کرېکټ: ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا جام اتلولي وګټله

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د اسیا جام د ۱۹کلنو لوبډلو په پایلوبه کې نن افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه.

د نننۍ لوبې پچه پاکستان وګټله؛ خو افغان لوبډلې ته یې توپوهنه ورکړه.

افغان ۱۹کلنو لوبډلې د اکرام علي‌خېل د سلیزې پرمټ ۲۴۸ منډې وکړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د ۲۴۹ منډو هدف کېښود.

په افغان توپ وهونکو کې رحمان الله ګُربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶، اکرام علي خېل ۱۰۷، دروېش رسولي ۱۸، نثار وحدت ۷، طارق ستانکزي ۵، قیس احمد ۱۴، نوین الحق ۲ او عبدالواسع ۱ منډه جوړه کړه او ناسوځیدلې پاتې شو.

اکرام علي خېل په نننۍ لوبه کې د لسو څلوریزو او دوو شپږیزو پرمټ ۱۰۷ منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

افغانستان د ۷ ویکټو په ورکولو سره په پنځوس اورونو کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.
په ځوابي توپوهنه کې پاکستاني لوبغاړي د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ډېر تم نه شول او ژر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې نن بیا مجیب ځدراڼ اقتصادي توپ اچونه وکړه او د پاکستانۍ لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. وفادار مومند یو او قیس احمد درې لوبغاړي د مخې لرې کړل.

د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۲،۱ اورونو په لوبولو سره یوازې ۶۳ منډې جوړې کړې او له افغان لوبډلې یې په لوی توپیر ماتې ومنله.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله د اسیا جام لوبې ګټي. افغانستان له دې وړاندې درې ځلې نیمه پایلوبې ته وتلی و؛ خو اتلولي یې د لومړي ځل لپاره وګټله.

افغان لوبډلې پاکستان ته دوه ځلې، نیپال او اماراتو  ته ماتې ورکړې وه؛ خو له سریلانکا یې ماتې خوړلې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د