آيا پوهېږي چي سيکولران څله اسلامي عالمان بدناموي؟

عبدالمالک همت

لکه چي پوهيږو زموږ او نورو ټولو اسلامي هيوادونو سيکولران، غله او نور فاسد عناصر چي هر څه کوي خپلو ځانونو ته هيڅ د ګرمي اوملامتيا ګوته نه نيسي او هر ډول ناوړه کار چي وکړي هيڅ پروايې نه په کيږي او ډېر نور خلک هم د دغو خلکو پر جرمونو صم بکم عمي فهم لايرجعون سي. ان ځيني د برائت ډول ډول حيلې او پلمې ورته تراشي، ځيني بيا چي جرم يې ښه ورته جوت هم وي او د دې پر ځای چي د دغسي مجرمينو په ملګرتيا وشرميږي، بيا يې هم د قوميت، وطنوالۍ او يا نورو اړيکو په پار په کلکه سيله او پلوي کوي.

خو له کوم اسلامي عالم او بلونکي(داعي) څخه چي د پيغمبرانو عليهم السلام ورثه بلل کيږي او په خپل علم او پوهه يې د طاغوتانو، جبارانو، ظالمانو او فاسدو او فاحشو عناصرو په وړاندي ښه په مړانه او همت مبارزه هم کړې وي، که احياناً په ناپوهي يا پوهه سره د انساني ضعف او فطرت په تقاضا کوم کوچنی ناسم کار وسي، نو دي جارسم چي دغه فاسق او فاسد جاهلان له هري خوا پر نارې کړي او د نيوکو، اعتراضونو، ناروا تبليغاتو، ښکنځلو او تومتونو شورماشور پر جوړ کړي.

د بېلګې په ډول پر نامتو سعودي عالم او دعوتګرعائض قرني باندي د سلوی حسن منصور عضيدان په نامه يوې ښځي ادعا وکړه چي د دې د کتاب (هکذا هزموا اليأس) ډيره برخه يې غلاکړې ده او په خپل کتاب (لا تيأس) کې يې ايښې او زما د کتاب هيڅ حواله يې نه ده ورکړې.

دې خبري ته د کفارو پلويانو دومره هوا ورکړه او دومره يې رسنيزه کړه او تر دې پولي يې وشاربل چي بالاخره قضيه د سعودي عربستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ليکوالو د حقونو تر کميټې ورسېده، پر عائض قرني يې د ادبي غلا پريکړه وکړه او درې لکه او ديرش زره سعودي رياله يې جريمه کړ. همداراز دغي کمېټې حکم وکړ چې د قرني کتاب (لا تيأس) دي له بازار څخه را ټول سي او د اخيستلو، خرڅولو او هيواد ته د واردولو مخه دې ونيول سي. سيکولرو توکو پر دې هم بسنه ونه کړه او ډول ډول اوتي بوتي يې پسي وليکلې. لکه چي يوه سيکولر د (لاتسرق ….! سرقات الدکتور عائض القرني الأدبية) په نامه (۱۱۰) مخيز کتاب پسي وليکی.(وګوري العربيه نټ، د ”سلوى العضيدان: د.عائض حاول إسكاتي بـ10 آلاف ريال“ تر سرليک لاندي مضمون).

بل ډنډورچي ان په يوه ليکنه کي هغه ته د ”حرامي“ خطاب وکړ او پسي ويې ليکل:” دغه حرامي شيخ د خپلي غلا د حلال ګڼلو کوښښ وکړ او ويې ويل چي تر ده دمخه هم لومړنيو صالحو عالمانو داکار کړی دی… هغه دغه خبره په خپله هغه مقاله کي کړې ده چي د سعودي عکاظ نومي جريدې خپره کړه. هغه سلوی عضيدان ته په خطاب کي ويلي دي: ما او تا هيڅ داسي افکار نه دي اختراع کړي او نه مو په خپلو کتابونو کي کوم داسي علمي کشف کړی دی چي په موږ پوري دي ځانګړی وي، لکه د انيشټاين د نسبيت نظريه، بلکي موږ چي هرڅه ويلي يا ليکلي دي ټول تر موږ دمخه نورو ويلي يا ليکلي دي. بيا يې د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمة الله عليه کړنه خپل لاسوند ګڼلې ده او ويلي يې دي چي هغه د نورو عالمانو له کتابونو څخه په لسګونو مخونه په خپلو کتابونو کي نقل کړي دي او پوښتنه کوي چي آيا دا نو د ابن تيميه عجز باله سي؟ “. ورپسې دغه سيکولر ملنډي وهي او ليکي: ” نو چي داسي ده هلۍ ځوانانو د نورو کتابونه ټکي په ټکي رانقل کړئ او په خپلو نومونو يې وليکئ، ځکه دا کار پاک صاف حلال دی او د دغسي غلا ترسره کوونکی به د ابن تيمیه او عوض قرني سره جنت ته ننوزي؟! “.

