نظــر

کندهارۍ لیکوالې مینه انتظار ته!

بسم الله الرحمن الرحيم

زموږ غيرت زموږ غرور «ميني انتظار» خوري،

سلام عليکم

د مسلمانانو، افغانانو او پښتنو پر غيرت چي تېره شپه د بريد کومه هڅه سوې هغه ستا د ژړسترګو ورونو د بې حسۍ د زياتو نورو نښانو څخه يوه بله نخښه  وه.

هغه چا چي زموږ د غيرت تر دېوال د را اوښتلو جرأت کړی، هغه کسان پدغه ګناه کي يوازي پړن نه دي. پدغه ګناه او په لسګونو زرو تر دې بدترو کي ټول هغه کسان بالکل شريک او پړن دي چي د داسو حالاتو د راتګ امکانات يې برابر کړي دي. داسي حالات چي خلک د کندهار د لور د پوړني کشولو جرأت کوي. پدغه کار کي لاندني ټول کسان ستا ګناهګاران دي:

ـ ټول خلقيان، پرچميان، شعله يان او نور کمونستان چي پر کاپيټاليزم يې لعنت ويلی، د شوروي ټانکونه يې افغانستان ته بلل او اوس مړې سترګي په غربي کاپيټالستي هيوادونو کي خيراتونو ته ناست دي او پدغو خيراتي پيسو شراب وهي.

 ـ ګلبدين حکمتيار او انډيوالان يې لکه زرداد دوستم وکذالک، برهان الدين استاذ او لنډغر يې، شيخ الديموقراطيه سياف استاذ او انډيوال پړن اسمعيل خان يې، آی ايس آي اغا، سي ای اې اغا، کې جي بي اغا، غُل اغا سګباز او پړاغا بچه باز…

ـ طالبان چي د «د لوی کور دُښمني يې راته راوړه»

ـ ګوډاګی حامد کرزی چي د تر اندازې ډيري «هوښيارۍ» او «سياسي بلوغت» څخه يې غله، « هغه نړۍ وال مفتکرين چي جنسي تېری کونکي  او ډلوژونکي يې ملګري دي»، «کرميان»، پخپله جنسي تېری کوونکي، بچه بازان، سګبازان، فاسقان، فاسدان او توپکسالاران يې د افغان ولس لوی درستيزان، وزيران، واليان، امنيه قوماندانان او رئيسان کړل.

 ـ ټول هغه ژړ سترګي چي د کرزي د غلو د حکومت څخه يې دفاع کړې، رايه يې ورکړې او د غلو او داړه مارانو دغه پلار «علي بابا او چاليس چور» ته د «بابا» لقب ورکوي.

 ـ ټول هغه کسان چي د کندهار، خوست… او د کابل سوځونکو او د هغوی ملاتړو، توپکسالارانو، اجنټانو او ازمويل سوو ته يې د «ملي وياړ» په ورځ رايي ورکړي دي.

ـ ټول هغه «ناليکوالان»، «شعارعران»، «ژړنالستان»، «کار وران پوهان»، «د مداري ټولني فعالان»، «ترجمانان»، «کنټرېکټران»، « د بشري حقونو پتلونان» او د «ډيموکراسۍ نېکران» چي د افغانستان په «بيا ړنګونه او بربنډونه» کي يې لاسونه سره ورکړي دي او هره شپه پدې ارمان ژاړي چي ولي يې پلار پرنګی او امړيکنی نه دی.

 ـ ټول هغه د جنګ شوقيان، جنګ ته قصيدې ويونکي او چکچکي کوونکي او ټول هغه «قومي»، «ملي» او جهادي «مشران» چي خپل بچيانو ته په خارج کي درس ورکوي او يا يې په هيواد کي دننه په باډيګاډانو او مرمۍ ضد لنډکروزرانو ساتي، خو د نورو بچيان ځانمرګو بريدونو ته لېږي او يا يې د «ملي اُردو» او «ملي پوليسو» پر ټانکونو تړلي د توپ او توپک خولې ته د «وطن د دفاع»  لپاره استوي.

زما کړېدلي خوري،

ياد او ګڼ شمېر نور کسان چي زما د قلم څخه پاته سوي ټول ستا ګناه ګاران دي. که داسي نه وای او پړه صرف د اتو او لسو کسانو وای نو ستا په فکر ايا دغو اتو کسانو به دا جرأت کولای سوای چي د کندهار يا ننګرهار يا د پنجشېر د لور پوړني په کږه سترګه وګوري؟

زه درڅخه يوه هيله کوم چي خپل بچيان داسي رالوی کړه چي د لوړو يادو او ورته نورو کسانو څخه او د جنګ او جګړې او توپک څخه کرکه ولري. دا چي ستا او ستا د نورو خوېندو پوړنو ته هر شب و روز د خپلو او پرديو لخوا لاس اچول کيږي د دې هغه اصلي وجه جګړه او جګړې ته تېل اچونکي ستا خپل ورونه دي.

 زما درسره نور کومک په وسه ندی پوره. خو ستا په دُعا او بددُعا کي درته آمين وايم. الله دي ستا او د نورو خوېندو مجرمين پدې دُنيا لا تورمخي او په سزا رسېدلي راباندي وويني.

 ستا يو ورور، احمدولي اڅکزی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لوړ ليک د کندهارۍ شاعري او ليکوالي «مينه انتظار» لاندنۍ چيغي ته په جواب کي ليکل سوی:

د ليکوالي د فيسبوک څخه:

اې کندهاريانو اې افغانانو اې پښتنو!

نن مو پر دغي بې وزلي شاعري او بې وسي خور (مينه انتظار) غيرت کوئ؟!

نن شپه په خپل ټاټوبي (کندهار) او خپل کور کي څو بې ناموسه پوليسو سرتور سر کړم.

د خدای روی دی هيڅ پښتونولۍ، زموږ کمزورۍ، د ښځمنو چيغو- نارو او ژړاګانو ته يې و نه کتل؛ د شپې په نيمه شپه پر ۱۲:۳۰ کورته پر دېوالو راواوښتل.

د کندهار ښار په ميرزا محمد خان قلعچه سيمه کي، د شپې پر ۱۲:۳۰ بجې د کندهار ښار د اتمي حوزې د امر عبدالودود سرحدي (جاجو) پوليس مي کورته پر دېوالو را واووښتل.

موږ له بهرنيانو ګيله کوله خو خپل څو بې ناموسه پوليس مو تر هغو بدتر سول.

۷ تنه نارينه پوليس په يونيفورم کي او يو په شخصي کالو کي وو.

د کور ښځمني يې تر لاسو کشولې او غوښتل يې چي په دې نيمه شپه مو پوستې ته بوځي.

چي د کور ښځو مو نارې، چيغاري او ژړاوي پيل کړې نو پوليس د بيري له کوره ووتل او له ځانو سره يې يو د زرو امېل، ۲۲ زره افغانۍ (چي زما د ورور د يوې مياشتي تنخوا وه) او يوه ډي وي ډي يې له ځانو سره يووړل.

موږ چيغي وهلې خو دوی يوازي په سوکانو او لغتو وهلو.

اې کندهاريانو اې افغانانو اې پښتنو ږغ مي اورئ؟!

يادونه: دغه څو ټکي مي په سرو اوښکو او تپېدلو لاسونو په دې نيمه شپه په ډېر ډک زړه کښلي دي.

دا لیکنه د لیکوال له انټرنيټي پاڼې څخه په مننه دلته راوړل شوې:

http://www.ahmadwali.achakzai.com/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x