افغانستان

کابل: پر وسلو سمبال غلو یو ځوان وژلی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، نن په پنځلسمه امنیتي حوزه کې وسله والو غلو یو ځوان وژلی دی.

دی وايي، نن سهار اووه بجې د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په پنځه سوه فامیلۍ سیمه کې وسله والو غلو یو ځوان د پیسو لپاره وژلی دی او غله له سیمې تښتېدلي دي.

د ده په خبره، وژل شوی نجیب الله نومېده او ۲۷ کلن و.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي، موټر سایکل سپرو غلو غوښتل چې له نجیب الله نه پیسې وتښتوي؛ خو نوموړي هم پر غلو ډزې کړي دي.

په پلازمېنه کابل کې د زرګونه امنیتي ځواکونو سربېره بیا هم په رڼا ورځ وسله وال غل خلک لټوي او د خلکو پر کورونو اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x