افغانستان

مشرانو جرګې په برېښنايي تذکرو کې د “اسلام او افغان” کليمو راوړل تاييد کړل

نن ټکی اسيا (يکشنه، لړم ۲۸، ۱۳۹۶): د افغانستان د مشرانو جرګې وروسته له ډېرو جنجالونو په برېښنايي تذکرو کې د “اسلام او افغان” کليمو راوړل تاييد کړل.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، چې نن يکشنبه د دې جرګې غړو د رايو په اکثريت سره د ولسمشر غني فرمان تاييد کړ.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې د ولسمشر غني نوموړی فرمان ولسي جرګې ته د رايې اچونې لپاره وړاندې شو، خو په پايله کې يې د رايو په اکثريت سره رد شوی و.

او له هغې وروسته د کابل په ګډون په يو شمير نورو ولايتونو کې په پېژندپاڼو کې د افغان او اسلام کليمو د راوړلو په ملاتړ لاريونونه وشول. تر دې مخکې هم چې کله په تذکيرو کې د افغان کليمې د نه راوړلو خبره پورته شوې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ولسي خلکو لاريونونه کړي او له حکومته يې په تذکيرو کې د دغو کليمو د راوړلو غوښتنه کړې ده.

د مشرانو جرګې له تاييد وروسته ويل کېږي په پېژندپاڼو کې د دغو کليمو د راوړلو لپاره يو ګډ کمېسيون جوړېږي او وروسته به پريکړه کوي، چې د افغان کليمې په ملاتړ او که مخالفت کې رايه ورکوي.

په پېژندپاڼو کې د افغان او اسلام کليمو د راوړلو او نه راوړلو جنجالي مسله له تېرو درې کلونو راهيسې روانه ده، چې د برېښنايي تذکيرو د ويش لړۍ يې په ټپه درولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ډیرو به افغانستان کی عیاشی ، فحاشی او بیلا بیل ملی خیانتونه ترسره کړی ، د لویو سزاوو حتی د مرګ سزاوی به هم ورته اورول شوی او یا عملی شوی هم وی، مګر د خر شجاع ، خرمل او خرزی خیانت د ملی خیانتو له کچی هم پورته دی، لکه د ابلیس سزا چه د ټولو ګناهونو تر سزا پورته وو الله ج ورته د لعنت ( د الله ج له رحمته بی برخی کیدل ) ورکولو دایمی سزا واوروله دغه خر شجاع، خرمل او خرزی څخه د افغانیت ، اسلامیت او حتی انسانیت هویت اخستل شوی یعنی دغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x