افغانستان

اشرف غني : افغان حکومت د پاکستان بربادي نه غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۶): افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر قومي مخورو سره په خبرو کې ويلي، چې ګډ حکومت د خپل ګاونډي پاکستان بربادي نه غواړي.

ولسمشر د افغان حکومت او پاکستاني چارواکو د اړيکو په اړه د زابل قومي مخورو ته ويلي چې دوی د چا بربادي نه غواړي، خو له نورو هم د بدۍ تمه نه لري.

په ارګ کې تیارې شوې ناستې ته ولسمشر د سولې اړوند خبرو کې وویل چې لومړی باید له پاکستان سره سوله وشي.

ولسمشر غني له پاکستان سره د سولې لپاره د اړیکو جوړول د وخت نیوونکې وګڼلې او په وينا يې د سولې اړوند د دوی تګلاره رڼه ده.

محمد اشرف غني په داسې حال کې د پاکستان اړوند پورته څرګندونې کوي چې پاکستان تازه پر کونړ او ننګرهار ولایتونو راکیټي بریدونو ته دوام ورکړي.

ولسي جرګې افغان حکومت او دلته مېشت بهرني ځواکونه د پاکستاني بريدونو پر وړاندې پر خاموشۍ ملامت وبلل.

د پاکستان پر وړاندې د چوپتيا له امله جرګې په پرونۍ ناسته کې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون لغوه کېدل هم وغوښتل.

که څه هم افغان چارواکو تل د سولې په برخه کې پر پاکستان ټينګار کړی، خو د شنونکو په باور له طالبانو سره د خبرو پر ځای پاکستان ته مخه کول، په لوی لاس دې هېواد ته امتیازات بښل دي.

ياده دې وي وسله‌والو طالبانو تل د خپلو سیاسي اړیکو لپاره له خپل سیاسي دفترسره پر اړیکو ټینګار کړی او د دې پر ځای بل چاته د دوی د ادرس په پلمه لاس غځول يې د مقابل لوري تېښته بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x