نظــر

مظلومه مینه!

په افغانستان کې د بشري حقوقو د مدافعینو ټول زور په ښځینه قشر دی، دوی تل داسې تبلیغ کړې چې ګواکې په افغانستان کې ښځه تر ټولو مظلوم موجود دی، ځکه خو يې په رسنیو کې د ښځو تبلیغاتو زور ورکړی دی.

دوی تل کوشش کړی، چې له افغانې ښځې چادري وغورځوي او د بازار وسیله ترې جوړه کړې ، په داسې حال کې چې د دولت ټولو لوپوړو چارواکي خپلې ښځې په کورو کېنولې، خو د نورو د ښځو د را بهر کولو هڅه کوي. د شنبې په ورځ هم د شیطانو رسنیو تمرکز په دې و، چې ګواکې په جعلي ټاکنو کې ډېرو ښځو ګډون کړی دی.

مګر په دې سربېره لا هم افغانه مېرمن له نېکه مرغه افغانه پاتې شوې او د دوی ټول پلانونه يې په اوبو لاهو کړي دي، دوی خپل افغاني غرور ساتلی او کله يې هم خپل پړونی له سره نه دی کوز کړی. ځکه خو د بهرنیو یرغلګرو او داخلي ګوډاګيانو ټول تمرکز په دې دی، چې څنګه هغه افغانې مېرمنې چې د دوی په معیارنو نه برابرېږي بې حیثیته کړي.

په کندهارکې په ښځینه شاعرانو کې مینه انتظار یو داسې نوم دی، چې هم يې خپل عفت ساتلی او هم يې قلمي عفت ځلولی دی. هغې په ناستو او مشاعرو کې تل خپل پړونی او دهغه عزت ساتلی دی، کله يې هم خپل حیثیت په څو چکچکو کې نه دی ورک کړی.

د همدې معصومې خور په کور دکندهار یو وحشي پولیس قوماندان جاجو تېره شپه داړه اچولې او غوښتل يې د دوی بې نارینه ښځمنې په زور پوستې ته بوځي. جالبه داده چې ولې دا خلک ځانته د انسان سپېڅلی نوم منسوبوي؟؟؟

دې ښاغلي به ښايي نشه کړې وي، یابه هم د دوی په پوسته کې هر ماښام دچا دعفت سوې کړيکې پورته کېدې، خو دوخت په غوږونو کې به د شیطانت سیکې څڅېدلې وې، خو ګرانې خور مينې د دوی د شیطانت اصلي څېره ښکاره کړه، د درنې خور دا جرات رښتیاهم دستایلو دی. خو دا به دامانا هم نه لري، چې نور نو د هغې درد دواشو.

هغه په افغانستان کې د زرګونو پېغلو له منځه یوه ده، چې د همدې وحشیانو په منګولو کې يې سویو کړيکو ایوبي زړونه خوځولي دي، درنې خور مينې انتظار د ښځینه مظلوم او بې وسه قشر چې تل د داسې وحشیانو د هوسونو قربانېږي غږ پورت کړ، خو لاهم د جاله ميډيا او ګوډاګي چارواکي د مظلومې مينې په مظلومیت ړانده دي.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x