افغانستان

چارواکي: د کندوز ۷۵ سلنه خاوره له طالبانو سره ده

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د کندوز چارواکو او ځايي خلکو منلې، چې د دغه ولايت دشت ارچي او نورو ولسواليو ۷۵ سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او خلک هم خپلې دعوې او حقوقي مسائل د طالبانو محکمو ته وروړي.

د دشت ارچي ولسوال نصر الدين سعدي وايي، چې له دوی سره د ولسوالۍ مرکز سربېره لږه سيمه پاتې ده او پاتې نورې سيمې د طالبانو په واک کې دي.

د سعدي په وينا له ولايتي چارواکو يې څو ځله غوښتنه کړې، چې د طالبانو پر ضد عمليات وکړي، خو هغوی د ناتواني څرګندونه کوي او طالبان ورځ تر بلې د خپل واک او ځواک سيمه پراخوي.

ځايي خلکو هم رسنيو ته ويلي، چې دوی خپلې پرېکړې او حقوقي مسائل د طالبانو محکمو ته وروړي او هغوی يې ورته حل و فصل کوي.

د دشت ارچي ولسوالۍ دوو اوسېدونکو او قومي مشرانو فريد کاکړ او حاجي محمد نعيم ازادي راډيو سره په مرکې کې ويلي، چې د ولسوالۍ امنيتي وضعيت کړکېچن دی، دولتي ادارې تر ډېره فلج دي، ولسوالۍ او شاوخوا پوستې د طالبانو له لوري کلابندې دي او د سيمې ټولې حقوقي پرېکړې او نور مسائل طالبان حل کوي.

د کندوز والي اسد الله عمر خېل هم منلې، چې طالبان د دشت ارچي په ګډون د کندوز په ګڼو سيمو واکمن دي، خو هغه د پنځه اويا سنله خبره ردوي.

افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار او بيا رغونې د څار کمېټې «سيګار» هم په خپل تازه راپور کې ويلي و، چې طالبان د افغانستان په څلور پنځوس ولسواليو واکمن دي او په تېرو شپږو مياشتو کې يې نهه ولسوالۍ نورې هم نيولي دي.

سيګار په خپلو تېرو راپورونو کې هم ويلي و، چې افغان حکومت يوازې په ۵۷ سلنه خاوره واکمن دی او پاتې نورې سيمې له مخالفينو سره دي.

د افغانستان په ګڼو سيمو کې خلک خپل حقوقي او ټولنیز مسائل د حکومت پر ځای د طالبانو محکمو ته وروړي او له هغوی يې د حل او فصل غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا معنی چه د اسلامی او افغانی مقاومت مجاهدینو او نیګیالیو د خپل هیواد له نیمایی زیاته خاوره خپلواکه کړی او تر نیمایی کم افغانستان اوس هم د اشغال لاندی ، د الله ج په نصرت به دیر ژر هغه پاتی اشغال افغانستان هم د د کابل د غلامانو او بادارانو له خونړی منګولو وژغوری او افغان مظلوم مګر مجاهد اولس به په خپلواک افغانستان کی یو ځل بیا تنفس وکړی او خپلی کړنی به په خپله خوشه او د خپلو ګټو د پاره تر سره کوی انشالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x