نظــر

د سولې او امنيت ریفرنډم او د ډاکټر اشرف غني غوراوی

دروان کال د وري د مياشتې د ۱۶مې نيټې  ټاکنې ډیری شنونکې د سولې او امنيت اړوند ټول پوښتنه ( ریفرینډم) ګڼې، دا ډول د کرزي د ۱۲ کلنې واکمنې په اړوند يې هم ځينې شنونکې ریفرنډم ګڼې، په دې معنی چې دا ځل د ډیرو نوماندانو شعارونه د سولې او امنيت وو، د ځينو انتخاباتي نښان خو سپينې کوترې وي، بل داچې خلک د ښاغلي کرزي د واکمنې څخه په تنګ راغلي وو، ځکه خو د مرګ له تهدید سره سره د رايو مرکزونو ته ولاړل او خپل مخالفت يې د کرزي د خوښي د نومانداو ټيم سره ښکاره کړ.

دابېله خبره ده چې په څومره شمير کې کسانو رايې وکارولي، د انتخاباتو د کميسون په ضداو نقیض راپورونو څيړونکې نيوکې کوي، دا به وروسته معلومه شي چې څومره خلکو رايې کارولي؟ ولي دا ډیره جوته ده چې په ټوله کې په لويو ښارونو کې رايې کارول شوې، چې تر ټولو زيات رايه ورکوونکې د کابل وو، نږدې دوه ميليونه، مګر داسي ولایتونه هم شته چې يولک او په ځينو ناامنه ولایتونو کې ممکن تر پنځوس زره رايې کارول شوې.

ډاکټر اشرف غني احمدزی چې تر  ګردو نورو  ولسمشریزو ټاکنونوماندانو مخکې معلوميږي، موږ پخوا هم ويلې وو چې که چيرته لږ يا ډیرخلک رايو ته ولاړشي د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله  رایې به زياتې وي، د ډاکټر اشرف غني د رايو د زياتوالي لاملونه لاندي بللای شو:

لومړی: اشرف غني احمدزي چې کله په ۲۰۰۹ ز کال کې په ټاکنو کې د کرزي په مقابل کې ماتې وخوړله، دخپلې ناکامۍ پر اصلاحاتو يې پېل وکړ، البته د افغانې او امريکايې سلاکارانو په مشورو او مرسته يې ډیر سخت  او تر ځمکې لاندي کار وکړ.

دوېيم: کرزي ته يې په ډیر کمال سره بیرته ځان نږدې کړی، د کرزي او غني تر منځ  چې کومه فاصله پيداشوې وه، غني وکولای شول چې په ډیره لنډه موده کې دغه فاصله کمه کړي.

درېيم: افغان پوځ ته له بهرنيانو څخه د واک د سپارلو د مشر په ډول چې ډیره مهمه دنده وه، ډاکټر اشرف غني احمدزی وتوانيدی چې له دي لاري د لازيات شهرت پيداکيدو تر څنګ په ولايتونو او ولسواليوکې ملاتړي په نښه او پيداکړي، په همدې دوره کې يې د ټاکنو له پاره په پټ ډول پوره کار وکړ چې پکې بریالي وو.

څلورم: د بهرنيانو څخه افغانانو ته د واک د سپارلو په ډیرو لويو غونډو کې ډاکټر اشرف غني د ملي اردو، ملي پولیسو، پوله ساتو، او امنيتې ادارو کارکوونکو ته ويناوي وکړي، دهغوی د خوښې خبرې يې کولي، چې ډیری دیادو ادارو کسان يې له ويناؤ  څخه متاثره شوې وو، همدغه امنيتې ځواکونه ؤ چې ډیرو يې  په ولسمشريزو ټاکنو کې  غني ته  د خپلو رايو کارولو سربیره نور خلک هم پرينښودل چې په پراخ ډول درغلي وکړي.

