روژه د غوره انسانيت ښکلې کارخانه ده

sajdahليکوال:محمد نبي سلطاني

کله چي موږ خپل عبادتونه د پوهي له مخي پر ځاى کړو نو يوه ډېره مهمه اغېزه به زموږ د ايمان په ټينګېدو کي ولري او د نورو عبادتونو په څېر د روژې په فرضيت کي هم ډېر حکمتونه نغښتي دي.

الله جل جلاله د روژې اجر محدود کړى نه دئ، او د نبي کريم صلى الله عليه وسلم په واسطه يې و انسانانو ته زېرى ورکړى دئ، چي روژه خاص ما لره ده او زه په خپله د هغې اجر ورکوم.

همدا ډول الله جل جلاله په قرآن کريم کي فرمايي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ( سورة البقرة الاية ۱۸۵)

ژباړه: د روژې مياشت هغه مبارکه مياشت ده، چي قرآن کريم پکښي نازل کړل سوى دئ چي دانسانانو لپاره د لارښووني، هدايت او په حق او باطل کي د فرق کولو وسيله ده.

او همدا ډول د روژې د حکمتونو په اړه نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: وعن ابى هريرة رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: قال الله عزوجل کل عمل ابن آدم له الا صيام فانه لي وأنا اجزي به، والصيام جنة فاذا کان يوم صوم احدکم فلا يرفث ولايغتب فانه سابه احد او قاتله فليقل اني صائم والذي نفس محمد بيده لحلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسک للصائم فرحتان يفرحهما اذا فطر فرح بفطره و اذا لقي ربه فرح بصومه ( متفق عليه )

ژباړه: له حضرت ابوهريره رضی الله تعالی عنه څخه روايت دى، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: چي الله تعالى فرمايلي دي، د انسان هر عمل د ده لپاره دئ، پرته له روژې څخه چي هغه صرف زما لپاره ده او زه به د هغې جزا ورکړم. او روژه يو سپر دئ، نو کله چي له تاسي څخه د يو شخص د روژې ورځ وي نو ناکاره ويناوي اوغيبت دي نه کوي او که څوک ښکنځل ورته وکړي يا جنګ ورسره وکړي نو دى، بايد ورته ووايي چي زه ما خو روژه ده. او قسم په هغه ذات چي د ده په لاس کي زما نفس دئ، د روژه لرونکي د خولې بد بوى د الله جل جلاله په نزد د مشکو تر بوى هم ډېر پاک دئ، د روژاتي لپاره د خوښۍ دوه وخته دي چي په هغو کي دى خوشحاله وي، کله چي دى خپله روژه ماتوي نو په خپل روژه مات خوښ وي اوکله چي خپل رب ته ورسي (د هغې جزا وويني) نو په خپله روژه باندي به خوشحاله وي.

دلته پوښتنه دا ده چي په روژه کي دومره حکمتونه او فضائل نغښتي دي، نو موږ ته په کار څه دي او څه بايد وکړو او دغه مبارکه مياشت بايد څّه ډول تېره کړو؟

د دروژې هدف يوازي د انسانانو وږي ساتل نه دي بلکي روژه زموږ بدن، روح، حواس او نور غړي روزي او له موږ څخه مرستندویه، زړه سواندي، مهربان او يو غوره انسان جوړوي.

روژه زموږ سره مرسته کوي تر څو له ګناهونو او ناوړو کارونو څخه لاس واخلو.

له يوه پلوه دغه خوښي چي زموږ ګناهونه بخښل کيږي او له بله پلوه د دې وېره چي ګناه کول د روژې ثواب کموي موږ د ګناه په مقابل کي ډېر دقيق او حساس روزي يعني روژه د مؤمن اخلاق اصلاح کوي لکه نبي کريم صلى الله عليه وسلم چي فرمايي :

وعن ابى هريرة رضي الله عنه قال: قال النبي صلی الله علیه وسلم من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة في ان يدع   طعامه وشرابه ( رواه البخاري )

ژباړه : د حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په درواغو وينا او په هغه باندي عمل کول نه پرېږدي. نو الله جل جلاله هيڅ ضرورت نه لري، چي دغه سړى دي خوراک او چيښاک پرېږدي.

روژه هر کال موږ ته خبر دارى را کوي چي په معنويت کي د الله ﷻ په حضور کي ياست.

او د روژې په برکت موږ تل ځان د الله جل جلاله په عبادت کي بوخت احسا سوو ، او په هر ځاى او هر کار کي چي يو، پوهېږو، چي الله جل جلاله موږ د روژې د پړي په واسطه ځان ته کشوي.

