افغانستان

ولسي جرګه: له امریکا سره شوی تړون دې لغوه شي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): ولسي جرګې د پاکستان پر وړاندې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر چوپتيا غبرګون ښوودلی چې پکې يې د امنیتي تړون لغوه کېدل هم ياد کړي دي.

د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همايون همايون تر مشرۍ لاندې په دې غونډه کې ولسي جرګې افغان حکومت هم پر دې ملامت کړ، چې پر کونړ او ننګرهار يې د پاکستاني راکټونو اړوند خولې بندې نيولې دي.

همايون همايون پخپلو څرګندونو کې وويل چې د پاکستاني راکټونو مخه يوازې په غندلو نه نيول کېږي.

نوموړي افغانستان مېشتي امریکايي ځواکونه هم پر دې ملامت بللي چې پر ورسره شوي تړون عمل نه کوي.

له امریکا سره امنيتي تړون د پراخ ولسي مخالفت باوجود، ګډ حکومت د خپل واک په دويمه ورځ لاسلیک کړ.

د همدې تړون پر اساس د هر بهرني خطر پر وړاندې امریکايي ځواکونه باید د افغان حکومت په څنګ کې ودرېږي، خو د پاکستاني بریدونو په اړه خاموشۍ د ولسي جرګې غبرګونونه را وپارول.

د جرګې په وينا که امريکايي ځواکونه د پاکستاني بريدونو مخه نه شي نیولی، باید ورسره شوی تړون لغوه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x