پنځم: ټول هغه ګوندونه او سياسي ډلې او اشخاص چې د ولسمشر کرزي څخه په شخصي ډول او يا دهغه له ټيم څخه خفه شوې وو، هغوی د ډاکټر اشرف غني احمدزي سره يوځای شول. چې ډیر مهم پکې لاندي دي:

دپیرسید احمد ګيلاني په مشرې د اسلامي محاذ ګوند، د حضرت صبغت الله مجددي په مشرې د اسلامي نجات ګوند، د ډاکټر انوارالحق احدي افغان ملت ګوند، د حاجي موسی وردګ په مشرې د اسلامي حرکت ګوند، د حاجي دين محمد په مشري  اسلامي حزب (کابل)، د نادري په مشرې د افغانستان د اسماعليانو ګوند، د محمد حنيف  اتمر په مشري د حق او عدالت ګوند، ولايتې شوراګاني، د قومونو شوراګاني او داسي نور…

شپږم : د شمال څخه ځواکمن او قوي پخوانی فعال په وروستیو وختونو کې  نافعال عبدالرشید دوستم  چې شميرلي او جوتې د ازبک توکم رايې يې درلودلي،  غني خپل لومړی مرستيال وټاکی، بیرته يې صحنې ته راوست،   غني وکولای شول چې د دوستم دلاري  د شمال ټلوالي له پاره غوښتونکې ځواب ووايې او په راتلونکې کې هم همداسي توقع لري.

اووم: غني د هزاره خلکو څخه  د کريم خليلي د ډلې ملاتړ خپل کړ، چې همدغه ډله  د لیري پرتو سيمو د هزاره توکم ملاتړ ځکه له ځان سره لري، چې دوی فکر کوې کريم خلیلي اصلي د استاد مزاري ځای ناستي دی، او د ایران له نفوذ څخه تر محقق او اکبري او نورو نسبتا خلاص دی.

اتم: ډیری خلک د ولسمشر کرزي له حکومت څخه ناراضه ؤ، يو ډول بدلون يې غوښت، دا چې هر ډول بدلون وای، غوښتل يې چې نور د کرزي د کورنۍ واک پای ته ورسيږي، او خلک پوهیدل چې که زلمي رسول ته رایه ورکړي هغه د کرزي رایه ګڼل کيږي، له همدې امله رایه ورکوونکو ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ترجیح ورکړه، او خپلې رايې دهغه په ګټه وکارولي.

نهم: د پنجشیر بې تاجه پاچاهان د خپل تاجک قوم  د ډیرو وګړوله خوا نور د منلو وړ نه ؤ، ډیری تاجک وروڼه د پنجشیرانو له ځان غوښتني او زور زياتي څخه ناراضه ښکاريدل، او ځينې تاجک وروڼه خو په دي هم خفه وو، چې په کلونو کلونو يې له اسلامي حزب سره خپلو مشرانو وجنګول خو د واک د ګدۍ د لاسته راوړلو له پاره بيا په کابل کې پر يوه سټیج د کابل حزب او جمعيت مشران تر شنو بیرغونو لاندي ناست وو، همدغو کسانو هم ډاکټر اشرف غني احمدزی غوره وګاڼه او خپلې رايې يې ورته وکارولي.

لسم: ځينې شنونکې په دي باور دي چې د لويې پکتيا خلکو او په ټوله کې  په پښتنو کې غیر دراني قومونو خپل حقوق پایمال ګڼل، داچې ډاکټر اشرف غني پښتون خو درانی نه دي، دغه هم يو داسي لامل وو چې قوم پرست او هغه قومونه چې په راتلونکې دولت کې دخپلو حقونو غوښتونکې ؤ، له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره ودريدل.  له دي سره سره ویل کيږي چې په سهيلې ولايتونو کې  ډیری  دراني پښتنو هم  د ډاکټر اشرف غني په ګټه رايې وکارولي، او د کرزي له دولس کلنۍ واکمنۍ څخه ناخوښه او ستړې ښکاريدل.

يولسم: د سولې له پاره افغان ولس تږی دی، او ډاکټر اشرف غني احمدزي د سولې له شعار څخه پوره ګټه پورته کړه، حتی چې په تیر ځل انتخاباتو کې يې هم ويلې وو چې په ۶ مياشتو کې به سوله راولم. او رښتوني سوله به کوم. طالبان دي جنګ کوي، زه يې نه کوم، يو طرفه اوربند کوم، ویل کيږي چې اوس هم پر همدې نظريې دده ټيم کار کوي.

