افغانستان

برېښنا شرکت راتلونکې میاشت کابل ته د ډیزلي برېښنا وېش پیلوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د برېښنا شرکت وايي، د راتلونکې لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه کابل ته د ډیزلي برېښنا وېش پیلوي.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، د ژمي په موسم کې د کابل ښاریان د برېښنا د کموالي سره مخ کېږي او د همدې ستونزې د هواري په موخه یې د ډیزلي برېښنا د وېش د پیلولو چمتووالی نیولی دی.

د توحیدي په خبره، په پام کې لري چې کابل ته ۱۴۰میګاواټه ډیزلي برېښنا ورکړي؛ خو د ورکړې وخت به یې یوازې د ماښام له پنځو د شپې تر نهو بجو پورې وي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د ډیزلي برېښنا بیه ډېره لوړه ده او هر کیلو واټ په څلوېښت افغانۍ تمامېږي؛ خو دوی یې ښاریانو ته په ارزانه بیه ورکوي.

د ژمي په موسم کې کابل ته د تاجکستان برېښنا پنځوس ميګاواټه کمېږي او کابل ته د نورو هېوادونو څخه راغلې برېښنا هم نیمايي کمېږي، چې د کابل ښاریان د برېښنا څخه محرومېږي.

د برېښنا شرکت اوسمهال د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه برېښنا واردوي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون یې ځینو شمالي ولایتونو کې هم وېشلې ده.

برېښنا شرکت: د نظام لوړ رتبه چارواکي او ۷۳ نور زورواکي مو پوروړي دي

ولسمشر غني تېر کال ژمنه کړې وه، چې په پنځو کلونو کې به دومره برېښنا تولید کړي چې راتلونکو سلو کلونو کې تولید شوې نه ده؛ خو تراوسه د برېښنا کوټونو په جوړولو هېڅ اقدام نه دی شوی.

افغانستان د برېښنا د تولید لپاره پراخه سرچینې لري؛ خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله په وارداتي برېښنا تکیه شوې او د کورنیو سرچینو څخه ګټه نه اخیستل کېږي.

برېښنا شرکت: ۱۰ میلیارده افغانۍ پور مو تراوسه پاتې دی

افغانستان هر کال ۲۵۰ میلیونه ډالر تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته د برېښنا د بیل پیسې ورکوي.

طالبانو هم په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د ملي پروژو څخه ساتنه کوي او ان د امنیت چارې یې هم دوی نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x