افغانستان

فیسبوکي ځوانان د «مینه انتظار» په کور د پولیسو داړې پارولې

تېره نیمه شپه د کندهار ښار په میرزا محمد خان قلعچه سيمه کې د پښتنې لیکوالې او شاعرې مينې انتظار په کور د سیمې د پولیسو له خوا چاپه اچول ‏شوې، په کورکې د نارینه وو په نه شتون د یادې شاعري په ګډون يې  دکورنۍ نورې تورسرې سرتورې کړې او دمينې په قول دوی غوښتل چې په زور يې ‏پوستې ته بوځي.‏

یاده پوسته د عبدالودود جاجو په قوماندانۍ د مينې انتظار له کور سره په څو مترۍ کې پرته ده، د دوی کورته د قوماندان جوجو په ګډون اووه تنه پولیس ‏ور اوښتي و، چې مینې پکې جاجو پېژندلی دی، ویل کېږي چې جاجو په سیمه کې د مشهور قوماندان جنرال رازق نږدې کس دی، ځکه خو د مينې نننۍ ‏نارې د چارواکو ترغوږو نه رسي.‏ يادې پېښې اوپه فیسبوک ټولنیزه رسنۍ کې  دمينې سویو نارو افغان لیکوال ، شاعران او بااحساسه مدني فعالان راوپارول، د جاجو قوماندان يې په مخ يې ‏سرې کرښې کش کړې دي اوداعمل يې کلک غندلی.

 د ځينونظرونه يې دلته لوستی شئ:

عنایت الله کاکړ: ‏ مينې انتظار خوركۍ ته: ‏—– هغوي چې سترګې يې لا هم د تيرو خونونو له سرخي ډكي دي، هغوي چې له خولې يې لا هم د اوسني انقلاب د زوكليدلو ‏وينې څاڅي، هغوي چې سترګې يې د مصلحتونو په پردو پوښلي او غوږونه يې د بې حسئ او لا اُباليتوب په پنبه و ډك ‏دي، هغوي چې د ځان او ولس تر منځ يې ډبرين ديوالونه درولي او اوسپنيز اغزن تارونه يې اوبدلي، د يوې سروهلې ‏بروهلې، ځوريدلي او اسكيرلې خور غږونه كله اوريدلاى شي. هغوي پريږدئ چې د همدغو مظلومانو د اوښكو څپانده ‏سمندر يې د واك بيړۍ په مخه كړي او د بيوزلو، بيكسو او بيوسو خلكو د آهونو او اسويليو توپان يې د غرور او كبر د ‏ولاړو خيمو مراندي او ميږوي وباسي او په مخه يې كړي…!‏

سحر بهار: خود به غمجنه مینه انتظار په داغه انتظار وی چی” نن په کندهار کی چارواکو زما او زمونگ د کور د نورو شزو عزت لوٹاوه تیره هفته یی په ننگرهار کی پتمنی ‏خورکیانی بی پته کڑی، تیره میاشت یی په زابل کی سترمنه پیغله بی ستره کڑه له سومره داسی نورو به لا ‏مونگ نه یو خبر. اخیر دا ولی او ترسو !!!!!؟ رب تعالی طالبان یو وار بیا راولی.‏

عبدالبصیر عتیقزی: له شاعرې خور آغلې مینې انتظار سره په کندهار کې د پولیسو د بړیڅو ناځوانمردانه، ‏ناانسانه، او وحشیانه عمل د سخت غندلو وړ دی، او ددغه عمل مرتکبینو ته باید د شریعت په رڼا کې سزا ‏ورکړل شي. لدې پېښې داسې ښکاري چې د پولیسو په جامه کې ددغو دېوانو دغه ناوړه عمل همېشنۍ مشغولا ‏ده چې د پتمنو او عزتمندو مؤمنو کورونو ته د بې ناموسۍ او بې عفتۍ په خاطر وراوړي.‏

دادمحمدناوک: مینې انتظار خورکۍ! ستا په درد دردمن یو، خوله دې خلکو ګيله کول، د ګيليې توهين ګڼم!‏

مجروح سروبي وال : اه اه دا څومره بد خبر اورم مینې خور نه پوهیږم چه څه ولیکم خو بس دابه وایو چه له سپیو ‏بغیر داړلو دبل څه شی تمه نه شی کیداې او دا اجیران او غلامان غربیانو تربیه کړی دهمدې دپاره دی چه ‏دافغانستان دغیرت مند اولس حیاعزت او وقار ترپښو لاندی کړی غلا چورچپاول . زنا لواطت . شرابخوری . ‏اخطتاف د افغانستان دموجوده نظام داساسی قانون ماده ده .او هغه څوک غیرتی افغان دې څوک چه افغانان ښه ‏ځورولې شی . ستاسو په حریم تیرې یواځې په تاسو نده بلکې چه څوک ځان ته مسلمان افغان اوپښتون وایی دا په ‏دې ټولو تیرې دې نن په تاسو سباپه موږ بله ورځ په بل که په دې پیښه خاموشی اختیارشی نو دابه ظالم سره مرسته ‏وی او هغه ته به دنورو جرمونو او ظلمونوکولو موقه په لاس ورشی باید جدی اقدام وکول شی او دا پولیس دی که ‏اردو ده دوی نه خور پیژنی او نه مور پیژنی دوی په چادریانو کې خپلې ښځې او خویندې بیسونو ته دشپې بیایی له ‏دوی دښه کار امید ناشونې دې.‏

خوشال درانی: زه ددې په ددې بې ناموسانو حمله په کلکه غندم،له تشو بوتلي چارواکوڅخه غواړم،چې ددې کړنې په اړه جدي ‏اقدام وکړي او هغه مجرمین د دوی قانون منګولوته وسپاري. موږټول ددې په غم شریک یو .

عنایت الرحمن فیضان:هغه ژورنالستان چیرته دی چی د یو سور کافر مرتد په مړینه به لس ورځی خپل پروفایل ګنده کولو ‏او تر یو میاشت به پری رپوټونه جوړول او شوخوند به یی پری وهلو نن ددی خور په اړه ولی چوپه خوله ناست دا ځکه ‏چی د قانون ساتوونکو قانون مات کړی ستر ګی یی ولی پټی کړی ولی غږ نه کوی ولی چوپ ناست دی ته افغان نه یی ته ‏مسلمان یی ته پښتون یی که ته غیرت نلری افسوس صد افسوس دی هغه تراب شعر می همداسی په مغزوکی ګرځی چی یو ‏خاین یو شراب خور یو زنا کار په سری عام بازار کی په دار وزړوه  خو الحمد الله ضرورت ورته نلرو انشاءالله ددی پوښتنه به ضرور کیږی دد خور غږ به اوریدل کیږی خودا سیکولران دی ‏سباورځ بیا د قانون او حقوق بشر نوم په خوله وا نخلي.

یاده دې وي، چې مینې انتظار په یوبل پوسټ کې ويلي دي، چې په فیسبوک کې له نارو او غږ پورته کولو وروسته، جاجو ‏ورته اخطار ورکړی او ورته يې ويلي دي  چې زه دې رسوا کړی یم، د نوموړې په خبره زما غږ پورته کول هم زما جرم شو.تراوسه د کندهار چارواکي د دې پېښې اړوند چوپ دي.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x