دولسم: د پخوانيو کمونسټانو پراخ ملاتړ، د غیر پښتون سیتميانو ملاتړ، د افغان ملت په نوم د پښتنو ملاتړ، دپخوانيو شعله يانو ملاتړ، د روڼ اندو او تکنوکراتانو ملاتړ، د ځوان نسل ملاتړ، د لیکوالو او شاعرانو ملاتړ، د ځينو دوديزو روحاني مشرانو ملاتړ (لکه پير صاحب او مجددي) په اردو او پولیسو کې ملاتړ هم مهم عوامل ګڼل کيږي

ديارلسم: د اسلامي حزب د مشر ښاغلي حکمتيار اعلان چې د شمال ټلوالي ملاتړ يې ونه کړ، هم بې تاثیره نه وو، د حزب اړوند هغه کسان چې له حکومت او کابل حزب سره يې يوځای تلل نه غوښتل د عبدالله عبدالله رايې کمې کړي، دا ډول ځينې حزبیان د ښاغلي حکمتيار اعلان چې په ټاکنو کې به له قطب الدین هلال څخه ملاتړ کوي، هم په غوسه کړل، ډیری دغو حزبیانو خپلې رايې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه وکارولي.

څوارلسم: د ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د ځينو ګاونډيو هيوادونو مخامخ ملاتړ، او د ځينو ګاونډيو هيوادونو،  نه ويره هم مهمه وه، هند او چين ته د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنه د ويري وړ نه وه، پاکستان پري خوشاله دی، ایران يې په شتون کې خپلې ګټې خوندي بولي.

پنځلسم: تر ټولو مهمه دا چې د اوباما ادارې او د امريکا اوسني حکومت، او په مجموع کې ډموکراتانو، له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ کاؤ، بل لورته د جمهوري خواهانو ډلې بيا د ولسمشر کرزي د کاندید زلمي رسول څخه ننګه کوله.

شپاړلسم: لويديځو نړيوالو رسنيو او په کور دننه لويدیځ پلوه رسنيو نږدې په مساوي ډول د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله له پاره کمپاين وکړ.

اشرف غني ته کومې ستونزې مخکې پرتې دي

لومړی: تر ټولو لویه ستونزه به داوي چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ټيم کې به تاجک ځان ونه وينې او فکر به وکړي چې واک له لاسه ورکوي، ولي داچې د ډاکټر اشرف غني په څنګ کې د شمال پخوانی جنګې قومندان رشيد دوستم دی، هغه پخوا هم د شمال ټلوالي سره خونړۍ جګړې کړي دي، هر وخت چې دوستم امکانات درلودلي او د نورو له خوا يې مرسته شوې د شمال ټلوالې قومندانانو ته يې ماتې ورکړي، اوس هم چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ټيم کې به دوستم له واک او ځواک  سره د وړ وسلو او مهماتو څخه برخمن وي، ښکاره خبره ده چې شمال ټلواله به په ښکاره ډول په تاوتريخوالي لاس پوري نه کړي، او د يو ډول جوړ جاړي غوښتنه به وکړي.

دوېيم: داچې ډاکټر اشرف غني احمدزي ويلې که واک ته ورسيږي له امریکا سره به امنيتې تړون لاسلیک کړي، د تړون د لاسلیک په صورت کې به له طالبانو سره دسولې د مذاکراتو دروازه وتړل شي، دا ډول به د ډاکټر اشرف غني احمدزي د سولې شعار هم تر سوال لاندي راولي،  طالبان به خپلو حملو ته زور وکړي، جګړه به روانه وي، پداسي حال کې چې افغان ولس دبهرنيانو په شتون او اشاره له جګړې څخه نفرت لري او ستړی شوی.

 درېيم: داچې د ډاکټر اشرف غني د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم او طالبانو ترمنځ خونړې جګړې شوې، ډیر لږ حتی بيخې ګمان نه کيږي چې د رشید دوستم په شتون کې به طالبان د ډاکټر اشرف غني احمدزي له حکومت سره خبري وکړي.

ولي که چيرته ډاکټر اشرف غني احمدزی ومني چې رښتونې سولې ته د خپل واک د لاسه ورکولو يا لږ ترلږه په خپل حکومت او اوسني بشپړ سياسي سيستم کې د ژور تغيير راوستلو په قیمت هم حاضر وي، چې بيا د دوستم د واک ختميدل هم پکې راځي، بيا ممکن چې د سولې له پاره څه ناڅه شونتيا ولیدل شي، خو داهر څه هغه وخت چې اصل کې امريکا او افغان حکومت دواړه  وغواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.

