افغانستان

فراه: د طالبانو په بريدونو کې لس پوليس وژل شوي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د فراه ولايت امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو په دغه ولايت کې په يو شمير امنيتي پوستو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د فراه د پوليسو وياند اقبال باهر رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه طالبانو په دغه ولايت کې پر څلورو امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې تر سهاره يې دوام وکړ.

نوموړی زياتوي، په دغو بريدونو کې ۱۰ پوليس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، په ياده جګړه کې ۸ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور سخت ټپيان شوي دي.

له بله پلوه د دغو بريدونو مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه د دوی پلويانو د فراه رود ولسوالۍ په بازار کې په دولتي پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ۳ پوستې د دوی لاسته ورغلي دي.

طالبان وايي، په دغه جګړه کې ۱۵ عسکر وژل، څلور نور ژوندي نيول شوي او زياتوي چې په نيول شويو پوستو کې يې ۱۳ ميله سپکې او درنې وسلې، يوه کرولا ډوله موټر، زرګونه فيره مرمۍ او نور پوځي توکي هم نيولي دي.

طالبانو خپل لوري ته د يو کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په عين حال کې د فراه ولايتي شورا هم دغه بريدونه تاييدوي او په خبره يې چې په يادو بريدونو کې ۱۱ پوليس وژل شوي او ۷ تنه نور سخت ټپيان دي.

د دوی په وينا، طالبانو څلور پوستې نيولي او د افغان پوليسو ټولې وسلې او نور پوځي توکي يې له ځان سره وړي دي.

سيمه ييزې سرچينې وايي، له جګړې وروسته الوتکو په ځينو کليو او کورونو بمبارۍ کړي، چې له کبله يې ولسي وګړو ته زيان اوښتی، خو تر دې دمه ملکي خلکو ته د اوښتي زيان په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x