fbpx

هر ژن د انسان په جوړښت کې ځانګړې دنده لري

ليکوال:پوهنيار سيداصغر هاشمي

الله تعالی انسان په داسې شکل پيدا کړی چې د وجود يو غړی يې په طبيعي ډول د نړۍ ټول انسانان، عالمان، پوهان او ډاکټر نشي جوړ ولای.

الله تعالی د انسان د پيدايښت په هکله داسې فرمايي:
(يٰٓاَيُّهَا النَّاسُ اِنْ كُنْتُمْ فِيْ رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَاِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَّغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ ۭ وَنُقِرُّ فِي الْاَرْحَامِ مَا نَشَاۗءُ اِلٰٓى اَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْٓا اَشُدَّكُمْ ۚ وَمِنْكُمْ مَّنْ يُّتَوَفّٰى وَمِنْكُمْ مَّنْ يُّرَدُّ اِلٰٓى اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنْۢ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْــــًٔا ۭ وَتَرَى الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَآ اَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاۗءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَاَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍۢ بَهِيْجٍ)(الحج:۵ ۵)

ژباړه: ای خلکو که د بيا ژوندون په اړه په شک کې ياست نوموږ خوله خاورې راپيداګړئ،بيا له نطفې،بيا له علقې، بيا له ژوول شوي يوې ټوټې غوښې چې انځورشوی او نه انځور شوی، ترڅو تاسوته وښيواو څه چې وغواړو تر يوې نيټې بيا مو د ماشوم په څېر راباسو، بيا همداسې ستاسو پالنه کوو تر څوخپل قوت ته ورسېږئ او له تاسو څخه ځينې ومري او ځينې مو تر ټولو لوېدلي عمر ته ورسېږي، څومره چې له پوهېدو وروسته په څه نه پوهېږي او ځمکه ګوري چې وچه کلکه ده خوکله چې اوبه پرې نازل کړو، و خوځېږي، وده وکړي او هر راز سمسور بوټي راټوکوي.

معاصرو روغتيايې تحقيقاتواثبات ته رسولې چې د انسان لومړۍ نطفه د نرینه او ښځينه له نطفو څخه جوړېږي، دا دواړه نطفې د مور او پلار په بدن کې له هغو موادو جوړېږي چې انسان يې د خوراک له لارې تر لاسه کوي، د انسان ټول خوارکي توکي له خاورو جوړېږي، همدا خاوره ده چې ونې ترې ميوې جوړې کړي، بوټې ترې دانې او حبوبات شيندي او د انسان په بدن کې ترې نطفه جوړېږي، له دوو نطفو جوړه شوې نوې نطفه د حجرې يا سلول په نوم يادېږي، دا حجره په حقيقت کې د داسې ژنونومجموعه ده چې هر يو (ژن) د انسان په بدن کې خاصه دنده تر سره کوي، ځېنې يې د انسان بېل بېل غړي جوړوي، د مثال په توګه، دا د خاص ژن دنده ده چې سترګه څنګه جوړکړي، موقعيت يې چېرې وي،اندازه يې څومره وي،رنګ يې څومره وي،د سپين او تور ترمینځ يې تناسب څنګه وي، باڼوګان يې څومره وي، ورو ورو دغه حجرې زياتېږي حجم يې زياتېږي، تر هغې چې وړوکی ځوړند شی شي،مینځ یې ګوګ وي، بيا د بدن داخلي جهازونه جوړشي، بياد غوښې او بيا د غضروف بڼه غوره کړي، د بدن غړي يې يو په بل پسې وړاندې او وروسته رامینځته شي، ترهغې چې بشپړماشوم ترې جوړشي. (۱۲: ۱۶۴- ۱۶۵ مخونه)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د