څلورم: امريکا لا هم په دې تمه ده چې طالبان د افغان حکومت يوه برخه جوړه شي، په حکومت کې ورګډشي، همدغه تګلاره به  د ډاکټر اشرف غني له پاره هم امريکا پر مخ يوسي، چې بيا هم په دغسي حالت کې سوله مشکل ده،سوله هغه وخت ممکن کيدای شي تر څو امريکا مخامخ له طالبانو سره خبرو ته چمتو شي، او له هغه وروسته بین الافغاني تفاهم صورت ونيسي.

پنځم: د ولسمشر کرزي فعال ټيم به د ډاکټر اشرف غني حکومت ته پرته له شکه ستونزې جوړوې، هڅه به کوي چې حکومت کمزوری شي او که وتوانیږي ممکن د حکومت کولو مخه يې ونيسي، حتی تر دي چې ممکن ځينې اوسني د کرزي خواخوږي فعال اربکيان او پولیس قومندانان به له طالبانو سره  يوځای  شي.

شپږم: زاړه پالي، مذهبې او سخت دريځه بنسټ پال، دا ډول په کابل کې د امريکايې قواوو په شتون کې ځينې کسان چې لاهم ځانونه مجاهدین ګڼې، دا ټول به له دي امله د ډاکټر اشرف غني احمدزي حکومت ته ستونزي جوړوې چې نوی حکومت ته به د يو نوي دکتورین په سترګه ګوري.

اووم: روسیه چې د امريکا سره يې سړه جګړه پېل کړې، او په ځانګړې ډول د اوکراین مسئله د امریکا، اروپا او روسيې ترمنځ لانجمنه او ستونزمنه مسئله ده،  ډاکټر اشرف غني چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري روسیه به يې دولسمشري چوکې ته رسيدو خوشاله نه وي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي ته څه کول په کار دي

داسي ویل کيږي چې ډاکټر عبدالله عبدالله هڅه کوي چې د ټاکنو دوېيم ځل تللو څخه مخکې  د ډاکټر اشرف غني احمدزي سره جوړجاړي ته ورسيږي، ځکه تیر ځل د ۲۰۰۹ ز کال   ټاکنوکې هم د يو جوړ جاړي له مخې عبدالله عبدالله ، کرزي ته  د دویم ځل له پاره ټاکنو څخه تیر شو، د کرزي اداري د بهرنيو چارو وزارت چوکۍ ورته ساتلي وه، خو د خپلو سلاکارانو له خوا عبدالله عبدالله ته وویل شول چې حیثیت يې نور هم له منځه ځي، دا ډول  عبدالله عبدالله  د جان کيري په منځګړيتوب ومنله چې د حق السکوت په مقابل کې اتيا ميليونه ډالر واخلي.

اوس که چيرته ډاکټر اشرف غني احمدزی له ډاکټر عبدالله  سره جوړجاړی کوي، ممکن چې رشید دوستم او د خليلي ډلي ته به د منلو وړ نه وي، دا ډول ډیر هغه افغانان به هم مایوسه کړی، چې د مرګ له تهدید سره يې د اشرف غنی له پاره خپلې رايې وکارولي.

معلوميږی چې ټاکنې به دوېيم پړاو ته ځي، پرته له شکه چې په دوېيم پړاو کې به ډاکټر اشرف غني ګټونکی وي، ځکه چې هغه نورې ټولي پاشلي رايې چې ځينو نوماندانو ته ورکول شوې وي، هغه به  د غنې  صندوقونو ته ځي. دا هم ممکن ده چې د ځينو فشارونو له امله غني اړ کړل شي چې له عبدالله عبدالله سره د کومې پټې معاملي پر سر نتيجې ته ورسيږي.

ویل کيږي چې اوسمهال بېلابېلي هڅې رواني دي چې ډاکټر زلمی رسول او ډاکټر عبدالله عبدالله سره يوځای کړل شي، دا ډول د پخوانيو مجاهدينو په نوم ډلو د مشرانو تر منځ هم ناستي روانی دي، که چیرته وکولای شي د ډاکټر اشرف غني مخه ونيول شي او که نه وي لږ تر لږه په راتلونکې حکومت کې بيا ځل د ځان له پاره يو ډول امتيازات تر لاسه کړي، خو که ډاکټر اشرف غني هر ډول معامله کوې، ممکن چې په ولس کې خپل باور د لاسه ورکړي، کرزي  له همدې امله خپل ټول باور دلاسه ورکړ چې معامل، په واک کې پاتي کيدل او سياسي جوړ جاړی يې د هیواد تر ملي ګټو پورته ګڼلې.

