نړۍ

قطر هغه هیوادونه ونومول چې د برید پر مهال به ددوی څخه دفاع کوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د قطر بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ په امریکا کې رسنیو ته وویل چې د سعودي او امارات له لوري د سیاسي او پوځي تحرکاتو وړاندوینه نشي کیدلای، ځکه نو پر قطر د عسکري برید امکان له نظره نه شي غورځولای.

نوموړي وویل چې د سعودي او اماراتو وروستیو ناڅاپو پریکړو دا جوته کړې چې دغه هیوادونه د نړیوال قانون او معاهداتو پرته هر څه په بدمعاشي کوي او تر ځان کمزوري هیوادونه د ځان تابع کول غواړي.

نوموړي وویل چې دوی په عسکري لحاظ مطمئن نه دي او د ځان ساتنې لپاره یې تدابیر نیولې.

کله چې د هغه څخه پوښتنه وشوه چې د برید پر مهال به تاسو څه کوی؟

نوموړي وویل چې مونږ امید لرو سعودي به دا کار نه کوي، خو که یې وکړي، قطر به له ځان څخه د دفاع لپاره خپل پر شریکو هیوادونو اعتماد وکړي چې په هغه کې فرانسه، ترکیه، برتانیه او امریکا راځي.

د بلومبیرګ امریکايي رسني په حواله نوموړي وویل مونږ دومره دوست هیوادونه لرو چې د سعودي مخه ونیولای شي او زمونږ دفاع وکړي.

او زیاته یې کړه چې پر قطر عسکري برید به په دغه هیواد کې د امریکایانو ستره پوځي اډه هم متاثره کړي.

نوموړي وویل چې اوس هم د امریکایانو پوځي قرارګاه او په عراق – سوریه کې د ایتلافي ځواکونو عملیات پر قطر د بندیزونو له امله متاثره شوي، ځکه د قطر سي – ۱۷ لوجستیکي الوتکي چې د ایتلافي ځواکونو سره په خدمت بوختي دي، پر سعودي، امارات او بحرین پروازونه نه شي کولای، مجبوره دي چې د ایران له فضا څخه تیري شي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د قطر دفاع وزیر خالد العطیة ویلي وه چې په دغه هیواد کې د ۱۱ څخه بیا تر ۱۲ زره امریکايي پوځونه میشت دي.

د یادونې وړ ده چې سعودي، امارات، بحرین او مصر د روان کال ۲۰۱۷ د جون میاشتې له پنځمې نیټې څخه پر قطر سیاسي، اقتصادي او هر اړخیز بندیزونه ولګول او دغه هیواد یې د ځمکې له لاري محاصره کړ، خو قطر د ایران او په سمندر کې د نړیوالو اوبو له لاري خپل اکمالات عیار کړل او د یادو هیوادونو کلابندي یې ماته کړه.

که څه هم سعودي او امارات له پیله د عسکري برید امکانات رد کړل خو د بندیزونو په لومړیو ورځو کې ترکیې قطر ته خپل پوځونه ولیږل او د کویټ د امیر په وینا ددوی منځګړیتوب د عسکري برید مخه ونیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx