افغانستان

پاکستاني ځواکونو افغان خاوره کې امنیتي پوستې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۶): د ننګرهار ځايي قومي مخور وايي چې پاکستاني ځواکونو د دوی سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

د دې ولسوالۍ يو تن قومي مخور ظفر خان شينواري اریانا نیوز تلویزون ته ويلي چې پاکستاني ځواکونو د دوی په سیمو کې پوستې وداني کړي.

هم مهاله د ننګرهار ولایتي شورا وايي چې افغان حکومت پر ډېورنډ کرښه معامله کړې او د پولې په توګه يې له پاکستان سره منلې ده.

د دې شورا مشر احمد علي وايي د اغزن سیم، راکیټي بریدونو او امنیتي پوستو پر جوړولو د حکومت چوپتیا دا ښيي چې د دوی په خوښه چارې پر مخ روانې دي.

ځايي امنیتي مسوولین دا ډول څرګندونې ناسمې بولي او په وينا يې که تر ډېورنډ کرښه دې غاړې پاکستاني ځواکونه اقدامات وکړي دوی به يې پر وړاندې غبرګون حتمي وښيي.

د ولايتي شورا مرستیال لعل محمد درانی بيا د امنیتي مسوولینو څرګندونې بې ځایه بولي او په وينا يې دوی د خلکو په سترګو کې خاورې ور شيندي.

درانی وايي، که پاکستاني ځواکونه جلال اباد ښار ونیسي هم؛ او امنیتي ځواکونه خپلې چوکۍ سره رود ته انتقال کړي بیا به هم دوی وايي چې خیروخیریت دی.

د دراني په خبره پاکستاني ځواکونو تر هغې پوستې هم تار را ګرځولی چې په افغان خاوره کې د افغاني چارواکو له لوري یوازې د اوبو رسولو لپاره ورکړې وه.

په افغان خاوره کې د پاکستاني تاسیساتو خبر داسې وخت ورکول کېږي، چې د دې هېواد له لوري پر کونړ او ننګرهار د تازه راکیټي بريدونو اړوند هم افغان چارواکو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x