تر ټولو مهمه سوله او امنيت دی، داهغه څه دې چې افغانان يې غواړي، دمرګ له ویري سره بيا هم ډیر ی افغانان د ډاکټر اشرف غني او نورو نوماندانو ددغه شعار هڅونه وه چې دوی به سوله کوي د رايو مرکزونو ته ولاړل، او دا ډول له طالبانو سره به رښتوني مذاکرات کوي. که چيرته د سولي له پاره رښتونې هڅې ونه شي، ښکاره خبره ده چې د ډاکټر اشرف غني حکومت به هم له ورته ستونزو سره مخ وي لکه چې د کرزي حکومت ورسره مخ وو، جنګ او جګړه به دوام پيداکوي.

که چیرته ډاکټر اشرف غني احمدزی تړون پرته له شرط څخه لاسلیک کوي، داهم د جګړي د دوام معنی ده، داچې ډاکټر اشرف غنی ویلي چې تړون به لاسلیک کوي، که چیرته داشرط پکې اضافه شي چې کله هم له طالبانو سره د امريکا حکومت او افغانان د سولي پر سر جوړجاړي ته رسيږي په همهغه نيټه به تړون فسخ وي، ممکن د سولي له پاره لاره پاتي شي، او که پرته له قید اوشرط د تړون چمتو شوې مواد لاسلیک کيږي، بیا نو همهغه زوړ ملا او زړي تراویح.

لنډه دا چې که ډاکټر اشرف غني لکه څرنګه چې د يو جدي شخص په توګه پېژندل کېږي، په سوله کې هم داسې جدي وي، نو بايد غټو قربانيو او سياسي بدلونونو ته چمتو وي، چې په دغو بدلونونو کې د ټولو بهرنيو ځواکونو ايستل او د حکومت بڼه له سره بدلول او آن يوې بلې بې پرې او پراخ بنسټې ادارې ته د واک سپارل هم پکې شامل وي.

پایله :

انتخابات له تهديدونو سره سره وشول، له درغلیو ډک وو، ډیرو يا لږ خلکو پکې ګډون وکړ، خو په نړيواله سطحه رسنيو او نړيوالو ښه وارزول، همدغه انتخابات امريکا او نړيوالو د خپلې ماتي د پټولو له پاره ارزښتمنه وسله ګڼله چې همداسي هم وشول، دامريکا د توقع سره سم د دوی د خوښې نوماند به ګټونکی وي، که راتلونکی ولسمشر بيا هم د تیرو دولس کلونو ناکامه تجربې تکراروي او دامريکاغلطه او ناسمه تګلاره پر مخ وړي، د افغانانو غوښتنو او واقعي سولې ته کار ، ونه کړي، جنګ او جګړه به دوام پيداکوي. ولس به له  حکومت څخه  فاصله پيداکوي،  په هیواد کې د بهرنيو پوځونو شتون او پاتې کيدل د ستونز حل لاره نه ده، ستونزه زياتوي، ائتلافي حکومتونه د افغانستان په سياق کې کار نه ورکوي، نوی دکتورین نوي او پراخه جګړي زيږوي، مهمه داده چې تر ټولو لومړی امريکا او راتلونکی افغان حکومت د سولې په يو رښتوني پلان کار وکړي،د ټولو سياسي، مذهبي، ملتي او سيمئيزو ګوندونو او خلکو غوښتنې په نظر  کې ونیسي.  دا ډول د ګاونډيو او د افغانستان په مسئله کې شاملو هیوادونو مشروع او له حرص څخه خالي غوښتنو ته د متقابل احترام په چوکاټ کې يوه داسي تګلاره غوره کړي، چې نور هیوادونه له افغانستان  څخه او افغانستان له  نورو هيوادونو څخه په راتلونکې کې ویره ونه لري. متقابلو ګټو او متقابل احترام ته ژمن وي.

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x