او تأثیر ګذاره خلک،اود پوهنتونونو استادان او نور هغه با استعداده خلکچې باید دجهاد صف ورباندې قوي شی وای یو یوټول کړل او په خپلو اداروکې یې په کار وګومارل.دې کار دجهاد او هجرت صف ته دوه ستر نه جبیره کیدونکي زیانونه ورواړول ،اوهغه دا چې یو خو یې دجهاد صفوف او
مهاجرین دکار اوسرپرستۍ له خلکو محروم کړل چې ددوئ ځای بیاپه جبهاتو کې نا اهلو خلکو،چرسیانو،لچکانو،بې هدفه اوخرځیدونکوجنګياليو او پاټکیانو ونیو چې هم يې جهاد بدنام کړواو هم يې ولس وکړاوه،او بل زیان یې دا وو چې دکار خلک مو څه په آګاهانه او څه هم په نا آګاهانه ډول دغرب په خدمت کې واقع شول.

امریکا اوس بیا غواړي خپل نا تکمیل شوی پوځي اشغال دهمدغو نادولتي مؤسساتو په لاس تکمل کړي،که څه هم چې دا کار به لس پنځه لس کاله  نور هم واخلی،او په همدې مقصد خو امریکا د ۲۰۱۵م  کال لپاره په افغانستان کې دجنګ بودیجه یوازې ۷۹ ملیونه ډالره ټاکلې، خو د ناپوځي فعالیتو د جاری ساتلو لپاره یې دوه ملیارده او شپږ سوه میلیونه ډالره تخصیص کړې او کانکرس ته یې دمنظورولوپه مقصد ورلیږلې ده.

په افغانستان کې دغربي نادولتي مؤسساتو په اړه به دا یو ډېر ساده تصور وي چې یوازې هغه مؤسسې دې تر څارنې لاندې ونيول شي (نصرانيت، یهوديت او نورو باطلو نظريو ته خلک وربولي)،او داځکه چې غرب اوس دينونو ته پر دعوت ترکيز نه کوي،نصرانيت هغوئ اوس په خپله عملاً پرې ايښی دی،یهوديت يوازې د یهودانو دين دی او هغوئ نه غواړي چې بل څوک دې ورکې داخل شي،او نورو باطلو عقائدو ته غربيان په ښکاره مسلمانان نه دعوت کوي.نن دغرب لپاره ترټولوهغه مقدس دين او ارزښتونه  چې تر نصرانيته هم ورته ډېر ارزښتمن دي هغه(ډيموکراسي،دبشر حقوق،دښځو آزادي،دوضعي قوانينو حاکميت، سیکولريزم، ليبرل تعليم او د کاپيټالزم اقتصادي نظام)دي، او په اسلامي نړۍ کې يې خپل ټول مؤسسات او دمدني ټولنو منظومه دهمدغو اهدافو دتحقق لپاره په کار اچولي دي،او داځکه چې هغوئ دهمدغو ارزښتونو له لارې پر اسلامي نړۍ خپل تسلط ټينګ کړی دی.نو هره هغه مؤسسه چې په هر پټ اوښکاره ډول ددغو اهدافو لپاره کار او فعاليت کوي هغه خطرناکې مؤسسې دي چې مسلمانان بايد ددښمن په سترګه ورته وګوري  اوپداسې ډول استفاده ورڅخه وکړي لکه له اور څخه  يې چې کوي.

امريکا له تيرو دوو کلونو دداسې پلانونو پر جوړولو کارکوي چې څنګه خپلې پروژې او پروګرامونه دمحلي قرارداديانو،ملکانو،روحاني ډوله مشرانو او د خصوصي تعليمي ادارو دچلوونکو له لارې عملي کړي.

دغربي هيوادونواو امريکا پټو او ښکاره توطيو اوداسلامي نړۍ دهيوادونو د ما بعد الاستقلال پيچلي او په غرب پورې تړلي وضعیت ، په افغانستان او سيمه کې دامريکا اقتصادي اواستراتيژيکو اهدافو ته په کتلوسره په زغرده دا ویلی شو چې امريکا په آسانه دافغانستان په یو مخيز ډول پریښودلو ته زړه نه ښه کوي،او له افغانستانه دقواوو ويستل یې په پوځي جګړه کې د شکست حقيقت ته دتسليميدلو او دخپل جګړه ځپلي اقتصاد له رګونو د نورې ويني د درولو دعملې هڅې په معنی دي. پدې کار سره امريکا يوازې د جګړې له له اور او ستومانۍ ځان هوسا کوي،خو له افغانانو څخه دخپلې
ماتې د انتقام داخيستلولپاره به خپلې ناپوځي جګړې او په افغانستان کې داسلامي نظام د مخنيوي هڅو ته نور هم زور ورکوي.

غرب داسلامي هيوادونو دنيولو او دمسلمانانو د تسخيرولو اوږده تجربه لري چې له صليبي جګړو شروع شوې او داندلس د سقوط،استعماري جګړو، استشراقي څيړنو، پر اسلامي نړۍ د سيکولرو او مستبدو نظامونو د تحميل،نوي نړيوال نظام د تسليط او دنړۍ نيونې په مقصد دګلوبلایزشن د نظریې دجبري تنفيذ په څير مراحل يې طې کړي دي،او لا نور هم دغرب فکري او څيړنيز مراکز د مسلمانانو دتسخيرولو په مقصد د پلانونو او دسيسو په جوړولو شپه او ورځ کار کوي.

دغرب په اړه زموږ درک ډير ساده دی،موږ مقابله او بری يوازې دجګړې په ډګر کې ګڼو،او لدې ناخبره يوچې غرب څنګه په خپل سياسي او اسخباراتي استعداد او مهارت زموږ د پخواني جهاد تنظيمونه،په لکونو مسلح مقاومت کوونکي،جهادي رهبران او دتير جهاد قهرمانان په خپل صف کې ودرول،خپل ټوپک يې دهغوئ پر اوږه کښيښود او دغرب په خلاف جنګيدونکي ريښتيني مجاهدين يې هدف وګرځول؟

داوسني روان جهاد رهبرانو ته په کار ده چې دغربي یرغلګرو او دهغوئ دپاليسيو په اړه کافي مطالعه ولري او ټولې هغه لارې وپيژني چې دښمن له هغو څخه راداخليږي. تر څو داسې نشي چې دښمن د دروازې له لارې ووځي خو دکړکۍ له لارې بيرته راننوځي.

ليکنه: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x