نظــر

امریکا غواړي افغانستان د یوې وسیلې په توګه وکاروي

هدايت وزیر صافی

امریکا پدې وروستیو کې پدې اعتراف وکړ چې د افغانستان لپاره یې پخوانی سټراټېژي ناکامه وه، امریکا غواړي خپله دغه تاریخي تېروتنه او په افغانستان کې شوې جنګي جنایتونه د نوي تګلارې په اعلان سره پټه کړي؛ خو لا تر اوسه د نوي او مخکیني سټراټېژۍ ترمنځ یې پر پاکستان له موسمي فشارونو پرته نور هېڅ نه تر سترګو کیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره د خپلې نوې تګلاری د اعلانولو پر مهال پر پاکستان نیوکې وکړې چې له یوې خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه د متحده ایالتونو څخه ملیاردونه ډالره مرسته ترلاسه کوي او له بلې خوا خوندیتوب لپاره یې پټن ځایونه چمتو کوي او په افغانستان کی د امریکایي سرتیرو پرضد جګړه کوي.

پدغه تګلاره کې زیات فشار پر پاکستان راوړل شو ځکه چې د امریکې مخکینی پالیسي څخه پاکستان سوی استفاده کړې وه او برعکس د خپل هېواد په ګټه یې خپل بهرنی سیاست د ګاونډیو هیوادونو په مقابل کې قوي وساتلو او د دې موقع یې چاته نه ورکوله چې په پاکستان کی مداخله وکړی حتا امریکا هم دومره جرت نه شو کولای چې په پاکستان باندې فشار راوړي؛ ځکه امریکا نه غوښتل چې پاکستان سره یې اړیکې خرابې شي، دا چې امریکا په دومره اوږده موده او طولاني جګړه کې خپله موخه ترلاسه نه کړہ، د دې یوازینۍ علت دا و، چې پاکستان ورسره په صادقانه ډول د خپلې موخې په ترلاسه کولو کې همکاري نه کاولہ.

نو بنآ د دوی پر وړاندې یوازینۍ خڼډ همدا هیواد و، ځکه امریکا پدې سیمه کې خپل اهداف دلودل؛ خو پاکستان هم درلودل او بل مثل د هغې د پلې کولو لپاره یې هڅې کولې، خو د امریکی موخې یوازې د سیمې هیوادونو پورې محدودې نه دي بلکې د چین او هندوستان چټکې ودې پر وړاندې مبارزه، پاکستان د چین سره د نویو سیاسي ګټو پالنه، سړو اوبو ته ځان رسول، د ایران او شمالي کوریا سره اټمي شخړې، په سیمه کې د خپلې واکمنۍ پراخول، دیموکراسي اوج ته رسول اسلامي شریعت لمنځه وړل، فحشا خپرول او داسې نور…

دا ټول د امریکې د طرحې بعدونه دي او د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې کوي.

خو که چیرته پر امریکایي اهدافو بریدونه بند شي نو د پاکستان سره به د امریکې دوستي بیا د پخوا پشان پیل شي؛ نه به پاکستان له ترهګرو سره اړیکه لري او نه به (ای،ایس،ای) د حقاني شبکې ملاتړی وي؛ په لومړیو کې د امریکا غبرګون د پاکستان په وړاندې تیز و، خو اوس د وخت په تېرېدو ورو ورو دا حالت یې د نرمښت حالت ته روان دی ولې چې مذاکرات وشو، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په لومړیو کې افغانستان او هندوستان ته راغی پاکستان یې په میدان پرېښود امریکا پدې قانع ده چې پدې سیمه کې هندوستان او پاکستان سیاسي اړیکې او د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه دي، دواړه هېوادونه یې ځان ته رانږدې کړه نو دا یو ډول فشار و، چې په پاکستان یې وارد کړه او د پردې ترشا یې ورسره وعدې وکړې.

خو د امریکا لومړنی هدف به دا وي چې د چین او هندوستان اقتصاد څنګه دړې وړې کړي او بیا وروسته وار به د پاکستان او نور اهداف چې مخکې می ذکر کړه هغه وي.

خو دلته پاکستان هم پدې پوه دی چې امریکا د کومو اهدافو لپاره راغلی او پاکستان پدې فکر کې ده چې د چین ماتول زما ماتول دي ځکه چین پاکستان د ماشوم په شان ر الوی کړ چی وخت ناوخته ورسره مرستې هم کوي، خو د چین پرزول د پاکستان په لاس کې دی نو پاکستان چې اوس دومره په حساس موقف کې قرار لري چې له یوې خوا د امریکې نه او د بلې خوا د چین څخه مادیات لاسته راوړي او چین ته وایي چې امریکې ته زه دلته بلاک یم او له بلې خوا د امریکا له مرستو هم سوی استفاده کوي چې په مقابل کې یې پاکستان دوه جنګي ډلې چی یوه ډله یې د امریکایي سرتیرو په وړاندې او بله ډله یې د افغانستان سرتیرو او ملکي وګړو لپاره جوړه کړې.

دلته پاکستان خو د امریکا په اشاره جګړه توده ساتلې څو امریکا هم په جګړه کې ښکېل کړي او پدې فکر کې ده که امریکا په افغانستان کې مصروفه کړي نو دا په اسانۍ سره خپل اهداف نشي لاسته رواړی، نو ځکه د امریکې فشار په پاکستان دا دی چې طالبان نور ختم کړي او ځای ورته ورنه کړي.

امریکا چی اوس وایي مونږ افغانستان کې سوله غواړو او جنګ لمنځه وړو دا حقیقت نه لري یواَزې د شخصي اغراضو په خاطر فشار واردوي په افغانستان کې سوله او ثبات او د دې فشارونو سیاسي حل هله ممکنه ده چې طالبان د تروریستۍ ډلو له ملاتړه او خپله له تروریستي اعمالو لاس واخلي.

لکه څنګه مو چې ولیدل کله چې پاکستان د امریکې غوښتنې ومنلې، د امریکې کانګرس د څو میلیونو مرستې ورته منظور کړې، له دې یوازې انګېرل کیږي چې امریکا د خپلو ګټو په ګټه کې ده او پدغه لار کې لکه د افغانستان لسګونه نور هېوادونه هم قربانولی شي، ځکه خو اوس یې پر پاکستان وارد شوي فشارونه بند او پرته له دې چې د افغانستان مسله حل شي د دغو فشارونو دروازه یې نوره بنده کړه؛ امریکا، افغانستان پر پاکستان یوازې او یوازې د فشار واردولو لپاره یوه بهانه کړه او بس!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عتیق الله هوتک

افغانستان کی دامریکاستراتیژی له وخته مخکی ناکامه وه اوس دوی دافکر کوی چی سنگه وکولای شی چی له دی بدنامی نه زان وژغوری اوخپل غلت سیاست دافغان ملت په وراندی شه وشیی اوخپله غلتی په بل چاواچوی خو افغان رهبران هم گرم دی چی سه وکی نورترکومه دفردیو دگتولپاره مظلوم ملت وزوروی دخپلو چوکیودپایدی لپاره هرسه کوی الله دی هدایت کری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x