
د ټاکنو د شکایاتو کميسیون: د ټاکنو اړوند شکایتونه تر دریو زرو واوښتل
تېره شنبه چې په هېوادکې د ټاکنو ورځ وه، د دې ټاکنودشکایاتو کمیسیون مسوولین وایي چې تر ننه د ټاکنو اړوند تر دریو زرو ډېر شکایتونه ثبت شوي دي.د یاد کمیسیون ویاند نادرمحسني نن سه شنبه په کابل کې خبريالانو ته وویل، چې د شنبې ورځې د ټاکنو اړوند تراوسه پورې درې زره یوسل او درې شکایتونه ثبت شوي دي، د نوموړي په خبره دا شکایتونه نیم د تلیفون او نیم نور يې مخامخ رارسېدلي دي.
د محسني په خبره دوی به په دې شکایتونو بې پرې ډول څېړنې پیل کوي.
دا په داسې حال کې دی چې د یادو ټاکنو د ښه ترسره کېدو اړوند نړیوال پیغامونه هم افغان چارواکوته استول شوي دي،یاده دې وي چې د ټاکنو په درغلیو کې ډېر دولتي مسوولین او د ټاکنيزو مرکزونو مامورين ښکېل دي.