د اسلامي عالمانو او بلونکو سره د امريکا پالو سيکولرانو دغه کينه او دښمني هسي تصادفي او په خپل سر نه ده. دا خبري د اسلامي عالمانو او مبارزينو په وړاندي د امريکا د تهاجم په اړه د امريکې د ستراتيژۍ يوه برخه ده چي دغه سيکولران يې د امريکې په امر او دستورعملي کوي.

خبره دا ده چي په ۱۹۴۵ ع. کال کي د امريکې د هوايي ځواکونو په تشکيل کي د ” رنډ کارپورېشن “ (RAND Corporation (“Research ANd Development”)) په نامه د امريکا يوه پوځي امنيتي څېړنيزه موسسه جوړه سوه چي اوس د پوځي او امنيتي څېړنو په برخه کي زيات شهرت لري او سپيني ماڼۍ او ان د نړي والي سوداګريزي مافيا (نړي وال صهيونيږم) د سياست طرح کولو او تصميم نيوني په اورشو کي له ډېرو اغېزمنو څېړنيزو مرکزونو څخه باله سي.

له ښايسته ډېره مهاله په دغه موسسه کي د زلمي خليل زاد اطریشی الاصل یهوده مېرمن چريل بنارډ د اسلام پر ضد د څېړونکي په توګه کار کوي او پخپله زلمي خليل زاد هم د دغي موسسې د منځني ختيځ د مطالعاتو د څانګي موسس دی. څو کاله دمخه چريل بنارډ يو تحليلي کتاب چي نوم يې (Civil Democratic Islam: Partners, Resources, and Strategies ) دی وليکی چي د دغي رنډ موسسې له خوا خپور سوی دی. دغه کتاب هم په فارسي او هم په عربي ژبو ژباړل سوی دی او حتماً به په ډېرو نورو ژبو هم ژباړل سوی وي. د دغه کتاب چي عسګر قهرمانپور په فارسي ژباړلی دی په (۱۲۰ – ۱۲۱) مخونو کي (د بنسټپالو پر ضد د تل تر تله يرغل) ترسرليک لاندي داسي وايي: ” کوښښ بايد وسي چي د هغو کسانو او هغو اندونو منښت او مشروعيت له منځه يووړل سي چي د افراطي اسلام سره يې پيوند خوړلی دی او د بنسټپالو مشرانو رياکارانه او غير اخلاقي کړني او څرګندوني بايد رسوا سي. د عربو ورځپاڼه ليکونکي بايد وهڅول سي چي په عمومي رسنيو کي د پنسټپالو لارښوونکو د ژوندانه، شخصي عاداتو او فساد په هکله رپوټونه جوړ کړي او څېړني پر وکړي.

هغه پيښي بايد افشا سي چي د دوی له تاوتريخوالي ډک چلندونه په ګوته کوي، لکه د سعودي د يوه ښوونځي زده کوونکي نجوني چي د اور لګېدني له امله مړې سوې. دغه مهال د سعودي مذهبي پوليس په خپل ټول ځواک د دې خنډ سول چي د اور وژني عمله د ښوونځي له ودانۍ څخه دغه نجوني راوباسي او وې ژغوري. دا يوازي له دې امله وو چي دغو نجونو حجاب نه درلود. د دوی رياکاري د دوی په مذهبي اډانه کي هم جوته ده. او دا په داسي حال کي ده چي د سعودي لوړو مقاماتو تصويرونه او د ملک فيصل غټ ، غټ عکسونه هر ځای ځوړند وي. د ترهګرو او افراطيانو د مالي ملاتړ په اړه ” د نېکچارو د سازمان “ رول د سپټمبر تر يوولسمي دمخه څرګند سوی دی او اړينه ده چي په دې هکله مفصله څېرنه وسي“.

له دې څخه جوتيږي چي د اسلام، اسلامي هيوادونو او اسلامي عالمانو او مسلمانو مبارزينو او دعوتګرانو پر ضد د دغو سيکولرانو ضديتونه او د هغو د بدنامولو کوښښونه هسي بې موخي او په خپل سر نه دی، بلکي سرپرستي او لارښوونه يې د امريکې د استخباراتي شبکو له خوا کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د