افغانستان

مینه انتظار ته د جاجو قومندان ګواښ: «چې زه بدنام شوم، ته هم رانه په کرار ژوند نشې تیرولی»

لیکواله او شاعره «مینه انتظار» د پولیسو لخوا په مرګ ګواښل شوې. د آغلې «مینه انتظار» کور ته بېګا شپه د قندهار ښار د اتمې حوزې قومندان عبدالودود سرحدي (جوجو) د ۷ نورو پولیسو سره وار اوښتي و او غوښتل يې چې  نوموړې او د کورنۍ ښځې يې له ځانه سره بوځي خو ددوی د ډیرو چیغو او شور له کبله پولیس ویریدلي او په تيښته بریالي شویدي.

«مینه انتظار» وايي چې پولیسو يې له کوره ۲۰زره افغانۍ او یو د سرو زور غاړکۍ وړې ده.

ددغې پېښې وروسته آغلې مینې انتظار په فیسبوک کې خپلو وطنوالو ته د بېګا شپې حالت بیان کړ. د آغلې مینه انتظار سره د ظلم و جبر او وحشت  د زیات شمېر وطنوالو احساسات راوپارول او په فیسبوک او نورو وېبپاڼو کې يې پرې مقالې او راپورنه ولیکل او د عاملینو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

د پولیسو قومندان عبدالودود جاجو اوس دغې کورنۍ ته ګواښ کړی چې دی يې په فیسبوک کې بدنامه کړی دی به یې هم ددوی کورنۍ په قرار پرې نه ږدي.

مینه انتظار وايي چې چا سره دښمني نه لري خو خپل کاذب شهرت او د نارینه و خالي کور او بې وزلي ورته بلا ګرځېدلې.

مینه انتظار زیاتوي چې له کور پټ راوتي او خپل ځای ته یې تغییر ورکړی.

مینه انتظار په فیسبوک کې د شکایت په ژبه لیکلي:

«تاسي چا ته زما فرياد ورساوه؟

د کندهار چارواکو ته؟

هغوی ته چي نن غرمه له درزن پوليسو سره يو ځل بيا زموږ په کور کي غورځېدل؟

هغوی ته چي له بيري مو کور ورپرېښود او د بې پته کېدو اخطار يې راکاوه؟

ورسئ زما هماغه د کرايې کور ګودړي ګودړي پروت دی هر څه جاجو او د هغه پوليسو نن غرمه پر دابله راواړول.

تاسي د کوم مينه پال، کوم جنايي مدير خبري کوئ، هغوی چي د ځان د سپينولو په خاطر يې موږ بدلمني معرفي کولو؟ هغه جنايي مدير چي له جاجو سره راغلی وو او په وهلو وهلو يې نن غرمه زما د مور ګوته ورماته کړه؟

يوه خبره روښانه سوه چي په فېس بک کي زما د چيغي پورته کېدل د کندهار امنيتي چارواکو د ځان سپکاوی و باله، دوی زما غم نه دي اخيستيخپل غم اخيستي دي چي څنګه ځان له دې پيښي خلاص او مبراء کړي.

خدای خبر چي دلته به انصاف کيږي.

او د مور د دغي ماتي ګوتي تصوير به حتما پورته کوم. زموږ پر بدنونو د لغتو، سوکانو او چپلاخو نښانونه ټول د بشرحقوقو د ښځو څانګي عکاسي کړي او ثبت کړي دي.

تاسي که هر څوک مبراء کوي، خو تاسي جنايت کار ياست. هر څوک چي د جاجو او د هغه د پوليسو د خلاصون هڅه کوي هغوی د ټولو پښتنو مېرمنو د عزت دښمنان دي.»

دا لومړی وار نه دی چې پولیس د خلکو په کورنو اوړي بلکې له دې پخوا هم په لسګونو وار پولیس او اربکیان د خلکو په کورونو اوښتي او بې ناموسۍ یې ور اړولي. خلک د خپل عزت او حیا د ساتلو په موخه څه نه وايي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x