افغانستان

عبدالله: روسيه ادعا کوي، چې داعش ډله امریکا جوړه کړې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله وايي، روسيه پر امریکا د داعش جوړولو تور لګوي.

د ډاکټر عبدالله په وينا د روسيې يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي کابل ته د سفر پر مهال په څرګندو ټکو ويلي، چې داعش ډله په افغانستان کې امریکا په لوی لاس جوړه کړې ده.

اجراييه مشر دا خبرې په کاناډا کې يوه خبري فورم ته د وينا پر مهال د طالبانو او روسيې د اړيکو د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

ډاکټر عبدالله وويل، چې د داعش ستونزه زموږ حکومت، ولس او هغو امنيتي ځواکونو لپاره ستر ګواښ دی، چې د امریکا په ملاتړ د داعش پر ضد جګړه کوي.

نوموړي په دغه غونډه کې د روسي چارواکو له خولې دا هم وويل، چې «طالبان نړيوال امنيت ته ګواښ نه ديی.»

د ګډ حکومت اجراييه مشر د روسي چارواکي په غبرګون کې ويلي، چې طالبان منځنۍ اسيا په ځانګړې توګه په چيچنيا کې د پاڅونوالو ملاتړ کوي او زياتوي، که دا نړيوال ګواښ نه وي نو څه به وي؟

د افغانستان سولې او ثبات په اړه د ایران د رول په ځواب کې ډاکټر عبدالله وويل: «ایران له تېرو شپاړسو کلونو راهيسې د افغان حکومت ملاتړ کوي او په دې اړه هېڅ شک نه شي کېدای.»

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په اړه ډاکټر عبدالله وويل، چې دا يوه ناکامه او ناوړه تجربه وه او له امریکا يې غوښتنه وکړه، چې د بل ځل لپاره بايد په افغانانو دا ډول حکومت تحمیل نه کړي.

عبدالله په داسې حال کې ګډ حکومت د امریکا تحمیل شوی بللی، چې له تېرو دريو کلونو راهیسې د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني او دویم مشر عبدالله ځانونه د ولس په رايو ټاکلي بولي، خو په ورته وخت کې دغه ډول څرګندونې د هغو خلکو دعوه رښتينې ثابتوي، چې ګډ  حکومت يې د امریکا لاسپوڅی بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

تاسو اوس خپله ښه فکر وکړی چی بیا به هم څوک داسې وي چی دده په ارتداد کښې به شک کوی تاسو دده دهغه خبري ته چی وایې: طالبان منځنۍ اسيا په ځانګړې توګه په چيچنيا کې د پاڅونوالو ملاتړ کوي نو که دا نړيوال ګواښ نه وي نو څه به وي؟ لږ نظر وکړی چی دا سرکوزی او ټیټ فطرته څوني کفر او کفارو ته مخلصه او د كوډاګیتوب په ټیټه مرتبه کښې ده، چی حتی د لفظ تر حده هم د کفر او کفارو خلاف خبره او د اسلام او مسلمانانو ملاتړورته ښه نه بریښي. کټ مټ هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x