نظــر

ولي داسي د رایو قحطي وه؟

په نړۍ کي چي عموماً یو مشر ټاکل کیږي نو د ټول هیواد وګري ګډون پکښي کوي مګر د افغانان د بخت کاسه داسي نسکوره ده چي حکومتي مشران یې دومره مختلف فیه او په جرم ککړ وي چي حتی د یوه ولایت خلګ لا هم پر یوه کاندید اتفاق نه کوي.په اوسنۍ ټاکنو کي په دیرش میلونو افغانانو کي صرف ۶ میلونو رایه ورکړې ده (هغه هم د درغلیو د رایو په شمول)، ولي دومره لږ کسان رایه ورکوي؟

جواب دا دی چي دغه کاندید به یا:

۱: دافغانانو په وینو لاسونه تر څنګلو سره وي ( او بیا وايي چي زه بخښنه غواړم! څومره د افسوس ځای دی چي د قتلِ عام جرم په لفظي بخښنه بخښل کیږي نه په شرعي قصاص او پردي قتلِ عام باندي خلګ بخښنه ورته کوي نه د مقتول وارثان!! دا خلګ دوه جرمه کوي، اول د الهي قانون لغوه کول او دوهم د غیر وارث کسانو له خوا بخښنه کېدل!! انالله وانا الیه راجعون)

۲: یا کاندید د همدغسي پورته ظالم سره ملګري وی، د پورته ظالم ستاینه کوي او لوړه چوکۍ ورکول غواړي (په نوره نړۍ کي ظالم محاکمه کیږي خو دلته د عزت چوکۍ ورکول کیږي نو داسي بې انصافه او ظالم کاندید ته به صرف د دین او د شهیدانو، کونډو او یتیمانو سره جفا کاره رایه ورکوي).

۳: یا به کاندید د کفري نړۍ په افکارو روزلی وي او د هغو ذهني غلام به وي، بزدله، غل او لوټ مار به وي.

۴: بې دینه به وي.

۵: سیاسي رهبري به نه سي کولای، سیاسي بصیرت به نلري، د ظالم، جابر او مفسد مخه به نه سي نیولای.

۶: د یوه خاص قوم او سمت طرفداره به وي، د هیواد د تجزیې نظر به لري.

۷: د افغانستان پر ځای به د نورو ګټو ته ژمن وي او د هغو لاس پوڅی به وي.

۸: د دین تحریف کونکی به وي.

۹: د شرعي نظام پر ځای به د کفري نظام د پلي کولو طرفداره وي.

۱۰: انتخابات به شفاف نه وي، یا به هغه موجوده نظام، د انتخاباتو پروسه، د رایو شمېرنه او د کاندید ټاکل ټول د کفارو په واک کي وي. خلګ په دې رایه نه ورکوي چي زموږ رایه ګټه نه کوي ځکه کفار او مفسدین چي څوک غواړي هغه به مشر کیږي زما رایه دا زیان رسوي چي د هغو ټاکنو ته لا مشروعیت او قانوني بڼه ورکوي.

تاسو وګورئ چي ولي په دیرشو میلونو افغانانو کي صرف شپږ میلونو کسانو (هغه هم د دوی د درغلۍ د حساب له رویه) ګډون کوي؟ ولي دومره زیات شمېر کسان ګډون نه کوي؟ سبب یې ما پورته ذکر کړی چي د افغانانو مشران اکثره وخت د پورته سیرت لرونکي وي نو ځکه دا پاته اکثریت هوښیاران او پر دین او ملت مین کسان دغسو کسانو ته رایه ورکول د دین او ملت سره لوی خیانت او ظلم بولي.

پاته سوه دا خبره چي ولي دا لږ کسان رایه ورکوي؟ زما په نظر دا بیچاره ګانو ته همداسي ذهنیت ورکول سوی دی چي مشر باید همدغسي ککړ وي!! دوی فکر کوي چي پاک سیرته او پر شرایطو برابر مشر قطعاً دلته نسته! په همدغه نظریه قانع کړل سوي دي!
د همدغه فاسد نظام په تبلیغاتو دغه کاندیدان دوی ته ستر قهرمانان، مفکرین، مجاهدین او وطن دوسته معارفي سوي دي، دا خبره ورڅخه پټه کړل سوې ده چي د مسلمانانو امیر او مشر باید کوم صفات ولري! دوی د خپل نړۍ والي اسلامي سیاست څخه لیري ساتل سوي دي او هغه تاریخ چي ۱۳۰۰ کاله يې پر ټوله نړۍ سیاست کړی دی هغه ترې محوه سوی دی نو ځکه دغه لږ شمېر کسان ودغسي لړلو کسانو ته رایه ورکول ستر افتخار بولي ځکه د سیاسي مشر معیار هغه دی چي پورته لړلی سیرت ولري، تر دغسي مشرانو ها خوا ته د بل پاک او مستعد مشر فکر نه سي کولای!

که چیري دغو مسلمانانو د اسلام د پیل څخه بیا تر اخري اسلامي خلافت پوري د اسلام د دینداره، عادلو، غیرتمندو، پاک سیرتو، زړه سواندو او دلاورو خلیفهګانو ژوند لیکونه لوستلي وای او ترې خبر وای نو ولي به په دغسو ظالمو، مفسدو او بې دینو مشرانو راضي وای؟ بلکي د اسلامي شرایطو مطابق د امیر تلاښ به یې کولای!

مشکل: زموږ مشکل دا دی چي زموږ سره د اسلامي امیر د رامنځ ته کولو طلب نسته، که چیري زموږ په زړو کي د یوه واقعي اسلامي امیر طلب پيداسي نو الله عزوجل به يې موږ ته راکړي خو افسوس چي موږ د واقعي امیر صفات لا هم نه پېژنو، طلب خو لا څه کوې؟ نه يې سیرت پېژنو او نه يې په ۱۳۰۰ کلن تاریخي کارنامو خبر یو نو ځکه غلو او مفسدینو ته د اسلام او مسلمانانو د خزانو کیلۍ (رایه) ورکول فخر بولو.

د حل لاره: دا ده چي موږ د خپل اسلامي تاریخ څخه ځان خبر کړو، د خپلو خلیفه ګانو سیرتونه مطالعه کړو. اول خپله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت څخه بیا د څلورو خلیفه ګانو، همداسي تر عمر بن عبدالعزیز، سلطان صلاح الدین ایوبي او د عثماني خلافت د واقعي خلفیه ګانو رحمة الله علیهم اجمعین تاریخونه تر نظر وباسو. او د اسلامي امیر صفات معلوم کړو چي په شریعت کي یو امیر کوم صفات باید ولري. ددې سره سره باید هر مسلمان د اسلامي امیر د راتلو طلب ولري او په دې هڅه کي اوسي چي الله عزوجل موږ ته یو واقعي اسلامي امیر راکړي، همدا به د اسلام او د مسلمانانو یو لوی خدمت وي.
د اسلامي امت د مخکني شان او شوکت د راتلو په هیله،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x