روغتیاوزارت: په هرو پنځو ساعتونو کې یو افغان ماشوم د سینه بغل له امله مري

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله د سینه بغل ناروغي کمه شوې ده؛ خو بیا هم په هرو پنځو ساعتونو کې یو افغان ماشوم خپل ژوند د دغې ناروغۍ له امله له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر فدامحمد پیکان نن په کابل کې د سینه بغل ناروغۍ د نړیوالې ورځې په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، هر کال یو میلیون او درې سوه په سینه بغل ناروغۍ ککړ ماشومان دولتي روغتونونو ته د درملنې په موخه راځي.

د پیکان په خبره، سینه بغل ناروغي د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې ده؛ خو بیا هم په هرو پنځو ساعتونو کې یو افغان ماشوم مري.

دی وايي، د هېواد په ۲۵۰۰ روغتیايي مرکزونو کې یې د سینه بغل ناروغۍ د درملنې لپاره یوه ځانګړې څانګه پرانېستې ده او له ۳۰زرو ډېر رضاکاران یې روزلي؛ څو په اړوند ناروغۍ د مېندو او پلرونو سره خبرې وکړي.

د روغتیايي چارو پوهانو په خبره، سینه بغل د ککړې او سړې هوا او د نویو زېږېدلو ماشومانو نا سمه ساتنه د سینه بغل د ناروغۍ سبب کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د