دیني، سیرت او تاریخ

د حُسن خاتمي ( ښه مرګ) نښي او علامي

لیکنه: تقویم الحق خادم

د کائناتو د خالق او مالک الله ” ج ” هیڅ یو کار او فعل له حِکمتونو څخه خالي نه دي خو انساني عقل د هغو له ادراک او موندلو څخه قاصر او ناتوانه دی.

من جمله د هغو حِکمتونو، څخه ډیر شیان داسي دي چی الله ” ج ” مخفي او پټ ساتلی او د هغو په راز یی څوک نه دی خبر کړې.

مثلاً که د قیامت ورځ راواخلو نو د دي ورځي د متعین وخت معلومات بغیر د الله ” ج ” څخه هیچا ته هم نه دی حاصل، حتی چی الله ” ج ” ته په ټول مخلوق کی غوره شخصیت [ محمد مصطفی ” صلی الله علیه وسلم “] ته هم د دي ورځ په اړه معلومات حاصل نه وه.

همدا راز د انسان د دنیوي ژوند په ختمیدو او د یو بل ژوند په شروع کیدو سره انسان یوه خاص حالت سره مخامخ کیږی، چی دلته یی کامیابي د أبد لپاره کامیابي ده او ناکامي یی هم همیشنۍ ده .

خو الله ” ج ” دغه حالت هم مخفي او پټ ساتلي،څنګه چی د الله ” ج ” د حِکمت تقاضا او غوښتنه ده.

همدارنګه لکه څنګه الله ” ج ” د قیامت د ورځي د راتلو په اړه د ستر لارښود [ صلی الله علیه وسلم] په مبارکه ژبه نښي او علامي ښودلي، دا راز یی د انساني ژوند په پای ته رسیدو سره د انسان د بهترین حالت په اړه هم نښی راښودلي دی چی یو څه به لاندي ډول بیان کړو:

√1 د مرګ په وخت کی د تندي څخه د خولو روانیدل،د خوږ نبي ” صلی الله علیه وسلم فرمان دی چی:

(مَوْتُ ألمؤُمِنِ بِعرْقِ جَبِینِه) د مؤمن مرګ د تندي په ښولو سره وي.

√2 د جمعي مبارکي په شپه او یا سهار کی مړ شي، نبی کریم ” صلی الله علیه وسلم د دي په اړه فرمایلی دي:

(مَامِنْ مُسْلِمٍ یَمُوت یَومَ ألجُمْعة أو لَیْلَة ألْجُمعةِ إلاّ وَقّاهُ اللهُ فِتْنَةَ القبْرِ)ژباړه: نشته داسي هيڅ مسلمان چی د جمعي په ورځ او یاشپه مړ شي، مګر دا چی الله ” ج ” به دقبر د عذاب څخه ساتی.

√3 د مرګ نه وړاندی د شهادت په کلمه باندی ګویان کیدل، پیغمبر “صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:

(مَنْ کَانَ آخِرُ کَلاَمه مِن الدّنیْا، لاَ إلهَ إلاّ الله، دَخَلَ الجْنة.)

د کوم کس چی په دنیا کی آخری خبره (لا إله إلا الله) وی، الله ” ج ” به یی جنت ته داخل کړي

√ 4 چی شهادت یی په نصیب شي، خو دلته د شهادت نه مراد صرف هغه شهادت نه دی کوم چی د الله ” ج ” کفارو سره په جنګ کی حاصل شي، بلکی د پیغمبر ” صلی الله علیه وسلم” د مبارکو احادیثو په رڼا کی هغه څوک چی په دریاب کی په ډوبیدو سره، اور کی سوزیدلو سره او یا د طاعون او د خيتي په مرض سره مړ شي، شهید بلل کیږي، همدا راز که کوم څوک د خپل ځان او مال او عزت د دفاع په خاطر قتل کړلی شي، شهید بلل کیږی.

√ 5 دا چی د عبادت په حالت کی مړ شي، مثلاً: یو کس ته د مانځه په حالت کی مرګ راشي او یا هم په داسی حالت کی چی روژه دار وی او داسی نور…

خوږ نبي ” صلی الله علیه وسلم ” د دی په اړه فرمایلي دی:

(إذا أرادَاللهُ بِعبْدٍ خَیْراً طَهرهُ قَبْلَ موْتِه، قَالوا: وَ ما طهورُ العْبدِ؟ قَالَ: عَمَلٌ صَالِحٌ یُلهِمُه إياَه حَتی یَقْبَضه عَليْه. )

الله ” ج ” چی کله خپل بنده ته د خیر اراده وکړي، نو هغه پاک کړی د هغه د مرګ نه وړاندی، صحابه کرامو ” رضوان الله علیهم اجمعین ” پوښتنه وکړه: د بنده پاکیدل په څه سره وی؟ نبی ” صلی الله علیه وسلم جواب وفرمایلو: الله ” ج ” ورته د نیک عمل کولو الهام او ښودنه وکړی تر څو چی په هماغه نیک عمل سره روح ترې قبض کړي.

نو د ددی مبارک حدیث څخه په صراحت سره جوته شوه چی د عبادت په حالت کی د مرګي راتلل هم د خوښئ زیري دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

الله ” ج ” دی زموږ او ستاسي مرګي هم په حُسن خاتمي سره راولي، تر څو د ابدی ژوند خوشحالي مو په نصیب شی.

اللهـــــم آمین یا رب العلمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x