
د کانکورد آزموينې پايلې اعلان شوې
د لوړو زده کړو وزارت رسمي برېښنا پاڼې نن د کانکور د ازموینې پايلې خپرې کړې دي، د دې وزارت چارواکي وايي چې د ښوونځو له زرګونو فارغینو څخه پنځه پنځوس زره لوړو زده کړو مؤسسو، پنځه پنځوس زره نیمه لوړو زده کړو او پنځه ویشت زره نور خصوصي پوهنتونونو ته جذب شوي دي.
د کانکور په سږنیو ازموینو کې ګڼې ستونزې موجودې وي، په لوګر کې د کانکور له ازموینې وروسته د ځوابونو پانې اوبو ته غورځول شوې وي، په عین وخت کې په هرات او غزني ولایتونو کې تر پوښتنو وړاندې د ځوابونو پاڼې د ځینو ګډونوالو ترګوتو رسېدلې وي.
په سږني کانکور کې تر سلو زرو ډېر ګډونوال ناکام پاتې شوي دي، د لوړوزده کړو وزارت مسوولین وايي چې هر چا تر پنځوسو کمې نمرې وړې وي، ناکام ګڼل کېږي.
سږنۍ پايلې د ټاکنو په رامنځ ته کېدو، ډېرې وځنډېدې او ډېری ګډونوال د لوړو زده کړو مؤسسو د تعلیمي کال د ناوخته پیل کېدو په خاطر په اندېښنه کې دي، هغه مؤسسې چې لیليې لري، ستونزې يې ډېرې زیاتې دي.