«ابوظبي ۲» نمبر پلیټ په لس ملیونه درهمه خرڅ شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د متحده عرب امارات په پلازمینه ابوظبي کې د پولیسو له لوري پر ځانګړو نمبر پلیټونو لیلام تر سره شو او پر شپیته نمبر پلیټونو ۵۵ ملیونه درهمه پولیسو ته ور ټول شول.

تر ټولو ګران نمبر (۲) و، چې په لس ملیونه درهمو یوه ۲۳ کلن اماراتي احمد المرزوقي واخیست.

د نمبر پلیټونو د لیلام دغه مراسم د ابوظبي د پولیسو د ۶۰مې کلیزې په مناسب جوړ شوي وه چې په کښي ۸۰۰ کسانو ګډون کړی وو او ۶۰ نمبرپلیټونه لیلام ته وړاندي شوي وه.

د ابوظبي ۲م نمبر پلیټ وروسته (۱۱) نمبر پلیټ په ۶.۴ ملیونه درهمه، ۱۰ نمبرپلیټ په ۵.۴ ملیونه درهمه، ۲۲ نمبرپلیټ په ۴.۵ ملیونه درهمه، ۱۷ نمبرپلیټ په ۳.۳ ملیونه درهمه او ۶۰ نمبرپلیټ په ۲.۹۵ ملیونه درهمه خرڅ شو.

په دغه لیلام کې یوه پلار محمد المزروعي خپل ۱۲ کلن زوی ته (۱۱۱۱) نمبرپلیټ واخیست چې تر اوسه د موټر چلولو لایسنس هم نه لري او موټروان یې مکتب بیا یي او راولي.

په امارات کې د ځانګړي شمېر والا نمبرونه په ډېر ګرانه خرڅیږي.

ددې تر مخه د «ابوظبي ۱» نمبر پلیټ په ۳۱ ملیونه درهمه خرڅ شوی وو. او دوبۍ ښار «دبۍ ۱» نمبر پلیټ هم یوه هندي په ۳۳ ملیونه درهمه اخیستی وو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.