دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او کفر (شپږمه او آخره برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېرو برخو کې مو د هغه خبرو او عقیدو په اړه بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي پدې برخه کې هغه عملونه چې په کولو یې انسان کافر کیږي .

د ایمان عملي ماتوونکی (داسې کارونه چې په کولو سره یې انسان کافر کیږي)

شرک کول

د شرک کوم کار کول لکه بغیر د الله جل جلاله نه د بل چا په وړاندې سجده کول ، داسې ټول هغه عبادات او د ثواب کارونه د بل چا لپاره کول چې اسلامي شریعت مونږ ته امر کړی دی چې دا عبادتونه به د الله جل جلاله لپاره کیږي هغه ټول صرف الله جل جلاله ته کول اسلام دی نور یې هر چاته کول کفر دی .

د قرآن کریم بې عزت کي کول

د علماوو په اجماع سره هغه کس کافر دی چې قصدا او د اهانت په عقیده د قرآن کریم د نسخې بې عزتي وکوي ، د هغې سپکاوی وکوي ، په ګند کې یې وغورځوي ، د بې عزتي او سپکاوي په نیت یې وسوزوي دا هم کفر دی .

له کفارو سره مرسته

کله چې د مسلمانانو او کافرانو سره جنګ وي پدې صورت کې که څوک د مسلمانانو په مقابل کې د کفارو سره مرسته کوي نو دا هم کفر دی د کفارو له مرستې نه مطلب دا دی چې د مسلمانانو په مقابل کې په څه ډول د کفارو سره ولاړ وي د هغوی لپاره په خپل مال ، ځان ، او بیان سره کار کوي او دا هرشی د مسلمانانو په ضد استعمالوي نو دا کفر دی . تفسیر الطبری

الله جل جلاله فرمايي : اې مؤمنانو له یهودو او نصاراوو سره ملګري مه کوئ په دوی کې ځینې د ځینو ملګري دي او څوک چې لتاسې نه د هغوی سره ملګرتیا وکوي دا له هغوی څخه دي بېشکه الله جل جلاله هدایت نه کوي قوم د ظالمانو ته . سورة المائدة آیة ۵۱

امام بیضاوي رحمه الله فرمایی : دا چې الله جل جلاله فرمایی : چا چې له هغوی سره ملګرتیا وکوله دا له هغوی څخه دي دا پدې کې زیات زجر دی چې باید له هغوی سره څوک ملګرتیا ونه کوي . تفسیر بیضاوي

امام طبری رحمه الله ددې آیت لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ په تفسیر کې فرمایي : صحیح خبره داده چې الله جل جلاله ټول مؤمنان د یهودو او نصاراوو له ملګرتیا څخه منع کړي دي او لدې نه یې منع کړي دي چې له هغو سره د مؤمنانو په مقابل کې تعهد وکوي او لدې نه یې مسلمانان منع کړي دي چې څوک د مؤمنانو ډله پریږدي له هغوی سره ملګرتیا وکوي او د هغوی په مرسته بیا د الله جل جلاله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مؤمنانو په مقابل کې جنګ وکوي که مؤمنان دا کار وکوي نو بیا الله جل جلاله او د هغه رسول لدې کسانو څخه بري دي . تفسیر ابن جریر الطبری رحمه الله

وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ (څوک چې له دوس سره ملګرتیا وکوي دا له دوی څخه دی) ددې آیة په تفسیر کې امام طبري رحمه الله فرمایی : معنی دا چې څوک له یهودو او نصاراوو سره ملګرتیا وکوي نو دا د هغوی له ډلې څخه دی یعني چې کله دوی له مسلمانانو سره جنګ کوي که څوک د مؤمنانو په مقابل کې له دوی سره مرسته وکوي نو دا کس هم د دوی په دین دی . تفسیر طبری

زما د بحث مراجع :

قرآن کریم
تفسیر الطبری
تفسیر بیضاوي
صحیح البخاری
نواقض الاسلام
المغني
الابانة
الشفاء
نیل الاوطار
السیل الجرار للشوکاني رحمه الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x