افغانستان

ننګرهار: د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي؛ دوه ټپیان دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د ننګرهار په اچین او چپلیار ولسوالیو کې د داعش اړوند ۲۰ وسله وال وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي‌وال وايي، نن سهار وختي د چپلیار ولسوالۍ په کارېزو سیمه کې پولیسو او داعشیانو ترمنځ نښته شوې، چې د داعش څلور جنګیالي وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

مشرقي‌وال پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

له بل لوري د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، د اچین ولسوالۍ پر عبدالخېلو او نرګوسۍ سیمو بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه کړي، چې د داعش ۱۶ وسله وال پکې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره، په دغو هوايي بریدونو کې د داعش یو لوړی پوړی قومندان ثاقب هم وژل شوی دی.

دی وايي، په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د ننګرهار امنیتي چارواکي د داعش د وسله والو د مرګ ژوبلې خبر داسې مهال ورکوي، چې تېره ورځ د کونړ د استیناف څارنوالۍ اجراییوي مدیر داعشیانو وژلی و.

د یادولو وړ ده، له دې وړاندې هم دولتي او بهرنیو ځواکونو د داعشیانو د وژلو ادعا کړې وه؛ خو وروسته څرګنده شوې وه چې وژل شوي ټول ملکیان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

غنی او غبرگ عبداللہ ولی داعش وژنی داخودوی وای سی امریکاجوڑکڑدہ نوولی وژنی

الحاج استاذ بیانزی

هسی وایی چه خپلی ننګونی کمی کړی ، چه هیوادوال ، سیمه او نړیوال اخر فکر ونه کړی چه دوی د کوم مرض دوا ده هسی یی نیکټایی ټړلی ، کاغذی دیوان دی لوی لوی خبری کوی نو نن یی داعشیان چه دوی خپله جوړ کړی وایی چه شل داعشیان مو وژلی او داعشیان خو همدوی دی ( څه نه وایی ) د کابل اداره داعشیان دی چه امریکا او ناتو د برچی په زور تپلی ، وخت ناوخت هڅی لری چه د شیعه ګانو اعصاب خراب کړی ، کله د قومونو اعصاب سره خرابوی یعنی تر منځ یی پطرول… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x