پيغمبر صلى الله عليه وسلم د روژې د ساتني خاصيت په يو حديث کي داسي بيانوي: وعن ابى هريرة رضی الله عنه قال رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: اذا جاء رمضان فتحت ابواب الجنة وغلقت ابواب النار وصفدت الشياطين . (متفق عليه )

ژباړه : د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دئ، چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل کله چي د رمضان (مياشت) راسي نو د جنت دروازې خلاصيږي او د دوږخ دروازې تړل کيږي او شيطانان په ځنځيرونو کي تړل کېږي.

روژه زموږ حواسو او نورو غړو ته روزنه ورکوي او د يوه سپر په څېر موږ له ګناهونو، درواغو او ناوړه خبرو څخه ساتي او همدا رنګه موږ ته د دوږخ له اور څخه خلاصون راکوي، دا چي روژه موږ ته د هر راز ګناهونو څخه خلاصون را کوي نو روژه يوازي د خوراک چيښاک او ځينو نورو نعمتونو څخه د ګټي پرېښوول نه دي بلکي له هر راز بديو او ګناه څخه ځان ساتل دي لکه څرنګه چي زموږ معده د خوراک او چيښاک لذت او مزه هېروي نو ژبه مو بايد له دروا غو، د درواغو له شاهدۍ ، غيبت کولو، چغلى ، د درواغو قسم اخيستلو، فحش وينا کولو او نورو څخه، هم وژ غورل سي، لاسونه موله ناوړه کارونو څخه لکه: ظلم کول، د چا سره دښمني ساتل، ورقي، کرمبوټ، شطرنج، او داسي نور.. غوږونه مو د سروز او ګناه د اورېدلو څخه، پښې مو ګناه ته د تللو څخه لکه سېنما، اوناوړه مجلسونو ته تلل، او زړه مو له بدو فکرونو او نيتونو څخه لکه فحش حرکات ، د پردۍ ښځو سره ناسته، ولاړه، پرديو ښځوته کتل ، ناجائزه فلمونوته دکتلو څخه ډډه وکړي.

په دې توګه هغه روژه لرونکئ مؤمن، چي د کور، حلالو لذتونو او خوندونو ته لاس نه ور وړي که په اخلاص او شعور سره يې روژه نيولي وي نو هيڅ کله به کوم حرام کار او يا ګناه ونه کړي .

الله جل جلاله په همدې اړه فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (سورة البقرة الاية ۱۸۳) ژباړه: اې هغه کسانو! چي ايمان مو راوړى دى روژه پر تاسو باندي داسي فرض سوې ده لکه ستاسو څخه مخ کي، چي پر نورو اُمتو باندي فرض سوې وه د دې لپاره چي تاسو د الله جل جلاله څخه وبېريږئ.

يعني روژه مسلمان د نفسي خواهشونو په پرېښودلو سره عادتوي او په دې سره کولاى سي چي خپل نفس له هغو نفساني خواهشونو او شرعي محرماتو څخه وساتي چي نفس ته ډېر عزيز او ګران وي.

روژه د انسانانو په نفسونو کي د شهواني قواوو په کمزوره کولو کي ډېر ښه اثرکوي او په انسانانو کي د تقوا او پرهېز ګارۍ روحيه تقويه کوي، په روژه کي لوى حکمت د سر کښۍ نفس اصلاح او د شريعت د هغو احکامو اساني او سهولت دئ چي د هغوکول پر نفس باندي ګران او درانه وي تر څو روژاتي پر نفس برلاسى سي.

په يو حديث کي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: مؤمن هغه څوک دئ، چي انسانان د هغه په ليدو سره د الله جل جلاله په ياد کښي مصروف سي . (مسلم)

روژه لرونکئ انسان بايد کوښښ وکړي تر څو د همدې حديث شريف په رڼا کي ځان برابرکړي.

د فسق او ناروا بانډارو تير سي او د خپل ژوند ټولي شپې او ورځي په لمانځه، تلاوت، ذکر، تعليم او نورو عبادتونو تيري کړي، په خاص ډول د روژې مبارکي مياشتي شپې او ورځي.

د عقل او پوهي خاوند هغه څوک دى چي په دې هکله صحيح پرېکړه وکړي او د لاس تړلو شيطانانو د لاس اله ونه ګرځي.

د روژې تکليفونه په خوښئ اوخوشحالى وزغمى د لوږي اوتندي څخه په شکايت کولو د روژې بې قدري ونه کړى، د روژې ستر اجرونه اوثوابونه په نظرکي ونيسى اوپه پوره مينه او ولوله سره د روژې خیال وساتى.

دایو داسي عبادت دی چي بديل يې بل عبادت هم نه سي کېدای .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.