نړۍ

اسلام اباد کې درنې چاودنې ۱۸ کسان ووژل

نن ټکی آسیا: نن سهار مهال د پاکستان د پلازمېني اسلام اباد او ورڅېرمه راولپنډۍ ښار د تازه میوو په ګډه منډيې کې یوې زورورې چاودنې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل او کابو څلوېښت نور ژوبل کړل.

د اسلام اباد د ځايي روغتون یوه ډاکتر په وینا، په ټپيانو کې د ۹ تنو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دی.
د اسلام اباد او راولنپنډۍ ترمنځ دغې مشترکې منډيي ته د یادو ښارونو زیاتره اوسېدونکي سهار وختې مهال د سودا لپاره ورځي.
ویل کېږي، چې چاودنه خورا زوروره او تر ډېر لیرې پورې يې غږ اورېدل شوی.
د چاودنې ډېری قربانیان عام خلک ښودل شوي او لا هم جوته نه ده، چې د چاودنې هدف څه و.
د اسلام اباد پولیسو د پېښي په باب د پلټنو امر کړی او ویلي يې چې په دې قوي چاودنه کې شاوخوا ۵کیلوګرامه چاودېدونکي توکي استعمال شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x