نړۍ

اسرائیلو د سعودي په ګډون له عربي هېوادونو سره له خپلو اړيکو پرده پورته کړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۶): د اسرائیلو د انرژي وزیر يوفال شتاينتس ويلي، چې تل ابیب  د سعودي په ګډون له ټولو منځلارو عربي هېوادونو سره ښې اړيکې لري او دغه هېوادونه په سيمه کې د ایران او سخت دريځو شيعه ګانو پر ضد له اسرائیلو سره هر ډول مرستې کوي.

په عين وخت کې د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت مرستيال عبدالله الهاشمي هم ويلي، چې اسرائیل او امارات له يو بل سره هېڅ ستونزه نه لري.

يوفال شتاينتس، چې د اسرائیلو د وزيرانو شورا مهم غړی هم دی، اسرائیلي راډيو سره په مرکې ويلي، چې تل ابیب د سعودي په ګډون له ټولو منځلارو عربي هېوادونو سره د اړيکو په ساتلو نه شرميږي، خو بل لوری، چې عربي هېوادونه دي د دې اړيکو له بربنډولو وېره لري، په داسې حال کې، چې اسرائیل د دغو هېوادونو د اړيکو رغبت ته په درناوي ګوري.

اسرائیلي وزير زیاته کړه: «سره له دې چې سعودي يو ديموکرات نظام نه دی، خو په دې وروستيو کلونو کې يې د ترهګرۍ پر ضد پراخه مبارزه پيل کړې، د منځلارې پر لور يې حرکت پيل کړې او له اسرائیلو سره يې دوستي او ایران سره دښمني خپله موخه ټاکلې ده.»

د عربي نړۍ د وروستيو پېښو په اړه اسرائیلي وزير ويلي، چې د لبنان د لومړي وزير سعد الحریري استعفا اسرائیلو ته امنيتي ګواښ نه دی متوجه کړی، په داسې حال کې، چې د اسرائیلو شمال کې د امنيتي وضعيت ګډوډي پر دوی هم اغېز کولای شي.

څو ورځې وړاندې هم د اسرائیلو لوی درستيز جنرال غادي ايزنکوت ویلي و  چې تل ابیب د سعودي په ګډون له ټولو منځلارو هېوادونو سره د ایران پر ضد د استخباراتي معلوماتو د تبادلې لپاره چمتو دی.

امارات او اسرائیل:

په عين وخت کې د اماراتو د دفاع وزارت مرستيال عبدالله الهاشمي ويلي، چې هېواد يې له اسرائیلو سره کومه ستونزه نه لري او د امریکا له لوري اماراتو ته د ايف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو ورکړه اسرائیلو ته هېڅ ډول ګواښ نه دی.

دغه اماراتي چارواکي ويلي، چې په ۱۹۶۷ کال کې د اسرائیلو او عربو تر منځ له جګړې وروسته يو ځل بيا هېڅ هېواد نه غواړي، چې بېرته له اسرائیلو سره دښمني او جګړې پيل کړي.

عبدالله الهاشمي ويلي، چې امارات له امريکا سره ښې اړيکې لري «او واشنګټن د اسرائیلو او اماراتو لپاره د مشر ورور حیثيت لري موږ به هېڅکله له يوه بل سره په جګړه کې ښکېل نه شو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د عربو د ذلت حیرانوونکی ورځی پیل شوی ، هلته په حرمینو کی د اسراییلو استخباراتی او مذهبی سیاسی جاسوس وانمود کیږی طبیعی ده چه د سعودی عیاشی شاهی کورنی په اجازه او استقبال هم مکی معظمی او هم مدینی منوری ته تللی او هلته یی هغه کارونه تر سره کړی کوم چه د هغوی به پلان کی وو یو د هغو بلانو څخه دا وو چه د حرمینو حرمت ته صدمه او اهمیت راکم کړی او به څنګ کی یی د سعودی مسلمانان د سعودی د شاهی کورنی په ضد باڅون ته راپاڅوی او بیا شاهی کورنی ته دستور… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x