
سوریه کې د ایران لوړ پوړی قومندان وژل شوی
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د ایران دولتي رسنۍ وايي، په سوریه کې د سپاه پاسداران ډلې یو لوړ پوړی قومندان خیرالله صمدي وژل شوی دی.
د فارس خبري اژانس په حواله، صمدي د سوریې د بوکمال ښار کې له داعش سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی و؛ خو ایراني چارواکو یې نن د خبر تایید وکړ.
اژانس لیکي، خیرالله صمدي د هاوان مرمۍ د لګیدو په سبب لومړی ټپي شوی و او وروسته یې ساه ورکړه.
ایران له تېرو شپږو کلونو راهیسې د سوریې د پوځ په ملاتړ سوریه کې جګړه کوي او زرګونه جنګیالي یې د سوریې د رژیم خلاف وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
ایران د نورو هېوادونو د جنګیالیو سربېره افغان شیعهګان هم د سوریې جګړې ته استولي او د کم شمېر وژل شویو جسدونه افغانستان ته راځي او نور په ایران کې دفن کېږي.
د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې پر ايران توندې نيوکې وشوې
په سوریه کې د ایراني قومندان د وژنې خبر داسې مهال رسنیز کېږي، چې په قاهره کې د عرب هېوادونو د سر مشریزې غونډه روانه ده او ایران په عربي هېوادونو کې په لاسوهنه تورن شوی دی.
ایران د سوریې سربېره د یمن جنګیالیو سره هم مرستې کوي او پرمختللې وسلې ورکوي.